غزل

يو څوك مې يادوي او د يو چا په زړه كې اوسم

ژوندۍ يمه په دې چې ګلې ستا په زړه كې اوسم

 

نن اوښكې را تويېږي، طوفانونه را روان دي

د دې وطن د هر غريب ګدا په زړه كې اوسم

 

فطرت لرم د مينې انسانيت مې تقاضا ده

پښتون يم، بختور يم د دنيا په زړه كې اوسم

 

زموږ د خلكو څومره عملونه وراسته شوي

ثواب ومه راغلى، د سزا په زړه كې اوسم

 

ته مينه يې ښكلا يې د فطرت د كرشمو ښار

زه اړ يم چې همداسې د رڼا په زړه كې اوسم

 

دا واك مې زړه ته وركړ چې به كوم يو انتخاب كړي

موده وشوه زه داسې  د سودا په زړه كې اوسم