غزل

داور او اوښکو له سندرو نه نغمې پټوې
څومره شیطانه یې تصویر دپرښتې پټوې
کلونه وشول خو لاهم درته پردی ښکارېږم
له مانه ولې دزخمي زړګي ګیلې پټوې
پرېږده چې اوښکې دې دزړه په للمه ووروم
ظالمې !څوبه له بارانه کروندې پټوې
چې ستا تصویریې دډبرې له زړګي وتوږه
ته له هغه ملنګ نه راز داینې پټوې
زه دماښام سیلیو ځان سره نغښتلی یمه
ته خوسپوږمۍ یې درڼا څادر کې شپې پټوې