۲۰۰۲ کال وو چې يوه شپه ځينې ملګرې ميلمانه راغلل. له دغو مليمنو سره يو ښکلی، ګلورين، جذاب، حليم او متين ځوان هم ملګری وو. ډير حياناک او ډير دروند انسان وو. د ژوند په نولسم کال کې يې نوی ګام ايښی وو، تر سپين مخ يې د تورې ږيرې هاله را تاو وه، سپين غاښونه یې د سرو شونډو په منځ کې ډير خوندور ښکاریدل.
له هرې خبرې سره موسکا موسکا وو. د دغه نابلده ځوان ميلمه دروندوالي، متانت، حيا او کريمانه خويونو ته په کتلو سره مې له مينې سره سره غبطه هم پرې راغله...!
وروسته یوه ملګري راوپيژاند چې احسان الله جان نوميږي او احسان تخلص کوي. شاعر او ليکوال هم دی او کراچۍ ته د درس لپاره راغلی دی.
هغه شپه له ملګرو سره بنډار اوږد شو، اوږد شو او ټوله شپه مو رڼه کړه...!
خو زموږ د دغه بنډار ډيوه ملا احسان الله جان احسان وو چې تر سهاره يې يو په بل پسې راته خپل غزلونه، نظمونه او رباعيات اورول او موږ خوند پرې اخيست...!
څپانده استعداد او نبوغ ته په کتلو سره يې ما له احسان الله جان سره وعده وکړه چې يوې معتبرې مدرسې ته په داخله کې درسره مرسته کوم. د مدرسو داخلې ته لا وخت پاتې وو، ځکه نو دی د افغانانو په يوه مدرسه کې مېشت شو...!
نژدې دوه مياشتې وروسته چا راته وويل چې احسان الله جان افغانستان ته لاړ، ما افسوس وکړ چې کاشکې له ماسره يې مشوره کړي وای...!!
خو د شهادت تږي او مشوره...!!؟
څه موده وروسته راته چا ټليفون وکړ چې احسان الله جان احسان په خپل ټاټوبي (ګيلان ولسوالۍ، غزني ولايت) کې له يرغلګرانو سره مخامخ په یوه جګړه کې په شهادت رسیدلی دی...انا الله و انا الیه راجعون....!
ما ترې هاغه شپه څو شعرونه کاپي کړي وو. يو نظم يې له تاسې سره شریکوم، په دې هيله چې ما او د ازادۍ د لارې ټول شهيدان له دعاګانو هېر نکړئ.....!!!
-------------
دستوروقافله 
ملا احسان الله جان احسان شهيد (تقبّله الله)

دلته لمانځل دتروږمۍ نه دي روا 
دلته دستورو قافلې تيري شوي 
زموږدمينی جذبې نه ختميږي 
زموږپه مینه زماني تيري شوې 
دلته دسرپه بیه فتحي غواړه 
سل ديرغل په نوم جګړې تېري شوې 
اوس لاهم نوح خپله کشتۍ چلوي 
دلته دهرتوپان څپې تېري شوې 

ته لاجارج انګل زيږولی نه وې 
زه یوفاتح وم،په دُنياکي ومه 
ته لاماشوم وې ته په خوب ويده وې 
زه په اُندلس په صومالياکې ومه 
زه دپاريس په غرواوښتی ومه 
تبرپه لاس په کلېساکې ومه 
هلته طارق ابن زيادنومېدم 
هلته دغرب هره غزاکې ومه 

کوزسومنات ته رسېدلی ومه 
لوی بُت شکن وم غزنوي نومېدم 
دډيلي تخت زما وو زه پرناست وم 
باباملت وم ابدالي نومېدم 
برپه ترمزاوبخاراکې ومه 
شيخ بُخاري ،شيخ ترمذي نوميدم 
دبلخ کوڅوکې اوسيدلی يمه 
شيخ الهرات وم ملاجامي نوميدم 
نن مې هماغه دبدبه خاوري ده 
نن رانه ټول لاړل اوبو وړي دي 
هاغه سپين وينې دکیوباپه جبين؟ 
هاغه راڼه ستوري موغلو وړي دي 
کلی مو وران دی کلی څوک آبادکړي؟ 
نشته دژوندخلک مرګو وړي دي 
دا علامې به دقيامت نه ګڼو؟ 
چې دزمروبچوڼي سپو وړي دي؟ 

لادبري منزل ته لارپاتي وه! 
داُميدونو قافله ورکه شوه 
دپلارقاتل مو لاوژلی نه وو 
زموږدمشر ورور غسه ورکه شوه 
زه لاغوسه وم،مابدله اخيسته 
خودپلار توره اوچاړه ورکه شوه 
دی نن جناب دی دبلډنګ خاوند دی 
زما زړه توره خېمه ورکه شوه 

خدايه زموږ دُعاقبوله کړه نور 
داثموديان سيلۍ ته وخېژوه 
پردوي دخپل قهرتوپان راوله 
خوموږ دنوح کشتۍ ته وخيژوه 
په دوي مکان دقارون بياووينه 
موږدنجات سپوږمۍ ته وخيژوه 
دوي ته داتورجهان دوزخ غوندي کړه 
موږدجنت نړۍ ته وخيژوه 

خدايه یوتالرو اوتاته ژاړو 
زموږیوسف بياله کيوبا راوله 
داد دجال بچي په کور راغلي 
دوي ته مهدي دوي ته عيسی راوله 
دافرعونيان دي دنيل غاړه غواړي 
دوي ته هارون دوي ته موسی راوله 
زموږکليوال بياپه اذان راويښ کړه 
زموږمنبرته بياملا راوله 
خدای به دلمرڅرکونه وځلوي 
په تورو توروکې به سپين راولي 
واک دجهان به لراوبرزموږ وي 
بيابه اميرالمؤمنين راولي 
بيابه یوځوک داحمدشاه په نوم وي 
بيابه ولکه کې آباسين راولي 
داټول احسان دزړه په وينو ليکی 
دبري توري به رنګين راولي