ته روانې وې او له سیند او شنو باغونو څخه راپورته کیدونکي وږم انسان ته نوی ژوند ورباښه. د کلي په کوز سر کې د غره په لمن کې د لوېې کلا مخ ته موټر ودرید، کلا ته نږدې په درمندځای کې له لوبو کوونکو ماشومانو څخه یوه ېې په منډه منډه موټر ته ځان ورساوه او ترې راکښته شوي ښکلي او دنګ ځوان ته ورترغاړې ووت، ځوان ماشوم ښکل کړ او په غوږ کې ېې ورو ورته وویل:
پاڅونه څنګه دا ځل هم مورجانې کورونه وپلټل؟ پاڅون وموسکل او وېې ویل: هو بیا درته وایم.
د موټر له بل اړخه لږ څه په ونه ټیټ ځوان راښکاره شو او غږ ېې وکړ: هلکه پاڅونه! ولې زما نه اوس هم خواشینی ېې؟
ماشوم د هغه لورته ورغی او وېې ویل: نه اوس خو سمسور راته له بازاره ټوپک راوړی دی. اکمل وخندل او وېې ویل: ښه نو ته له ټوپک څخه نه اوړې؟ پاڅون اکمل ته لاس ورکړ او وېې ویل: نه بیا د اجمل لالا په کوزده کې ډزې کوم...
اکمل پاڅون له لاسه ونیو او د دروازې په لور روان شو. د کلا په انګړ کې اجمل د مور لاس په مینه ښکل کړ او ورو ېې وویل: مورې لکه چې بیا د راته لټون کړی دی، پاڅون وختي زیری راباندې وکړ.؟
مور ېې اجمل په تندي ښکل کړ او وېې ویل: هو بچیه ستا وړ ښکلې پیغله مې موندلې ده، له پوهنتون څخه له فارغیدو سره سم به له خیره واده هم تر سره شي او زموږ یوه خوښي به دوې شي. له دې سره اکمل هم را دننه شو او د خپل ورور او مور په لیدو ده هم په خندا وویل: لکه چې بیا هماغه کیسه ده، مورې لالا ته زر کوزده کوه که نه په کومه ټولګیواله به زړه بایلي! اجمل وخندل او وېې ویل: هو! وايي ماته او یادوي خپل ځان، مورې چې پام د وي...
مور ېې ناڅاپه وپوښتل: هو رښتیا څنګه نن د څلنۍ (چهارشنبې) په ورځ راغلۍ؟ او هغه هم دواړه؟
اکمل ځواب ورکړ: مورې لکه چې هیره دې ده، سبا له خیره د روژې اوله ورځ ده او اوله ورځ رخصتي وي. دوی په همدې خبرو کې وو چې له له لوېې دروازې څخه د اکمل او اجمل دریم ورور سمسور او پلار ېې هم رادننه شول، اجمل او اکمل له پلار سره روغبړ وکړ او ټول په برنډه کې په غوړیدلې غالۍ کښینستل. اجمل د کلي د حالاتو په اړه وپوښتل او پلار ېې په لنډو ټکو کې د کلي له حالاتو سر وټکاوه او وېې ویل: حالات ډیر خراب دي، هره ورځ چاپه ده، بمباري ده، جګړه ده، وژنې دي، مشران وروڼه د هم له خپل موټر سره په هرات کې دي او وايي چې کاروبار په ټپه ولاړ دی او د وړلو لپاره بار نشته، هغه بارونه چې د وړلو وړ دي هغه بیا د سر له سودا سره تړلي دي او زه ورته اجازه نه ورکوم.
اکمل له سمسور سره د ښوونځي په اړه خبرې کولې او سمسور هم د ښوونکو له نه شتون څخه سر ټکاوه او ښوونځی ېې بې خونده باله. په همدې کیسو کې ماښام شو، د ماښام له لمانځه وروسته ټولو ډوډۍ وخوړه او له هغه وروسته څلور وروڼه د خوب لپاره د کلا له انګړ څخه د باندې د میلمستون د خونې په لور ولاړل. اجمل له وروڼو سره له ښه شیبه بنډار وروسته وویل:
تاسې ته خوب درځي، ځئ ویده شئ، زه به هم لږ درس ووایم، بله اونۍ ازموینې لرو او پاڅونه سهار به کیسه راته کوې، چې هیره د نه شي. له دې سره اکمل، سمسور او پاڅون په خپلو بسترو کې وغزیدل او اجمل تر ناوخته کتاب کوت، وروسته پرې خوب ورغی او کتاب ېې هماغسې په سینه پرانستی پاته شو...
د شپې وروستۍ برخه وه چې د میلمستون دروازه چا په زور پرانسته او له دې سره سم درې څلور وسله وال کسان په بیړه کوټې ته وردننه شول، د ټوپکو په شپیلیو کې د لږیدلو څراغونو رڼا د اکمل په سترګو ولږیده او راکښنیاست، هغه په تته رڼا کې بهرني فوځیان ماشه په لاس ولیدل چې د دوی لور ته ېې د ټوپکو خولې سمې کړې وې، هغه وویرید او وېې ویل:
We are students, don’t shoot…
وي آر سټوډنټس، ډونټ شوټ (موږ زده کوونکي یو، ډزې مه کوئ).
له دې سره کوم پوځي ورغبرګه کړه:
Shut up! You…
شټ اپ یو...(غلی شه! تاسې ...)
او له دې سره بې شمیره ډزو د شپې چوپتیا ماته او د اکمل ږغ ډوب کړ...
بله ډله فوځیان د کلا په دیوالونو ورواښتل، د اجمل د سپین ږیږي پلار مټې ېې تر شاوروتړلې او له ځانه سره ېې یووړ.
تر سهار پورې هیچا ته هم اجازه نه وه چې له خپل کوره بهر شي، خړ سهار د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کوم چا د اجمل دوی د کلا لویه دروازه چې د باندې له خوا تړل شوې وه، پرانسته، د اجمل مور لوڅې پښې او اوښلنې سترګې د میلمستون په لور منډه واخسته، کله ېې چې په میلمستون کې پښه کيښوده نو قدم ېې لوند شو، د اجمل په لور ېې ورمنډه کړل د هغه په سینه پروت کتاب څو ځایه سوری وو او له سوریو څخه وینې راخوټیدلې وې، د اکمل په لور ېې وکتل، هغه هم په وینو کې ډوب وو، له دې سره ېې ټول ځواک پای ته ورسید او یوه لور ته ړنګه شوه، سمسور هم لږ وړاندې په خپلو وینو کې لمبیده. پاڅون هم لږ هاخوا بې هوښه پروته وو...
څو ساعته وروسته په رسنیو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو:
د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د جګړه مارو درې کسان وژل شوي دي او یو ستر قومندان ېې ژوندی نیول شوی دی...