ځان وژني هڅه کوي اوپه  بېوزله او وروسته پاته هیوادونو کي د ځان وژني کچه نوره هم لوړه ښودل شوې ده.که موږ د ځان وژني د لاملونو جاج واخلو،  نو به یوازي او یوازي یو ستر لامل راته څرګند شي  چي هغه ته ناهیلي یا (Frustration) ویل کیږي. ناهیلي هغه خطرناکه ناروغي ده چي هر انسان په اخته کېدای شي. په ځینو کسانو کي ناهیلي په دومره شدت سره خپریږي چي  بالآخره پرې اخته کس مرګ ته غوره توب(ترجیح) ورکوي .

پر یاده موضوع ډيري لیکني شوي دي مګر په مجموع کي چي د ناهیلۍ  د درملني کومي مشورې ورکول شوي ، هغه له ټولینزوچارو سره تړاو مومي او مخنیوی یې د دولت یا د سترو-سترو  ادارو په وسه پوره  دی،ولي زموږ دغه لیکنه تر ډېره بریده دهغو کسانو لپاره ګټوره تمامېدلای شي څوک چي په یو یا بل ډول له ناهیلۍ سره مخامخ دي. په دې لیکنه کي به زما ډېره هڅه پر دې وي چي وپو هیږو یو څوک ولي د ناهیلۍ په ناروغۍ اخته کیږي او دهغه دپېژندني لاري کومي دي؟ آیا الله جل جلاله موږ ته په رالیږلي دین کي په  دې اړه لار ښووني نه دي کړي؟ او موږ څه ډول او څنګه د ناهیلۍ څخه خلاصون موندلای شو؟ څو خورا ډيري خوشالۍ مو په برخه شي.

د ناهیلۍ تعریف

په نفسیاتي یا رواني علم کي ناهیلۍ ته ناامیدي هم ویل کیږي، پاکستانی وتلی اروا پوه حمیر هاشمي (دچا چي کتابونه د امریکا او کاناډا د پوهنتونونوپهنصاب کي ځای لري)د ناهیلۍ تعریف څه داسي کوي: ((ناهیلي یا ناامیدي هغه  پټ احساس دی چي یو کس یې د خپلو خواهشاتو د نه پوره کېدل په خاطر احساسوي.  دمثال په ډول کله چي یوزده کونکی وغواړي په ازموینه کي بریالی شي او بیا دده د اټکل خلاف ناکامه کیږي،  نو  نوموړی  د ناهیلۍ ښکار ګرځي ،یاهم  که کوم لوبغاړی د لوبي میدان ته  دلوبي دګټلو په تمه ور شوه شي، خو لوبه و بایلي، نو به زرور د ناهیلۍ ښکار شي)).

تر دې وړاندي ښاغلی هاشمي لیکي: ((که اوس موږ تاسي دهمدغه تعریف په رڼا کي د خپل ځان او شاوخوا خلکوجاج واخلو نو به دې پایلي ته ورسیږو چي د نړۍ هر کس په ناهیلۍ اخته کېدای شي او تر هغه  چي په انسان کي ساه ښوري دهمدې ناهیلۍ سره به لاس او ګرېوان وي ځکه نا شونې  ده چي دیو چا بشپړ خواهشات دي دهغه له غوښتني سره کټ مټ سم پوره شي .نو له دې وجي انسان له  یو یا بل ډول ناهیلۍ سره مخ کیږي ، خو په دې کي بیاځیني کسان یو څه کم اوځیني  زښت ډېر د ناهیلۍ احساس  کوي)) .(حمیر هاشمي،نفسیات،۷۷۲-۷۷۳مخ)

په ساده ټکوکي به ووایو: که یو څوک د خواهش د پوره کېدو تمه ولري او هغه نه شي پوره نو د نوموړي کس په زړه اودماغ کي یو تریخ احساس پیدا کيږي،  چي همدغه ته ناهیلي(مایوسي) ویل کیږي.

د ناهیلۍ ډولونه :

په بنسټیز ډول ناهیلي پر دوه ډوله ده، یوه هغه چي زموږ –ستاسو تر وس( ولکه) وتلې ده او دوهمه  هغه چي موږ-تاسي یې په واک (وس) کي را وستلای شو.  تر وس  د وتلې ناهیلۍ مثال داسي دی لکه څوک چي غواړي  ماشوم یې ژوندی پاته شي ، غټ شي  او د نوموړي خدمت وکړي ،مګر ماشوم ته د کومي پیښي له کبله مرګ را ځي ، ددې سړي ارمان نیمګړی پاته کیږي. همدا تر  وس وتلی کار دی،یا فرض کړئ په سیمه کي  د سیلاب،زلزلې اوطوفان له امله  تلپات او  ځاني زیانونه رامنځ ته کیږي، دداسي کړني په لیدلوسره طبعاً اندېښنه،خپګان یا ناهیلي پیدا کیږي  نو همدا هم زموږ له وسه وتلې خبره ده او دا هغه څه دي چي انسان یې په وړاندي هیڅ نشي کولای. ددې ډول ناهیلیو په اړه الله جل جلاله په رالیږلي دین کي انسانانو ته ځانګړي لارښووني کړي  او دژوند په داسي ستونزمن پړاو کي هغوی دې ته را بولي څو دالله لاره ټینګه کړي ،دصبر او لمانځه  په مرسته  ناهیلي را کمه کړي.

الـهي فرمان دی:

وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ ﴿۴۵﴾الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُوا رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ﴿۴۶﴾

ژباړه: (په هره سختۍ کي) له الله څخه په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ،  په رښتیا چي دا لمونځ کول دروند کار دی، خو پر هغه چا(نه دی دروند)چي عاجزي کوي(له امر منلو څخه خوند اخلي) او په دې  باور لري چي بې شکه دوی د خپل رب سره مخامخ کېدونکي دي او په رښتیا سره(د قیامت په ورځ)همده ته بیرته ورتلونکي دي.[ البقرة ۴۵-۴۶ :۲].

په پورته ایت کي دا حقیقت هم بیان شو چي دا مصیبتونه دومره ستر څیزونه هم نه دي، ځکه چي  ټول خلک به یوه ورځ هرو مرو له دې نړۍ څخه د خپل رب پرلوري ځي.اوس نو که انسان رښتیا خوښوونکی وي او دکائناتو دغه سترحقیقت تسلیم کړي نو به  زغم  ( صبر ) و مومي او په دې سره به دده  د ناهیلۍ زخم ټکور شي. دا په دې چي  تر لنډ مهاله ژوندانه وروسته د ناپایانه  ژوند مرحله پیلیږي.( چیري چي نه اندېښنه شته او نه خپګان).

که د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلی سیرت مطالعه کړو، تر لمر به ښه راته څرګنده شي، چي هغه صلی الله علیه وسلم به په داسي وخت کي د الله جل جلاله لور ته پنا ور وړه،او که  به رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له کومي ستونزي (مشکل) سره مخ کېدی نو به یې په لمانځه و خپل رب ته په رجوع سره ذهني ډاډ(اطمینان) تر لاسه کاوه او په ورپېښ خپګان به یې صبر کاوه.ددې احساس درسول الله صلی الله علیه وسلم له دعاوو څخه لا ښه کولای شوو.

دوهم ډول ناهیلي هغه ده: چي انسان ته له خپله لاسه  ورپېښه وي او که وغواړي له ټیټي څخه تر ټیټي درجې یې را کمولای شي، د دا ډول ناهیلۍ خورا ډېر لاملونهکېدای شي ،موږ به پر یوه - یوه وږغیږو او دحل د را ایستلواو وړاندیز ورکولو هڅه به وکړو.

نوربیا. . . . .