لیکنه: نصیراحمد کوټوال
په تیر پسې .......
اقتصاد د یو ساینس یا علم په توګه
لکه څنګه چې وویل شول، رابینز اقتصاد یو اثباتي علم یا علم الحقیقت(Positive Science) وبللو، دلته مونږ هم غواړو په دې بحث وکړو چې آیا اقتصاد ساینس یا علم دی او که نه؟ لومړی یې د علم یا ساینس د تعریف څخه پیلوو:
علم یا ساینس د پوهې یوه منظمه ټولګه او شکل دی چې د علت او د هغې د اغیزو څخه بحث کوي او د هغوی تر مینځ تړاو پیداکوي، یا په بله بڼه، هر هغه دسپلین چې ځانګړې تیوریګانې، مفاهیم او قوانین ولري چې د علت او دهغه د اغیزو (معلول) تر مینځ تړاو ښایي د علم په نوم یادیږي.
اقتصاد هم ځان ته ځانګړي تیوریګانې، مفاهیم او قوانین لری ځکه خو اقتصاد هم یو علم یا ساینس دی. انشاالله مونږ به تر خپله وسه کوښښ کوو چې د اقتصاد دغه ټول مفاهیم او قوانین په راتلونکي کې د دغه لړۍ په غزولو سره و څیړو.
له بله اړخه علوم هم په دوو ټولیو ویشل شوي چې عبارت دي له :
- اثباتي علم یا علم الحقیقت Positive Science
- هدایتي علم Normative Science
اثباتي یا علم الحقیقت لکه د نامه څخه چې یې ښکاري هغه علم ته وایي چې د حقیقتونو سره سروکار لري د بیلګې په ډول دا یو حقیقت دی چې ځمکه په خپل محور را څرخیږي، یا ځمکه د خپلې جاذبې د قوي له مخې په فضا کې هر ازاد شی د خپل ځان لور ته راکاږي. دا ډول علوم یوازې حقیقتونه مشاهده او تحلیلوي او پرته له دې چې د هغوی په هکله کوم وړاندیز یا نظر ورکړي د شیانو او پیښو ریښتونی او حقیقي انځور بیانوي. خو په مقابل کې یې علم الهدایت دا وایي چې شیان باید څه ډول وي دا ډول علوم د پریکړو او قضاوتونو او د وګړو د نظریاتو څخه بحث کوي.
دا چې د اقتصاد علم د یو حالت په هکله پریکړه او قضاوت کوي او هم د پیښو او شیانو څرنګوالی ښایي ځکه خو ویلی شو چې اقتصاد هم د حقیقت او هم د هدایت علم دی.
د اقتصاد اثباتي اړخ یا Positive Economics دا څیړي چې اقتصادي نظام څه ډول عمل کوي، د بیلګې په ډول ویل کیږي چې که تقاضا کمه شي نو د توکو قیمتونه ښکته رالویږي. نورې بیلګې یې په لاندې ډول دي:
- په هیواد کې د توکو قیمتونه ورځ تر بلې لوړیږي.
- د افغانستان اقتصاد یو پرمختیایي اقتصاد دی.
- زمونږ په هیواد کې د عاید په ویش کې نا انډولتوب شتون لري.
هدایتي اقتصاد یا Normative Economics د یوې اقتصادي قضیې په هکله لارښوونې او تجویزات وړاندې کوي او وایي چې یو اقتصادي نظام باید څه ډول عمل وکړي د بیلګې په ډول وایي چې: ( د دې لپاره چې ارزښت ولري پیسې باید کمیابې وي). نورې بیلګې یې په لاندې ډول دي:
- د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره باید خصوصي سکتور غښتلی کړل شي.
- د دولت د مصارفو د پوره کیدو لپاره باید د مالیې یا ټیکس اخیستلو یو منظم او له فساده خالي نظام رامینځ ته شي.
د رابینز د تعریف نیمګړتیاوې Drawbacks of Robbins’ definition :
سره له دې چې ډیری علما د رابینز د تعریف ملاتړ کوي خو بیا هم نوموړی تعریف د ځینو نیمګړتیاوو لرونکی دی چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو:
لومړی – دا چې د وګړو د هڅو او منډو ترړو یوازینۍ موخه د هغوی د ژوندانه رفاه او هوساینه ده ځکه خو اقتصاد باید د انسانانو رفاه له پامه ونه غورځوي لکه څنګه چې رابینز وایي چې د اقتصاد په علم کې د رفاه کلیمه باید په نظر کې و نه نیول شي.
دوهم – رابینز اقتصاد یوازې د یو ساینس په توګه تعریف کړي په داسې حال کې اقتصاد یوازې ساینس نه بلکې یو فن او هنر هم دی. که د دغه علم قوانین، اصول او تیوریانې ساینسي بڼه لري خو د دغه اصولو عملي کول بیا ځانګړی فن او هنر دی. دا سمه ده چې اقتصاد د کمیابو منابعو څخه د نامحدودو اړتیاوو د پوره کولو د لارو چارو د څیړلو علم دی خو دا چې د دغه منابعو په وسیله باید کومه اړتیا لومړۍ پوره شي د ځانګړي هنر څرګندونه کوي.
دریم – اقتصاد نه شي کولای یو بې پرې یا غیر جانبدار علم واوسي، خلک د اقتصاد پوهانو څخه دا تمه لري تر څو د اقتصادي ستونزو د حل او د اقتصادي وضعې د پرمختګ لپاره خپل نظریات او پریکړې وړاندې کړي تر څو د هغې په عملي کولو سره د ټولنې اقتصادي ستونزې حل شي.
څلورم – دا چې په نړۍ کې ډیر شیان د انسانانو د اړتیاوو په مقابل کې کم پیداکیدونکې دي نو د اقتصاد د علم ساحه ډیره پراخیږي او مونږ دا پریکړه نه شو کولای چې کوم کوم شی د اقتصاد سره تړاو نه لري
پنځم – د رابینز په تعریف کې معاصر اقتصادی مسایل په نظر کې نه دي نیول شوي، د رابینز تعریف یوازې د منابعو د کمیابۍ څخه خبرې کوي په داسې حال کې چې نن سبا ډیری داسې اقتصادي مسایل شته چې هغوی ته باید جدي پاملرنه وشی دبیلګې په ډول اقتصادي پرمختیا، ملی عاید، د یو هیواد د بې روزګارۍ کچه او داسې نور .......
د اقتصاد معاصر مفهوم
د منابعو کمیابي د اقتصادي ستونزې یا economic problem په مانا ده، که د رابینز د تعریف له مخې اقتصاد د کمیابۍ د علم په توګه ومنل شي نو د اقتصاد علم به اثباتي اړخ ولري خو معاصر اقتصاد پوهان په دې اند دي چې اقتصاد باید دا وڅیړي چې څه ډول د دغه کمیابو منابعو څخه اعظمي استفاده وشي او په وسیله یې د وګړو بې پایه غوښتنې پوره او د هغوی د ښه ژوندانه لامل وګرځي. د دغه نظریې مخکښ او وړاندې کوونکی پروفیسر سمویلسن Samuelson دی چاچې اقتصاد د پرمختګ په مفهوم تعریف کړ. د هغه د وینا له مخې (( اقتصاد دا څیړي چې څرنګه یوه ټولنه او یا یو وګړی خپلې کمیابه تولیدي منابع چې په متبادل ډول کارول کیدای شي د بیلابیلو کالیو د تولید، ویش او په اوس او راتلونکي کې د هغوی د مصرف لپاره انتخابوي.)) د دغه تعریف مهم ټکي په لاندې ډول دي
لومړی – اقتصاد یوازې د اقتصادي ستونزو په څیړلو او راسپړلو بسنه نه کوي بلکې د دغه ستونزو د حل لپاره باید غوره لارې چارې او وسایل هم په ګوته کړي .
دوهم – اقتصاد پوهان باید دا هم په ګوته کړي چې څه ډول باید اقتصادي منابع د وګړو ترمینځ وویشل شي.
دریم – اقتصاد پوهان باید د بیلابیلو اقتصادي نظامونو ښیګڼې او زیانونه په ګوته کړي
ادامه لري ..... نور بیا ....