تحقیقات ښیي چې د غاښونو برسول که له هغه وخته پیل شي چې ماشوم تازه تازه غاښ پیدا کړي وي، نو لا بهتره ده.
هغه کسان چې ماخوستن غاښونه نه بورسوي خو سهار یېبورسوي، داسې دي لکه غاښونه چې یې بېخي بورس کړي نه دي. د ماخوستن له خوا د غاښونو بورسول، تر بل هر وخت مهم دي. له څیړنو سره سم، اکثره کسان تر خوب څو دقیقې دمخه غاښونه بورسوي، خو ډاکتران توصیه کوي چې د غاښونو د بورسولو تر ټولو ښه وخت هغه دی چې د ماښام له ډوډۍ وروسته سمدستي بورس شي. البته، له هغه وروسته باید څه ونه خوړل شي.
د بورس په باره کې سپارښتنه کېږي چې په درې میاشتې کې دې یو ځل نوی شي او کله چې بورس د غاښونو د وینځلو لپاره خولې ته داخلېږي، بهتره ده وچ وي. تر لانده بورس په وچ بورس باندې غاښونه ښه پاکېږي.
که څوک دا حوصله نه لري چې هر ځل له خوړو وروسته غاښونه بورس کړي نو لږ تر لږه تر سهارنۍ وروسته او خصوصا تر ماښامنۍ وروسته خو دې غاښونه خامخا بورس کړي. ډاکتران وایي چې د یو ځل غاښونو بورسول باید شاوخوا پنځه دقیقې وخت وغواړي.
10.02.2013
- امیل همدرد
د دې څیړنې نتایج راته وایي چې که څوک ډېر غوړ او چاغېدونکي خواړه او دغه راز ډېر مالګین خواړه خوري، د زړه په ناروغیو باندې یې د مبتلا کېدو امکان تر هغو کسانو دوه برابره زیات دی چې مالګه او هغه غوړ خواړه کم خوري چې په بدن کې په وازده بدلېږي او د چاغېدو سبب ګرځي.
د روغتیا د نړیوال سازمان له معلوماتو سره سم، د دنیا خلک تر بل مرض د زړه په ناروغیو باندې ډېر مري. مثلا په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د زړه ناروغي د اوولس میلیونه او درې سوه زره کسانو د مرګ سبب شوه، مانا دا چې د...
10.02.2013
- امیل همدرد
هم چاغوالی او هم د هوا ککړتیا د بې وخته مړینې مهم علتونه دي. په دوه زره لسم میلادي کال کې په اسیا کې څه باندې یوویشت لکه کسان د هوا د ککړوالي په وجه په تېره بیا د ډېزلي موټرو او نورو لویو ګاډو د لوګو په وجه مړه شوي دي. احصاییې ښیي چې په اسیا کې د هوا د ککړوالي په نتیجه کې په وفات شویو یوویشت لکه ناروغانو کې دولس لکه کسان د ختیځې اسیا او چین اوسېدونکي دي او څه باندې اووه لکه یې د هند په شمول له جنوبي اسیا سره تعلق لري.
احصاییې ښیي چې په دوه زره لسم کال کې په ټوله...