لیکنه: نصیراحمد کوټوال
د اقتصاد تعریف یا پیژندنه
دا یو حقیقت دی چې تل د یو علم د پیل یا زده کړې لومړنۍ قدم د هغه پيژندنه او یا تعریف دی، ځکه خو مونږ هم د اقتصاد پوهنې د دغه لړۍ پیل د اقتصاد د تعریف څخه کوو.
د اقتصاد لپاره تر اوسه داسې تعریف نشته چې د دغه علم ټولو علماوو دې پرې اتفاق کړی وي تر دې چې د دغه علم ځینې علماوو د اقتصاد تعریفول د وخت ضیاع بللې او ویلې یې دي چې د اقتصاد په تعریف، سر مه خوږوئ بلکې په هغه څه ځانونه پوه کړئ چې دا علم یې بیانوي.
د دې لپاره چې د علومو دیوې څانګې شکل اختیار کړي اقتصاد د خپل تکامل په ترڅ کې له بیلابیلو پړاوونو څخه تیر شوی او د دغه علم د رامینځ ته کیدو راهیسې بیلابیلو علماوو د اقتصاد بیلابیل تعریفونه کړي چې مونږ هم په خپل وار سره دغه ټول تعریفونه دلته را اخلو او د هغوی په بیلابیلو اړخونو خبرې کوو. دغه تعریفونه په لاندې ډول دي:
۱ – د شتمنۍ مفهوم Wealth concept
۲ – د مادي رفاه په مفهوم Welfare concept
۳ – د کمیابۍ په مفهوم Scarcity concept
۴ – د پرمختګ یا د اقتصاد معاصر مفهوم Development concept
اقتصاد د شتمنۍ علم دی Economic as a Science of Wealth :
ادم سمیت Adam Smith چې د اقتصاد د علم بنسټ ایښودونکی دی په خپل کتاب د ملتونو شتمنۍ یا Wealth of Nations کې چې په ۱۷۷۶ زیږدیز کال لیکل شوی اقتصاد د شتمنۍ د علم په حیث تعریف کړی. ادم سمیت په سکاټلینډ کې د اخلاقیاتو پروفیسر وو او دا چې ادم سمیت لومړنی سړی وو چې د اقتصاد په هکله یې خبرې وکړې نو ځکه خو ورته د معاصر اقتصاد بنسټ ایښودونکی او یا پلار ویل کیږي. د ادم سمیت د تعریف له مخې په اقتصاد کې شتمني یا ثروت مرکزي ځای لري. نوموړي په خپل کتاب کې د شتمنۍ یا ثروت په هکله څلورو شیانو ته اشاره کړیده:
لومړی – د شتمنۍ پیدایښت یا لاس ته راوړل Production of Wealth
دوهم – د شتمنۍ ویش Distribution of Wealth
دریم – د شتمنۍ لګښت یا مصرفول Consumption of Wealth
څلورم – د شتمنۍ تبادله Exchange of Wealth
د ادم سمیت اقتصادي مکتب د کلاسیک اقتصادي مکتب په نوم یادیږي له همدې امله د ادم سمیت تعریف د اقتصاد د کلاسیک تعریف په نوم نومول شوی.
دا چې دغه کلاسیک تعریف شتمني یا ثروت د اقتصاد د علم د د زده کړې او یا مطالعې د مرکز او هڅوونکي په توګه معرفي کړل ځکه خو د هغه وخت خلکو دا فکر وکړو چې اقتصاد مونږ د پیسو یا شتمنۍ لاس ته راوړلو، ځان غوښتنې، بخل او حرص ته رابولي او د انسانانو مقام او د هغوی فعالیتونه تر پښو لاندې کوي. په همدغه وخت کې مالتوس د نفوسو په هکله خپله جنجالی تیوري وړاندې کړه او د اقتصاد په هکله یې د وګړو ذهنونه مغشوش او هغوی یې لا شکمن کړل، همدا لامل وو چې د هغه وخت خلکو اقتصاد شیطاني علم وباله او په اقتصاد پوهانو یې د شیطان پالونکو نوم کیښود.
خو په دې وروستیو کې، د اقتصاد د علم په مطالعه کې په شتمنۍ یا ثروت باندې ټینګار له مینځه تللی او ځای یې انساني او بشري ارزښتونو نیولی. نن سبا که مونږ وګورو نو د اقتصاد د علم او اقتصاد پوهانو یواځینۍ موخه او هیله د بشریت هوساینه او خوښي ده او له دغه حقیقت څخه هیڅوک هم سترګې نه شي پټولای. له بله اړخه، د هغه زمانې وګړو د شتمنۍ یا ثروت ویوکی یا کلیمه په سمه توګه نه وه درک کړې، شتمني یوازې د پیسو او سروزرو په مانا نه ده بلکې اجناس او خدمات هم په ثروت کې شامل دي چې زمونږ په ژوندانه کې د ډیر اهمیت لرونکي دي. بله دا چې شتمني په خپل ذات کې کوم بد شی نه دی، دا خو انسانان دي چې له شتمنۍ څخه ناوړه استفاده کوي، د اقتصاد د زده کړې موخه خو د شتمنۍ څخه په سمه توګه استفاده کول دي.
اقتصاد د مادي هوساینې علم Economics as a science of Material Welfare :
الفرد مارشال چې په کمبریج پوهنتون کې د اقتصاد یو عالم وو په ۱۸۹۰ زیږدیز کال کې یې د اقتصاد د اصولو یا Principles of Economics په نوم یو کتاب ولیکه، هغه په خپل کتاب کې اقتصاد د مادي هوساینې یا رفاه د علم په توګه تعریف کړ. د مارشال په اند اقتصاد د وګړو د ژوندانه هغه برخې مطالعه کوي چې د هغوی تړاو دمادي رفاه او مادي خوښیو سره وي. د مارشال اقتصادي مکتب د نیو کلاسیک او د هغه نوموړی تعریف هم د اقتصاد د نیو کلاسیک Neo Classic تعریف په نوم یادیږي.
د مارشال په تعریف کې ځینې مهم ټکي شته چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو:
لومړی – د اقتصاد د علم بنسټیز او مرکزي ټکی شتمني یا ثروت نه دی او یوازې د انساني خوښیو لپاره د ثروت څخه بحث کوي، ځکه خو د مارشال په تعریف کې شتمني یا ثروت په دوهم ردیف کې قرار لري. دا د هغه خلکو لپاره ځواب دی چې د ادم سمیت په تعریف به یې نیوکې کولې.
دوهم – په اقتصاد کې د شتمنۍ څخه بحث کول بې ځایه او بیهوده نه دی بلکې د یوې موخې لرونکی دی او د شتمنۍ د مطالعه کولو موخه د هغو لارو چارو پیداکول دي د کومو د په کار اچولو په پایله کې چې د انسانانو مادي هوساینه تر لاسه کیدای شي، ځکه خو اقتصاد د هغه لارو چارو د موندلو او څیړلو لپاره لوستل کیږي چې په وسیله یې وګړي او ټولنې هوسا کیږي.
دریم – اقتصاد یو ټولنیز علم دی ا یوازې د یو وګړي او یا یوې کورنۍ څخه بحث نه کوي بلکې د هغه ټولو وګړو د کړو وړو څخه بحث کوي چې په یوه ټولنه کې ژوند کوي.
د مارشال په تعریف ځینې نیوکې هم شوي دغه نیوکې د لندن مکتب دغړي لاینل رابینز Lionel Robbins له لوري شوي او په لاندې ډول دي:
لومړی – دغه تعریف غیرمادي هوساینه په نظر کې نه نیسي او دا چې اقتصاد یوازې د مادي هوساینې تر مطالعې نه دی محدود او په حقیقت کې اقتصاد دواړه اړخونه یعنې مادي او غیر مادي رفاه (ښوونه او روزنه، روغتیایې خدمات او داسې نور) په پام کې نیسي ځکه خو دغه تعریف نه شي کولای ټولې اقتصادي ستونزې په خپل ځان کې را ونغاړي.
دوهم – رفاه د اندازه کولو وړتیا نه لري او د وګړو د فکر او اند سره تړلې ده، مونږ د رفاه د اندازه کولو لپاره کوم ځانګړی مقیاس او واحد نه لرو، همدا لامل دی چې رابینز وایي که غواړو چې اقتصاد د یو منظم علم یا ساینس په توګه قبول کړو نو باید د دغه علم په تعریف کې د رفاه څخه هیڅ یادونه ونه کړو ځکه ساینس له هغه حقیقتونو څخه بحث کوي چې د شمیر او اندازه کولو وړ وي.
دریم – رفاه یوه ګونګه پدیده ده او د هغه لپاره کوم ځانګړی تعریف نه شته ځکه هر وګړی د هغې څخه خپل برداشت لري، مونږ دا پریکړه نه شو کولای چې څه رفاه او څه نه ده. له بله اړخه اقتصاد د ځینو داسې شیانو د قیمت ایښودلو څخه هم خبرې کوي چې په حقیقت کې د یوې ټولنې د رفاه پرضد دي، د بیلګې په ډول د تمباکو پلورل او پیرودل، تاریاک او یا هم د جنګ لګښتونه.
څلورم – رفاه ته په پام سره د ښه والي او بدوالي پوښتنه را ولاړیږي، په دې مانا چې داسې کړنې باید تر سره شي چې د مادي رفاه لامل او د هغه کړنو څخه باید ډډه وشي چې د مادي رفاه د کموالي باعث کیږي، په داسې حال کې چې دغه چاره د عامو وګړو پورې تړلې ده چې کومې اړتیاوې پوره کوي او له کومو څخه تیریږي. همدارنګه رابینز وایې چې اقتصاد یو بې پرې او ناپیېلی(neutral science) علم دی او یوازې د هغه لارو څخه بحث کوي چې په وسیله یې مونږ کولای شو خپلې اړتیاوې پوره کړو، خو په پورتني حالت کې د ښه او بد د ټاکلو پریکړه کیږي او دغه چاره اقتصاد د بې پریتوب له دریځه کاږي.
پورتني هغه دلایل وو چې پر بنسټ یې رابینز د مارشال تعریف رد، او په ۱۹۳۲ زیږدیز کال کې یې اقتصاد په لاندې ټکو کې تعریف کړ
اقتصاد د کمیابۍ علم Economics as a science of Scarcity
د رابینز په اند، اقتصاد د وګړو د رویې یا کړو وړو څیړنه ده چې څنګه د خپلو محدودو منابعو څخه د نا محدودو اړتیاوو او غوښتنو د پوره کیدو لپاره ګټه اخلي. یا په بله بڼه، اقتصاد د هغه لارو چارو د مطالعې علم دی چې په وسیله یې مونږ کولای شو خپلې نامحدودې اړتیاوې د خپلو محدودو منابعو له لارې پوره کړو.
د رابینز په تعریف کې دوو مهمو ټکو ته اشاره شوې چې عبارت دي له کمیابۍ او د منابعو د محدودیت څخه:
د منابعو کمیابي Scarcity of Resources
د رابینز د تعریف له مخې اقتصاد د کمیابۍ علم دی ځکه ټولې اقتصادي ستونزې د منابعو او اجناسو د کمیابۍ څخه سرچینه اخلي. کمیابي په دې مانا ده چې د یوې ټولنې منابع محدودې دي او نه شي کولای ټول هغه اجناس او خدمات تولید کړي چې یوه ټولنه ورته اړتیا لري. ځمکه، پانګه، کار، او نور مصرفي توکي د یو هیواد د وګړو د اړتیاوو په پرتله کم دي. کمیابي یو منل شوی حقیقت او د طبیعت قانون دی چې ټول وګړي او ټولنې له دغه ستونزې څخه رنځ وړي.
کمیابي یوه نسبي یا Relative اصطلاح ده په دې مانا چې نظر وخت او ځای ته بدلون مومي د بیلګې په ډول د هغه کس لپاره چې په یو طبیعي ځنګل کې اوسیږي لرګي یو کمیاب توکی نه دی ولې د هغه کسانو لپاره چې په ښار کې اوسیږي لرګي یو کم پیدا کیدونکی جنس یا توکی دی. د کمیابۍ مقیاس د توکو او منابعو قیمت دی ځکه خو هغه توکي چې قیمت نه لري کمیاب نه شو بللای.
کمیابي په دې مانا نه ده چې هغه جنس چې وګړي ورته اړتیا لري کم دی بلکې په دې مانا ده چې د دغه جنس مقدار د وګړو د اړتیاوو په پرتله کم دی. کمیابي د دې لامل ده چې مونږ د خپلو اړتیاوو په پوره کولو کې انتخاب کوو او له ټولو لومړی خپلې هغه اړتیاوې پوره کوو چې زمونږ د ژوندانه لپاره ډیرې مهمې وي.
د انسانانو نا محدوده غوښتنې Unlimited wants of humans :
د انسانانو اړتیاوې بې پایه دي، کله چې د یو انسان یوه اړتیا پوره کیږي نو بله پیداکیږي همدا لامل دی چې د وګړو د اړتیاوو یوه لویه اندازه تل همداسې ناپوره شوې پاتې کیږي د بیلګې په ډول مونږ په خپل ژوندانه کې خوراکي توکي، لباس او نور مصرفي توکې په پرله پسې ډول رانیسو او په یو ځل پیرودنه یې زمونږه اړتیاوې نه پوره کیږي.
انساني ضرورتونه او اړتیاوې د اهمیت له پلوه سره مساوي نه وي د بیلګې په ډول د غذایي توکو اخیستل د یو بایسکل د اخیستلو څخه ډیر اړین دي او یو وګړی شاید هغه وخت دغه بایسکل واخلي کله چې ورسره د وږي پاتې کیدو ویره نه وي. همدارنګه انساني ضرورتونه په یو ثابت مقدار سره نه تکراریږي بلکې د وخت په تیریدو سره په هغوی کې زیاتوالی راځي دبیلګې په ډول د ژوندانه اسانوونکو توکو لکه موټر، کمپیوټر، موبایل او داسې نورو ته اړتیا.
د رابینز تعریف په لاندې درې ټکو راڅرخي
۱ – زمونږ غوښتنې بې پایه دي
۲ - زمونږ سره موجودې منابع محدودي دي
۳ – منابع کیدای شي د بیلابیلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکارول شي
د رابینز د تعریف ښیګڼې merits of Robbins’ definition:
لومړی – دا چې د رابینز د تعریف اساس د منابعو کمیابي ده او کمیابي هغه حقیقت دی چې مونږ یې په خپل ورځني ژوندانه کې په سر سترګو وینو له همدې امله د رابینز تعریف یو روښانه او جامع تعریف دی.
دوهم – رابینز د رفاه د ګونګې نظریې پر ځای یوه داسې نظریه وړاندې کوي چې د اندازې وړ ده او مونږ کولای شو د یو توکي کم پیدا کیدنه د هغه د قیمت یا بیې څخه درک کړو. همدا خبره ده چې اقتصاد د یو علم یا ساینس په کتګورۍ کې داخلیږي.
دریم – رابینز اقتصاد د یو اثباتي یا هدایتي علم په توګه معرفي کړو، په دې مانا چې د اقتصاد علم یواځې د کمیابۍ په نظر کې نیولو سره د انسان د ژوند سره د تړلو حقایقو څخه بحث کوي او د ښه والي او بد والي د پریکړې کولو حق نه لري.
ادامه لري ........
ستاسو د رغوونکو وړاندیزونو او تبصرو په هیله