سړی غوښتۀ هر څومره چې د کلي پۀ کوڅو کې وګرځېدم داسې څوک مې پيدا نۀ کړ چې مرکه ورسره وکړم ټول خلک مزدورۍ ته ولاړ وو ، چا پۀ کابل کې خښتې اچولې او چا هم د چوک غاړې نيولې وې او د مزدورۍ پۀ تمه وو.
کور ته لۀ راستنېدو وروسته مې بېلچه راواخيسته او د پټي پۀ لور لاړم د پټيو لښتي مې پاک کړل او ستړی کور ته راغلم ، کور کې تر مشورې وروسته ترۀ راته وويل چې : يو دوه پټي به کوکنار کړو، هو مو سره وکړه او سبا مې ځمکه کوکنارو ته برابره کړه .
ورور مې راته وويل : هغه روميان نۀ دي ؟! هغه سرۀ دي ! پروړه يې خرابوي بايد غم يې وخوړل شي، سبا مې روميان بازار ته يووړل ، بازار ته لۀ رسېدو سره سم مې ترۀ راته تيليفون وکړ چې کوکنار ونۀ کرې نۀ يې پرېږدي ما هم ومنله او د روميانو د خرڅولو لۀ پاره مې چيغې پيل کړې لۀ څه لانجو وروسته مې روميان خرڅ کړل او کورته روان شوم کله چې کور ته راورسېدم پوليس لۀ ما مخکې رارسېدلي وو ، لۀ نوم پوښتلو وروسته يې لۀ يو کليوال ملګري سره يو ځای رينجر موټر ته پورته کړم او ولسوالۍ ته يې بوتلو، د ولسوالۍ قومندان د کرزي پۀ شان چپن اغوستې او د تحقيق شعبې ته راغی لۀ رارسېدو سره سم يې پۀ څو کلکو څپېړو او لغتو راته ستړي مشي وويله او لۀ ستړي مشي وروسته يې راته وويل : ولې مو کوکنار کرلي ؟
مونږ چې څو خولۀ خبرې ته جوړوله سمدستي يې وويل : مدير مواد مخدر! پنځۀ پنځۀ جريبه پسې وليکه !
ما ورته پۀ خواره خولۀ وويل : د څۀ شي پنځۀ جريبه !؟
قومندان چې د شرابو نشه يې لۀ سترګو معلومېده د فلم د بدمعاش پۀ څېر پۀ غوسه راوکتل او ويې ويل ډېرې خبرې مۀ کوه ، ملګري مې وويل : خدای او راستي کۀ به مو . . .
پۀ يوه کلکه څپېړه يې خبره خولۀ کې ور وچه شوه .
ما نو له ځان سره ورو وويل : دا څۀ خر دی ؟ لۀ همدې سره يې د جيکي چين دو لغته را ډالۍ کړ او ويې ويل څوک خر دی ؟ زۀ هم چې لۀ کړتو خالي نۀ وم نو ومې ويل : څوک چې لغتې وهي ! قومندان نور هم پۀ قهر شو او د غربولو پيل يې راباندې وکړ ، ما هم د فلمي هيرو پېښې شروع کړې او مقبله مې ورسره پيل کړه پوليس ډېر شول او دومره يې وغربولم چې د فلم لۀ کتو مې خوا بده شوه .
سهار يې راباندې قومنداني جارو کړه او پۀ زور يې رانه ګوتې ولګولې او د ولايت قومندانۍ ته يې بوتلو ، هلته مو پۀ شکايت پيل وکړ چې مونږ کوکنار نۀ دي کرلي خو مدير د قاچاقو وويل ګوتې مو لګولي مونږ به څۀ وکړو کۀ تاسو نۀ وي کرلي سيمه کې خو به وي ،څو ځايه يې رانه ګوتې ولګولې او څارنوالۍ ته يې معرفي کړو داسي کلک يې ولچک کړو تا به وېل چې ځان مرګی واسکټ راسره ؤ څارنوالۍ ته لۀ رسېدو سره سم څارنوال هم رانه ګوتې ولګولې او لوی محبس ته يې ولېږلو ، د محبس څو دروازې وې او پۀ هره دروازه کې به مو ګوته لګوله اخر وروستۍ دروازې ته ورسيدو او سرونه يې راباندې وخرېيل پنځۀ شپې وروسته پۀ ضمانت خوشې شو ، ملګري سره مې پۀ دې خاطر مخه ښه وکړه چې د ترور کره تلو ، کور ته لۀ رسېدو سره سم ملکري راته زنګ وواهۀ او ويې ويل : کټا سری مونږ څو وارې ګوته ولګوله لۀ همدې سره خندا شين کړم او لۀ خوبه راويښ شوم .