- د دې تمرين د ترسره کولو په وخت کې مرتباً ( څو ځلې) له ځان څخه وپوښتئ، ( که ډاډه واى چې خپلې هرې غوښتنې ته رسېږم او په هېڅ برخه کې به ماتې ونه خورم، په دې صورت کې مې کوم څيزونه غوښتل او څه مې کول؟
- خوښ اوسئ او خپل کوچنوالى په ياد راوړئ. د لوبو د اسبابو په يوه لويه پلورنځۍ کې، د خپلې مور يا پلار په غېږه کې ناست يئ. د خوښئ او انتظار په هغه حالت کې، هېڅ غوښتنه او هيله دومره لويه نده. د هېڅ څيز بيه دومره جګه نده. هر څه په لاس کې دي...
لومړۍ ورځ: د وګړيز (فردي) پرمختګ اړوند موخې:
د هوساينې او لرلو احساس، په ژوند کې بل هر ډول موخې ته د رسېدو ستنيې ده.
- پنځه دقيقې فکر وکړئ او ټول امکانات په پام کې ونيسئ: زړه مو غواړي څه ډول مطالب زده کړئ؟ څه وړتياوې غواړئ خپلې کړئ؟، کوم خصلت او خويونه غواړئ په ځان کې رامنځ ته کړئ؟ ستاسو دوستان بايد څه ډول کسان وي؟ تاسو خپله غواړئ څه ډول يو کس و اوسئ؟
- هرې موخې ته د رسېدو لپاره ټاکلې موده وټاکئ ( مثلاً شپږ مياشتې، يو کال، پنځه کاله، لس کاله، يا شل کاله).
- تر ټولو ستره هغه موخه چې غواړئ په يوه کال کې ورته ورسېږئ ځانګړې کړئ.
- په دوو دقيقو کې يوه لنډه سپړنه (تشريح) وليکئ او څرګنده کړئ چې ولې خامخا او په قاطع ډول په يوه کال کې هغې موخې ته بايد ورسېږئ.
دويمه ورځ: شغلي او اقتصادي موخې:
که ستاسو هيله دا وي چې په خپله بوختيايي (حرفه يي) برخه کې ماهر او مخکښ و اوسئ او خپله شتمني په مليونونو ډېره کړئ او که لېواله وئ چې د تخصصي پوهنځۍ د زده کړيال په سرليک، له علم څخه پانګه ترلاسه کړئ، اوس موکه لرئ چې د خپلو موخو په اړه ډاډ ترلاسه کړئ.
- پنځه دقيقې فکر وکړئ او ټول امکانات په پام کې ونيسئ. غواړئ څومره پيسې سپما کړئ؟ له خپلې بوختيا او يا هغه شرکت څخه چې کار پکې کوئ څه تمه لرئ؟ ستاسو د تمې وړ کلنى عايد څومره دى؟ په مالي برخه کې څه ډول تصميمونه بايد ونيسئ؟
- هرې موخې ته د رسېدو لپاره موده وټاکئ (مثلاً شپږ مياشتې، يو کال، پنځه کاله، لس کاله ، يا شل کاله).
- تر ټولو ستره هغه موخه چې غواړئ په يوه کال کې ورته ورسېږئ ځانګړې کړئ.
- په دوو دقيقو کې يوه لنډه سپړنه (تشريح) وليکئ او څرګنده کړئ چې ولې خامخا او په قاطع ډول په يوه کال کې هغې موخې ته بايد ورسېږئ.
درېمه ورځ: تفريحي او د وېرې موخې:
که له مالي اړخه مو هېڅ محدوديت نه لرلى، زړه مو غوښتل څه وکړئ او يا کوم څيزونه ولرئ؟ که همدا اوس يوه جادويي څېره ستاسو په مخ کې حاضره شوې واى تر څو تاسو خپلو موخو ته ورسوي، څه هيله مو کوله؟
- پنځه دقيقې فکر وکړئ او ټول امکانات په پام کې ونيسئ. زړه مو غواړي کوم څيزونه جوړ کړئ که نه؟ زړه مو غواړي په څه ډول پېښو کې شتون ولرئ؟ له څه ډول پېښو سره لېوالتيا لرئ؟
- هرې موخې ته د رسېدو لپاره موده وټاکئ (مثلاً شپږ مياشتې، يو کال، پنځه کاله، لس کاله ، يا شل کاله).
- تر ټولو ستره هغه موخه چې غواړئ په يوه کال کې ورته ورسېږئ ځانګړې کړئ.
- په دوو دقيقو کې يوه لنډه سپړنه (تشريح) وليکئ او څرګنده کړئ چې ولې خامخا او په قاطع ډول په يوه کال کې هغې موخې ته بايد ورسېږئ.
څلورمه ورځ: معنوي او ټولنيزې موخې:
اوس موکه لرئ يوه نښه يا اثر له ځانه پرېږدئ. داسې ميراث رامنځ ته کړئ چې د نورو په ژوند کې واقعي بدلون رامنځ ته کړي.
- پنځه دقيقې فکر وکړئ او ټول امکانات په پام کې ونيسئ. له تاسو څخه کوم خدمت جوړ شوى؟ په کومو چارو او له کومو کسانو سره مرسته کولى شئ؟ څه ډول څيزونه کولى شئ رامنځ ته کړئ؟
- هرې موخې ته د رسېدو لپاره ټاکلې موده وټاکئ (مثلاً شپږ مياشتې، يو کال، پنځه کاله، لس کاله ، يا شل کاله).
- تر ټولو ستره هغه موخه چې غواړئ په يوه کال کې ورته ورسېږئ ځانګړې کړئ.
- په دوو دقيقو کې يوه لنډه سپړنه (تشريح) وليکئ او څرګنده کړئ چې ولې خامخا او په قاطع ډول په يوه کال کې هغې موخې ته بايد ورسېږئ.
هېڅکله هېڅ موخه مه پرېږدئ، مګر دا چې په پيل کې مو يې د تحقق په لور مثبت ګام اخيستى وي. همدا اوس يوه شېبه فکر وکړئ او لومړنى هغه ګام چې بايد موخې ته د رسېدو په لور يې واخلئ ځانګړى کړئ. د دې لپاره چې پرمختګ وکړئ، څه ګام بايد نن واخلئ؟ آن يو کوچنى ګام ( مثلاً ټلفون کړل، يوه ژمنه، او يا يوه ابتدايي پلان جوړونه) تاسو موخې ته نږدې کوي. وروسته بيا هغه ساده کارونه چې بايد له نن څخه تر لسو ورځو پورې يې ترسره کړئ، د پلان جوړونې په بڼه د کاغذ مخ ته راوړئ. دا لس ورځنۍ پلان جوړونه (برنامه) د عادتونو يوه سلسله په موږ کې رامنځ ته کوي او د درېدنې نه وړ محرکه ځواک رامنځ ته کوي چې ستاسو اوږدمحاله برياليتوب تضمينوي. له همدا اوس څخه پيل وکړئ.
که يو کال وروسته، خپلو ټولو موخو ته ورسېږئ څه احساس به ولرئ؟ د خپل ځان په اړه به څه آند پيدا کړئ؟ ژوند به څه ډول ووينئ؟ دې پوښتنو ته ځوابونه سبب کېږي چې موخو ته د رسېدو قاطعي دلايل پيدا کړئ. که پوه شئ چې ولې کوم کار ترسره کړئ، د هغه د ترسره کولو څرنګوالى په آسانۍ سره مالومېږي.
له موکې څخه استفاده وکړئ او خپلې څلور يو کلنۍ موخې ځانګړې کړئ، تر هرې موخې لاندې، په يوه متن کې شرح کړئ چې ولې مطلقاً ځان مقيد بولئ چې د يوه کال په موده کې دې موخو ته ورسېږئ.
موخو ته د رسېدو راز، د ذهن شرطي کول دي، لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله هغه موخې چې ليکلي مو دي وګورئ. هغه په داسې ځاى کې کېږدئ چې هره ورځ مو سترګې پرې ولګېږي: مثلاً د ورځني يادداښتونو په کتابچه کې، د کار د مېز په سر، د پيسو په دخل يا د تشناب په هېنداره چې د ځان سينګارولو او کتلو په وخت کې هغه وونيئ. په ياد ولرئ چې که تل د يو شي په اړه فکر وکړئ او خپل فکرونه په هغه باندې غونډ (متمرکز) کړئ، د هغه په لور حرکت کوئ. دا د ذهني شبکې د فعالولو نظام (RAS) د پلان جوړونې لپاره يوه ساده او ډېره با ارزښته لار ده.
که موخې ته د رسېدو هڅه، عبث په نظر رسېده، آيا بايد خپله موخه بدله کړئ؟ ځواب مطلقاً منفي دى!
کلکوالى او ټينګوالى ژوند ته د بدلون ورکولو تر ټولو ازرښتناک عامل دى او آن له استعداد څخه هم ډېر مهم دى. په هر حال هېڅ څوک تر اوسه يواځې د لېوالتيا په لرلو سره موخې ته ندي رسېدلي. انسان بايد ځان ژمن او پابند کړي. آيا ممکنه ده چې د يوې موقتي ماتې په اثر، داسې ليد او وړتياوې ترلاسه کړو چې په راتلونکي کې آن لوي برياليتوبونه ترلاسه کړو؟ ښکاره ده!
اوس خپلو تېرو ظاهراً (بې ثمره) هڅو ته کتنه وکړئ او وګورئ له هغو څخه مو څه زده کړي دي؟ څنګه کولى شئ له دې ليد څخه په استفادې سره، څه په حال زمان او څه په راتلونکي کې لوى برياليتوبونه ترلاسه کړئ؟
ټول بريالي وګړي، په پوهاوي يا ناپوهۍ سره له دې ته ورته فرمول څخه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره استفاده کوي. تاسو هم خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره دا څلور ساده تګلارې او لارښوونې وکاروئ.
د وروستني برياليتوب فورمول:
- په پيل کې خپلې غوښتنې ځانګړې کړئ. (ځير اوسئ! د بيان روښانول يو ډول ځواک دى).
- په عمل لاس پورې کړئ. (ځکه چې د هيلې لرل بسيا ندي).
- وګورئ چې موخو ته د رسېدو لپاره ستاسو د عمل څرنګوالى او کړنلاره ګټوره او اغېزناکه ده که نه. (د يوې بې ارزښته فرضيې لپاره، خپل ځواک بې ګټې له لاسه مه ورکوئ).
- د خپل کار فرضيې او ډولونه دومره بدل کړئ تر څو موخې ته ورسېږئ. (د انعطاف قابليت، سبب کېږي چې نوي آندونه پيدا کړئ او نوو پايلو ته ورسېږئ.
د موخو د څارلو په وخت کې، ګومان کېږي غير منتظره پايلې رامنځ ته شي. آيا دعسلو مچۍ قصداً غواړي ګلونه ښېرازه کړي؟ نه، بلکه د شات ټولولو په وخت کې، د مچۍ پښې د ګل په دانه غوړېږي او کله چې په بل ګل باندې کېني، په ناپوهۍ سره په ځنځيري ډول د يو ډول عکس العملونو د سلسلې سبب کېږي او په پايله کې، د غرو لمنې هره ورځ په روڼو رنګونو اوړي.
ستاسو اوسنۍ هڅې د نورو لپاره څه سرچينې لري؟
له موخې څخه د لرلو رښتنى مقصد دا دى چې د موخې له څارلو سره سره، ستاسو شخصيت هم د يوه انساني وګړي په سرليک جوړ شي. ستاسو رښتنې بدله (پاداش) هغه شخصيت دى چې د يوه انسان په سرليک يې پيدا کوئ.
اوس څو دقيقې وخت ولګوئ او په لنډ ډول وليکئ چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره بايد څه ډول خصلتونه، وړتياوې، مهارتونه، د فکر ډولونه او عقيدې په ځان کې رامنځ ته کړئ.
خوند او خوښي له ياده مه باسئ. د ډېرو کسانو په نظر، موخه ټاکنه په دې مانا ده چې کله لويې موخې ته ورسېږي، بيا کولى شي له خپل ژوند څخه خوند واخلي. موږ غواړو په خوښۍ سره موخې ته ورسېږو، نه دا چې لومړى موخې ته ورسېږو بيا خوند واخلو. کوښښ وکړئ د خپل عمر له هرې ورځې څخه په بشپړ ډول، استفاده وکړئ. هغه شات چې د ژوند په هر شېبه کې، موجود دي وڅکئ.
ستاسو د خوځښت لورى کومې خواه ته دى؟ آيا له خپلو موخو څخه لرې کېږئ، يا هغوى ته نږدې کېږئ؟ آيا اړينه ده چې په خپلو تګلارو کې د نظر تجديد وکړئ؟ آيا له خپل ژوند څخه په بشپړ ډول خوند اخلئ؟ که ځواب مو منفى دى، همدا اوس په يوه له زمينو څخه کې بدلون رامنځ ته کړئ.
کېدى شي په وار ورا مو دا ټکى له خلکو څخه اورېدلى وي چې (آيا له ژوند څخه زما برخه همدا ده؟) آپولو فضا ختونکو چې تقريباً خپل ټول عمر يې د سپوږمۍ کورې ته د سفر لپاره وقف کړى و، په هغه له افتخاره ډکه او تاريخي شېبه کې چې په سپوږمۍ يې قدم ولګېد د غرور احساس کاوه. خو کله چې بېرته ځمکې ته رواګرځېدل ځينې يې په سخته خواشينۍ اخته شول. آيا کومه موخه باقي پاتې وه چې تمه يې ولري؟ آيا د سپوږمۍ کورې ته له سفر او له ځمکې څخه بهر د فضا له کشف څخه يې کومه بله لويه موخه درلوده؟ هو، کېدى شي يواځې يوه موخه شتون ولري او هغه د انساني زړه او روح د فضا کشف دى.
موږ ټول اړيتا لرو چې تل د عاطفي او معنوي ودې احساس وکړو. دا هغه خواړه دي چې زموږ روح اړتيا ورته لري. کله چې هغو موخو ته چې ځانته مو ټاکلې دي نږدې کېږئ، له ياده مه باسئ چې بايد له واټن پرته ځان ته بله نوې موخه وټاکئ او د راتولنکې لپاره چې خامخا ده، پلان ولرئ.
وروستۍ موخه څه ده؟ کېدى شي دا وي چې ارزښتناک کار ترسره کړو. له نورو سره د مرستې لپاره لار پيدا کول (هغه کسان چې د زړه له کومي مينه ورسره لرو) سبب کېږي چې په ټول عمر کې، د سعادت احساس وکړو. د هغو کسانو لپاره چې وغواړي د خير په لار کې خپل ، وخت، انرژي، پانګه او پنځوونکې وړيتاوې ولګوي، تل په دې نړۍ کې ځاى شتون لري.
نن، کوم عمل چې نسبت نورو وګړو ته مينه ناک وي کولى شئ ترسره کړئ؟ همدا اوس پرېکړه وکړئ، په عمل لاس پورې کړئ او له هغه احساس څخه چې پيدا به يې کړئ، خوند واخلئ.
جورج بېرنېزمحبوب کمېډي، د تمې او انتظار ارزښت ډېر ښه درک کړى دى. د هغه د ژوند ټوله فلسفه په دې ټکو کې لنډېږي: (بايد په ژوند کې مو داسې څيز شتون ولري چې په خاطر يې له خوب څخه پاڅېږئ. د خوب په حال کې، نشو کولى کوم کار ترسره کړو. تر ټولو مهم اصل دا دى چې په خپل ژوند کې، روښانه ټکى او ځانګړى لورى ولرئ چې هغې خواه ته خوځښت وکړئ.) هغه اوس له نوي (٩٠) کاله څخه ډېر عمر لري او تر اوسه په سينمائي او فلمي ټلويزينونو کې لوبغاړى دى. هغه د لندن پالاډيوم سالون په ٢٠٠٠ ميلادي کال کې د پروګرام د ترسره کولو لپاره، له همدا اوس څخه نيولى دى چې په هغه وخت کې به دى ١٠٤ کاله عمر ولري! دا ډول راتلونکې جوړونه څه ډول وينئ؟
ډېر خلک داسې فکر کوي چې په يوه کال کې کولى شي ډېر کارونه ترسره کړي، خو په ورته وخت کې، هغه کارونه چې کولى شي په لسو کلونو کې يې ترسه کړي په نظر نه ورځي.
تاسو به لس کاله وروسته څه ډول حالت ولرئ؟
د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې نن يې په واک کې لرئ، يو وخت دا څيز ستاسو په نظر کې يو خيال ګرځېده. کېدى شي دې موخې ته د رسېدو لپاره، ستاسو په لاره کې خنډونه هم وو او له دې سره سره اوس هغه موخه ستاسو د ژوند جز ګرځېدلې وي. کله چې د نوې موخې په لور ځئ او له خنډونو سره مخ کېږئ، په ياد راوړئ چې دا خنډونه، مخکې هم ستاسو په ژوند کې وو او له هغو سره مو جګړه کړې ده او بريالي شوي ياستئ.
انساني روح، واقعاً نه اېلېدونکى او نه ماتېدونکى دى. برياليتوب، اتلولۍ او په ژوند باندې تسلط ته د ارادې او ميل ځواک يواځې هغه وخت په تاسو کې ويښېږي چې پوه شئ څه غواړئ او باور ولرئ چې هېڅ ستونزه، مسئله او خنډ نشي کولى ستاسو مخه ونيسي. د خنډونو شتون، يواځې په دې مانا دى چې ازرښتناکه موخو ته د رسېدو لپاره خپل تکل او عزم ټينګ وساتئ.