تقريبآ څلور کالۀ د ملي وحدت حکومت تير سول،د هرې ورځې په تيريدو سره مو هيلې دا وې چې حالات به ښه شي، دولت کې به پراخ اصلاحات راشي، د امنيت وضعيت به بهتر شي، فساد به کم شي او خلک به پدې وتوانيږي چې په خپل دسترخوان ډوډۍ ولري يا په بله معنا د خلکو اقتصاد به څه ناڅه په پښو ودريږي. په ډير افسوس سره بايد ووايم چې له پورته مواردو څخه په يوه کې هم بهتري رانه غله او حالات په ثابت او دوامدار ډول نور هم خراب شول

اوله خبره په دولت او حکومت کې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ ده، چې زمونږ مشران پکې په مطلق ډول ناکام دي. ډيرې وعدې وشوې چې کار به اهل کار ته سپارل کيږي او انشاا لله چې هر څه به سميږي خو داسې ونۀ شول. ولس مشر يو څو ځوانانو راګير کړی دی او ټول مهم دولتي کارونه ېې پخپل لاس کې اخيستي دي. پدې کې هم شک نشته چې ولس مشر د کار لپاره ښه انرژي لري خو د دولت او حکومت د چلولو لپاره تنها ډيره انرژي لرل کافي نه دي. د ولس مشرد رهبرۍ خصوصيات بايد داسې نه وي چې د يو ځوانانو لخوا يرغمل شي. ځوانان زمونږ د وطن مټې دي او ددوی د رشد لپاره بايد په ټول قدرت سره کار وشي، خو ددې معنا دا هم نه ده چې ټول مهم ملي او بين المللي تصاميم دې هم دوی نيسي. .دا پدې خاطر چې ځوانان دومر تجربه نه لري. زما هدف دلته دا نه دي چې زه د ځوان قشر د کار خلاف يم، زه خپله هم تر اوسه ځوان يم شکراو دځونانو په کار خوشحاليږم خو هر څه بايد په يو چوکاټ کې تر سره شي او د هرڅه لپاره بايد يو معيار وي. تاسو وګورئ ډيري ځوانان په لوړو عهدو مقرر شوي دي خو په خدای قسم چې رسمي تعليمي اسنا د نلري يواځې دومره ده چې په ارګ کې ځينو خلکو سره روابط او تماسونه لري نو پدې خاطر فوق العاده پوستونه ورکړل سوي دي. په رښتيا چې په افغانستان کې اوس قحط الرجال دی. ولس مشر يو څو کسانو داسې محاصره کړی دی چې د افغانستان پنځه ديرش ميلونه نفوس ېې ورڅخه له ياده ايستلې دی. حيران پدې يم چې زموږ ولس مشر په انتروپولوژي کې لوړې زده کړی دي په کوم کې چې تر ډيره حده انسان پيژندنه او د انسانانو خصلتونه او کردارونه په جامعه کې مطالعه کيږي خو زمونږ ولس مشر په انسان پيژندنه کې په کلي ډول ناکام دی. د ولس مشر لپاره د ټول افغانستان خلک د باور وړ نه دي بيدون له يو څو کسانو ځخه چې دده په شاوخوا کې ېې ځای نيولی دی او ولس مشر په مطلق ډول ددوی تر تاثير لاندې راغلی دی. په افغانستان کې ټول پخواني خلک فاسد نه دي، ټولو خلکو غلاوې او قتلونه نۀ دي کړی. ټول خلک د افعانستان ملت دی او پدې هيواد کې حق لري، خو ولس مشر له ډيرو پخوانيو خلکو سره چې په حکومت کې ېې کار کړی دی داسې معامله کوي لکه دوی چې هيڅ د افغانستان تابعيت نۀ لري

د ولس مشر په شاو خوا کې کسانو ولس مشر له خلکو جدا کړی دی او ددې يو ښه مثال دادی چې د غزني په جنګ تر دري ورځو ولس مشر يا خبر نۀ ؤ او يا سم معلومات نۀ ؤ ورکړل شوي. لياقت، تجربه ، تعليم او پوهه په قطعي ډول بې معنا دي، مهمه خبره تنها داده چې په ارګ کې له چا سره پيژنې او کنه. که له چا سره پيژنې نو لکه ماشين به په څو مياشتوکې معين او وزير ېې او که نۀ ېې پيژنې نو ګرځه او زړه خوره. اخر د افغانستان ولس تنها ددې لپاره اشرف غني ته رايه ورکړې چې په خلکو داسې لوبې وکړي. اشرف غني مجبور دی چې ددې ټولو خبرو جواب ووايي ځکه که هغه ولس مشر دی نو له قانون څخه اوچت نۀ دی او نۀ دا وطن ددۀ شخصي ملکيت دی

دوهمه خبره د امنيتي وضعې ده، مونږ ګورو چې امنيت له پخوا څخه ډير زيات خراب شوی دی او هره ورځ په سلګونو مظلوم عسکر او امنيتي کار کوونکي شهيدانيږي، په رڼا ورځ خلک تښتول کيږي او غلاوې او نور هر ډول جرايم ښه په شدت سره مخ په وړاندې روان دي. که امنيتي حالت له څلور کالۀ وړاندې امنيتي حالت سره پرتله شي نو مونږ ټول به ووينو چې د پخوا په پرتله ډير زيات خراب شوی دی. حقيقت دادی چې ددې هرڅه په وړاندې يواځې او يواځې حکومت هم مسؤل نۀ دی او مونږ ټول په دې برخه کې مسؤليت لرو چې خپلو سيمو کې د امنيت لپاره کار وکړو خو به اساسي او بنيادي ډول دا د دولت دنده چې ددې لپاره کار وکړي البته عوام بايد له دولت سره پدې کار کې ملګري او همکار وي متاسفانه دولت په لوی لاس امنيت ځکه خراب کړی دی چې ددولت او ملت تر منځه واټن ډير زيات شوی دی او زمونږ ولس مشر خپله ډيره انرژي د خپلو څو ځوانو کمپاينرانو په خوشحالولو کې تيروي او نور ور سره د هيچا غم نۀ شته. په والله چې زه کله کله دې عقل او منطق ته حيران شم کوم چې زمونږ ولسمشر ېې استعمالوي

دريمه خبره د فساد ده کوم چې په دولتي ادارو کې په هيڅ ډول نه دی کم شوی بلکه نور هم زيات شوی دی، يواځې د فساد شکل لږ تغير کړی دی. مخکې لږ ډير ښکاره ؤ اوس لږ پټ دی او اوس ډير هغه خلک په فساد کې ککړ دي چې ولسمشر ته نزدي دي او د ولسمشر اعتبار له ځان سره لري. په همدې ډول د خلکو په دسترخوان کې هيڅ بدلون نۀ دی راغلې بلکه هغه وچه ډوډۍ چې مخکې ېې درلوده ، اوس هغه هم نلري او وچې شونډې ګرځي. دا دومره وعدې چې د انتخاباتو په وخت کې وشوې ټولې عبث لاړې، خپل نژدې سياسي دوستان او هغه خلک چې د اشرف غنې په ريس جمهور کولو کې ېې قاطع رول درلوده له صحنې ليرې شول او د يو څو ماشومانو په اوږو د دولت او حکومت دارۍ دروند پيټی کيښودل شو حيران يم دا څنګه مشري او رهبري ده په والله که ماشوم هم داسې کارونه وکړي. پدې کې شک نشته چې زمونږ ولس مشر په ځنې مواردو کې کامياب هم ؤ، خو د يو هيواد د سوکالۍ لپاره تنها په يو څو مواردو يا ساحو کې کاميابي کافيي نۀ ده

ځينې دوستان به فکر کوي چې زه کوم شخصي مطلب لرم خو الله مې وينې چې داسې نۀ ده. زه د اشرف غني يو له سر سختو طرفدارانو او کمپيانرانو څخه وم ، ما فکر کاؤه چې د اشرف غني په شان د يو تعليم يافته ولسمشر درلودل د افغانستان لپاره په يويشمته صدۍ کې له يوې معجزې څخه کم نۀ دي، خو په ډير زيات تاسف سره بايد ووايم چې مونږ باالاخره ډير زيات نا هيلې شوو او ډاکټر غني زمونږ له هغو معيارونو څخه ډير زيات ټيټ وخوت کوم چې مونږ دده په هکله پيش بيني کړي وو. ددغه ډول ليکنې نشرولو ته مې پوره څلور کاله صبر وکړ او هره ورځ پدې فکروم چې ولسمشر مشکلات لري او ورو ورو به حالات سم لور ته روان کړي خو په تاسف سره چې هره ورځ له بلې بده شوه او زمونږ د وطن حالات په دوامدار ډول د مايوسۍ خوا ته ولاړل