د دې څیړنې نتایج راته وایي چې که څوک ډېر غوړ او چاغېدونکي خواړه او دغه راز ډېر مالګین خواړه خوري، د زړه په ناروغیو باندې یې د مبتلا کېدو امکان تر هغو کسانو دوه برابره زیات دی چې مالګه او هغه غوړ خواړه کم خوري چې په بدن کې په وازده بدلېږي او د چاغېدو سبب ګرځي.
د روغتیا د نړیوال سازمان له معلوماتو سره سم، د دنیا خلک تر بل مرض د زړه په ناروغیو باندې ډېر مري. مثلا په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د زړه ناروغي د اوولس میلیونه او درې سوه زره کسانو د مرګ سبب شوه، مانا دا چې د نړۍ په هرو سلو کسانو کې دېرش کسان له هغو ناروغیو مري چې له زړه سره تعلق لري.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د زړه د ناروغیو یو لوی علت د سګریټو عادت دی. بل لوی علت یې ځای په ځای ناسته او د جسمي فعالیت کموالی دی. دغه راز هغه خواړه چې مالګه یې زیاته وي او یا د بدن وازده ورسره زیاتېږي او د چاغښت باعث ګرځي، د زړه د ناروغیو بل لوی عامل دی. د روغتیا د نړیوال سازمان له څيړنو سره سم، د شرابو په څښلو کې افراط هم د زړه د ناروغیو یو لوی علت دی.
10.02.2013
- امیل همدرد
۱ - د واورو يا يخي جوړ شيان تر ډيره مرسته كوي چې درد ارام كړي او د مرۍ سوزيدل ، درد كول يا وچوالى را كم كړي . دا شيان كولى شي چې د انسان د وجود اوبه هم ور پوره كړي چې د زكام سره په مبارزې كې مهم رول لري . ډير مايعات كولى چې ترشحات كم كړي او تخريشيت ورك كړي . د واورو څخه جوړ داسې مواد پيدا كړئ چې هغه سل په سلو كې د ميوو له جوسو جوړ شوي وي خو نه يوازې د بورې اوبه وي . كوښښ وكړئ چې د مڼې ، انګورو او توت زميني له مزې استفاده وكړئ .
۲ - د چرګانو له غوښو څخه جوړه ښوروا تياره...
10.02.2013
- امیل همدرد
تحقیقات ښیي چې د غاښونو برسول که له هغه وخته پیل شي چې ماشوم تازه تازه غاښ پیدا کړي وي، نو لا بهتره ده.
هغه کسان چې ماخوستن غاښونه نه بورسوي خو سهار یېبورسوي، داسې دي لکه غاښونه چې یې بېخي بورس کړي نه دي. د ماخوستن له خوا د غاښونو بورسول، تر بل هر وخت مهم دي. له څیړنو سره سم، اکثره کسان تر خوب څو دقیقې دمخه غاښونه بورسوي، خو ډاکتران توصیه کوي چې د غاښونو د بورسولو تر ټولو ښه وخت هغه دی چې د ماښام له ډوډۍ وروسته سمدستي بورس شي. البته، له ه...