نوی کاله پخېر راغلې نوی کاله بختور شې.

نوی کاله پسرلی شې نوی کاله لوي اختر شې

نوی کاله دخوښيو خنداګانو پېلامه شې

نوی کاله له غمونو ژړا ګانو ناخبرشې

نوی کاله دبې وروره اود ورارې خور ټيکری شې

نوی کاله دبې څوکه مسافر لالي څادر شې

نوې کاله دوژنو او ويرونو تياره مه شې

نوې کاله ته دفتحې،ازادۍ او سولې لمرشې

نوې کاله دافغان اولس دردونو ته دواشې

نوی کاله ته دوزخ شې او محشر په يرغلګر شې

نوی کاله اختتام دبلواکۍ دتروږمۍ شې

نوی کاله افتتاح دخپلواکۍ دسپين سهر شې

نوی کاله نوی کاله دليدلي خوب تعبير شې

نوی کاله خدرخېل ته  درحمت راحت ثمر شې