چې سرې مرمۍ لګيږي ددې غرونو په سينه کې

تېره ازغي خښ شوي دګلونو په سينه کې

زمونږ دورونو غوښې دي هرخوا ګورم پرتې دي

داڅومره ډېر بارود دي دبمونو په سينه کې

داڅومره ښه ګلونه دي خزان پکې ګډشوی

ګلونه دي قتليږي دباغونو په سينه کې

غليم ښاماره تانه د لال طمعه کوی نشم

ستازهر به پکې وي دلعلونو په سينه کې

شراب نه دي ظالمه زه يې پېژنم چې څه دي

سرې وينې دي پرتې دي دجامونو په سينه کې

دښمنه ځواب راکړه چې خبرې دغيرت کړې

غيرت چېرته اوسيږي دوهمونوپه سينه کې

خېر زه ((شمال ناصر)) که په وطن باندې قربان شم

ځوانان دي خاورې شوي دقبرونو په سينه کې