ربه نــــــــــن چــــې پــــه دنـــيا اوســـېداى نـــشـــــم
دامــــــــــــې جرم دى لــــه دين تـــېرېـــداى نـــشـــم
زه دپاک قــــرآن خـــدمت پـــه ســــر اومــــــال کړم
چې په سترګوکې دچا غــــــړيداى نـــــــشـــــــــــــم
دسره اور کالـــي په تــــن دانګـــــــم ميــــــــدان ته
چا ويل چــــــــې زه پــــــه او ر ګـــډېــــداى نـــشـــم
ما دســــر په داو کې داسې خـــوند مـــــونـــــدلى
دجنــــــــــت پـــه بــــدل هـــــــم صـــبرېـــداى نـــشــم
دالله (ج)ديــــن په ننــــګ مــــې هــــــجرت کـــــــړى
چې اوس يو ښــــار نه بل ښـــــــارلره تلااى نــشم
دجانان په عشق مې زړه داسې ((خوږمن)) دى
چـــــــــې دحـــورو په ټکور جـــــوړېداى نشــــــــم
سر مـــې پرې شه په مـــيدان خو چې ټيټ مه شه

مړ به شــــــــم ((خوږمن جراح)) ماتيـــــداى نشم