غزل
وجود وو سست د زړه درزا وه په لومړي ملاقات
زه وارخطا دا وارخطا وه په لومړي ملاقات
زمان وو کم خبرې ډېرې د لفظونو کمی
راته حيرانه دا دانيا وه په لومړي ملاقات
څه خواهشات وو له يو بله خو پوره نشولو
واقع تر منځه مو حيا وه په لومړي ملاقات
د مينې زور وو د دوه زړونو وې غوښتنې ډېرې
څه رنګينه غوندې فضا وه په لومړي ملاقات
واک او اختيار زمونږه خپل وو چې هر څه مو کول
يوه لمبه يوه رڼا وه په لومړي ملاقات
واک
09.04.2012
- جاوید واک
غزل
يو څوك مې يادوي او د يو چا په زړه كې اوسم
ژوندۍ يمه په دې چې ګلې ستا په زړه كې اوسم
نن اوښكې را تويېږي، طوفانونه را روان دي
د دې وطن د هر غريب ګدا په زړه كې اوسم
فطرت لرم د مينې انسانيت مې تقاضا ده
پښتون يم، بختور يم د دنيا په زړه كې اوسم
زموږ د خلكو څومره عملونه وراسته شوي
ثواب ومه راغلى، د سزا په زړه كې اوسم
ته مينه يې ښكلا يې د فطرت د كرشمو...
15.04.2012
- جاوید واک
غزل
ومه لوېدلى او يو چاله لاسه ونيولم
يم خوش قسمته دااشنا له لاسه ونيولم
زماباور و چې زما دزړه غوښتنه منې
داچې په مينه دې بيا بيا له لاسه ونيولم
ګرانې شفق شوې زما دې پيكه پيكه ژوندون ته
نن شپه يوازې وم چې تا له لاسه ونيولم
له يولمرمخي پوروړى يم چې توره شپه كې
لكه سپوږمۍ يې ترسبا له لاسه ونيولم
لږ څه مې بيا امېد پيداشو دژوند دغه پوړ كې
دعشق...