څو ځله مشرکانو ده ته اخطار ورکړي وه او څو ځله یې په خپله د نبي صلي الله علیه وسلم د له منځه وړلو پریکړه کړې وه قرآنکریم دا پریکړه داسې بیانوي

(أَمْ أَبْرَمُوا أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ )  (۷۹ زخرف)  ژباړه: ایا دوی د کوم غوڅنده دریځ تکل کړي ، اصلا زمونږ دریځ له ټولو څخه زیات غوڅنده دي .

د دې حالاتو په رڼا کې ابوطالب باید څه کړي وي ؟

ابوطالب دقریشو د دښمنۍ په رڼا کې د خپلې کورنۍ غړي یعنې د هاشم ، عبدالمطلب او عبد مناف اولاده را ټوله او غوښتنه یې ترې وکړه چې د محمد صلي الله علیه وسلم په ساتنه او ملاتړ کې ورسره شریک شي  دعربي عصبیت په خاطر دکورنۍ کافرو او مسلمانو بې د ده له ورور ابولهب څخه نورو ټولو د ده مننه وکړه یوازې ابولهب له دوي څخه جلا او له کافرو قریشو سره یې ملاتړ اعلان کړ.

هراړخیز پریکون

د څلورو اونیو یا له دې هم په کمه موده کې مشرکین له څلورو لویو پیښو سره مخ شول، حمزه رضي الله عنه  مسلمان شو، عمر رضي الله عنه مسلمان شو، ور پسې نبي صلي الله علیه وسلم د روغې جوړې تړون ونه مانه او بیا د مطلب اوهاشم کافرې او مسلمانې ټولې کورنۍ تړون وکړ چې په ټول توان به د محمد صلي الله علیه وسلم ملاتړ کوي.

دې کار مشرکان هک پک حیران او لاس تر زنې کینول ځکه دوي ته په ډاګه شوه که محمد ته لاس اوږد کړي دمکې کوڅې به د دوي په وینو ډکې او کیداي شي دوي پکې بیخي له منځه ولاړ شي، له دې کبله د نبي صلي الله علیه وسلم له وژلو لاس په سر او یوه بل ظلم ته چې تیر ظلمونه ورته هیڅ وو ملا وتړله.

دظلم او تیري تړون:

مشران د بني کنانه په وادي کې را ټول او تړون یې سره وکړ چې له دې وروسته به دهاشم او مطلب له اولادې سره نه څوک خپلوي کوي او نه به څوک را کړه ورکړه خرڅلاو ورسره کوي او نه به ورسره کیني، خبرې به هم نه ورسره کوي تر څو یې مونږ ته محمد د وژلو د پاره نه وي سپارلي په دې اړوند یې لاندې متن لرونکي تړون ولیکه:

( د هاشم او مطلب له کورنۍ سره به تر هغو چې محمد یې مونږ ته د وژلو لپاره نه وي سپارلي هیڅ ډول روغه جوړه او خوا خوږي نه کیږي ، غوره تاریخي روایت دا دي چې دا تړون بغیض بن عامر بن هاشم لیکلي وه چې د نبي صلي الله علیه وسلم په بده ښیرا سره یې دواړه لاسونه شل شول.

په هر صورت تړون ولیکل شو او د کعبې شریفې د خونې مینځ کې و ځړول شو او د هاشم او مطلب مسلمانه او کافره اولاده بې له ابي لهب څخه نور ټول د نبوت په ۷ کال دمحرم د میاشتې په لومړۍ نیټه د ابوطالب په کندو کې نظر بند شول.

د ابوطالب په کندو کې دري کلونه:

محاصره سخته او د خوراک او څښاک ټول وسایل په مسلمانانو بند شول مشرکانو هیڅ نه پریښوده چې مکې ته داخل شي او که د خرڅلاو لپاره به چا څه راوړي وو مشرکانو نه به دسترګو په رپ کې ترې اخیستي وو له دې کبله د مسلمانانو حال بد او باالاخره مجبورشول چې پوستکي او بې کاره کاغذونه وخوري، دلوږې له لاسه به دکوچنیانو او ښځو کوکارې له لرې اوریدل کیدې.

مسلمانانو به په حرامو میاشتو کې هڅه کوله چې له هغو کاروانیانو څخه څه تر لاسه کړي چې له بل ځاي څخه به راغلي وو خو مشرکانو به د څیزونو نرخ هومره لوړ ایښوده چې د مسلمانانو به توان نه رسیده.

حکیم بن حزام به کله ناکله خپلې ترور خدیجې رضي الله عنها ته په پټه غله دانه لیږله یوه ورځ ابوجهل ورسره مخ شو او دي یې منع کړ چې نظر بندې خدیجې ته څه ولیږي د دواړو غږونه پورته شول خو بیا یې ابوالبختري په مینځ کې روغه وکړه او حکیم ته یې اجازه ورکړه چې یواځې خپلې ترور ته وړه ور وړي.

په نظربندۍ کې هم له ابوطالب سره د خپل وراره محمد صلي الله علیه وسلم د وژل کیدو ویره وه نو ځکه به یې بیګاه یو ځاي څملاوه او لږ وروسته به یې د ده ځاي بدلاوه او په ځاي به یې بل کوم زوي څملاوه، نبي صلي الله علیه وسلم او مسلمانان به د حج په موسم کې له نظربندۍ نه وتل او را تلونکي خلک به یې د اسلام په لور بلل.

د تړون لیک شلیدل:

پوره دري کاله په ظلم او تیري کې تیر شول د نبوت په لسم کال د محرم په میاشت کې د تړون د ماتوالي او پاڼې شلیدو پیښه مینځ ته راغله او هغه په دې ډول چې د تړون له لومړۍ ورځې څخه ځینې عرب د دې کار ملاتړي او ځینې پرې ناخوښه وو.

دتړون د ماتولو کار د بني عامر بن لوني د کورنۍ غړي هشام بن عمرو چې په پټه به يې د شپې له لوري د هاشم کورنۍ ته خوراکي مواد هم رسول پیل او زهیر بن امیة المخزومي چې د عاتکې بنت عبدالمطلب ځوي او د ابوطالب خوریی کیږي هغه ته ورغي او ورته یې وویل:

زهیره! ته په دې خوښ یې چې په خپله ښه خوراک څښاک کوې او پوهیږې چې په ماما ګنۍ د څه تیریږي؟

زهیر ورته وویل چې هلاک شې زما څه په وس دي زه خو یو سړي یم؟ په الله سوګند که یو سړي مې بل ملاتړ وکړي زه به دا تړون مات کړم ،هشام وویل چې دویم دې زه یم زهیر وویل دریم هم پیدا کړه همدا وو چې د دوي دریم مطعم بن عدي څلورم ابي البختري، پنځم زمعة بن الاسود ملګري شول بیا ټول ملاتړي په حجون کې سره را ټول او د پاڼې شکولو خبره یې سره پخه کړه.

زهیر په غاړه واخیسته چې لومړي به وړاندې کیږي او په دې باره کې به خبره شروع کوي سهار وختي هر سړي د وعدې مطابق خپل ځاي ته ځان ورساوه ، زهیر چې نوي او پاک کالي یې اغوستي وو لومړي ۷ چکره طواف وکړ او بیا یې قوم ته مخ او ویې ویل:

اي د مکې خلکو! دا کوم انصاف دي چې مونږ ښه خوراکونه کوو نوې جامې اغوندو او د هاشم کورنۍ به له لوږې نه هلاکیږي، سوګند په الله چې زه به دا د ظلم او ناروا پاڼه خامخا شکوم ابوجهل چې د جومات په یوه کنج کې ناست وو غږ یې وکړ درواغ وایې سوګند په الله چې دا پاڼه به هیڅکله نه شکیږي.

زمعة بن الاسود پرې غږ کړ ته دروغجن یې دا پاڼه زمونږ په خوښه نه ده لیکل شوې بیا ابوالبختري او بیا د دوي بل ملګري مطعم بن عدي بیا هشام ټولو وویل چې مونږ په دې پاڼه راضي نه یو.

ابوجهل وویل: نه نه په دې خبره په بل ځاي کې مشوره او خبره شوې او اوس يې ټول په یوه خوله وایي.