طنز
محمود نظری

په واله دا افغانان ناروغان دي

ددې وطن خلک له یوه سره ناروغان دي
که څه ساده خلک که څه باسودان دي
که څه سیاستمداران که څه مداریان دي
که څه سپین ږیري که څه ځوانان دي
ټوله له یوه سره خطرناکه درواغجنان دي
په خدای دا افغانان ټول ناروغان دي

یو حوصله نه لري دستي جنګ کوي
وار په یو بل په سوک یا څنګ کوي
دجنو پسې ډله روان چشت چشت کوي
بل ګوته پورته پورته ایشت ایشت کوي
په دولت راټول سوي یوڅو خاینان دي
په سخي دا افغانان له یوه سره ناروغان دي

ډول ډول چغې یې وګوره په بانډارو کي
بې ځایه مداخلې یې ګوره په سیاسي کارو کي
هر ګوندیې جنګ ته په خپله نغاره وهي
که دوکاندار دی که خریدار دی دواړه چنه وهي
هر یو د یو بل اوخپل وطن ازلي دښمنان دي
په خدای دا افغانان عصبي ناروغان دي

هیڅ ادب او احترام نسته د مشر
بې ښکنځلو بل کلام نسته دکشر
د هر ویجاړي په کار کې دی اشر
هغه رهبرکیږي چې نه دی بشر
سیاستمداران مو د بل مرییان دي
په قران چې دا افغانان سیاسي ناروغان دي

یو وایي طالب ښه دی بل وایي دولت
درېيم وایي په دواړو دي وي تو لانت
د هر یو چې پورته کړې د باډۍ بانټ
یو پرزه یې دبل سره نه لري بولت اونټ
هر یو د یو لوی غل پسې سم روان دي
په خدای دا افغانان ساري ناروغان دي

که پوهیږي نه پوهیږي خپل نظر ورکوي
هر درواغ خبر ته خپله لوی وزر ورکوي
هر یو د خپل وطن د خرابي لپاره سر ورکوي
ګاونډ د ګاونډ دکور ورانیدوته دښن ته خر ورکوي
موږ ټول خلک روغ لیونیان دي
په چهار یار چې دا افغانان ناروغان دي

حکومت ناست دی یوازي رشوت ته
لاره خپله جوړه وي لوی لوی خیانت ته
خلک څه نه وایي وطن کې وحشت ته
دلته بد ویل کیږي د وطن خدمت ته
دا خلک ټول سړپ لیونیان دي
دا دماما زامن ټول نسایي ناروغان دي

نیم عمر یې په دعوو نیم په چنو تیریږي
نیم په جنګ نیم له یو بل نه په ګیلو تیریږي
نیم د دخلکو په جنازو او فاتحو تیریږي
نیم دولت نیم طالب ته په ښکنځلو تیریږي
دا ټول افغانان چور لیونیان دي
به خدای دا افغانان خېټي ناروغان دي

د ډاکټر کار یو ناروغ ته دسلو مرضو لیکل دوا ده
دهغه هم موخه لکه غله د ناروغ د جیب تالا ده
هر ببر چې وینې د هغه اصلي کار یوازې غلا ده
دهر رهبر کار د خپل ګران وطن د ملي شتمني تالا ده
والا چې افغانان ټول سم دم لیونیان دي
بالله چې دا ټول افغانان ناروغان دي

امریکا وایي اشغال یاست دوی اشغال نه مني
ددنیا د خلکو د بمونو د درم او دروم غالمغال نه مني
په تړون کې د امریکایانو دا تور اولوی غال نه مني
د زمری پسې روان دي لا ځان تر اوسه چغال نه مني
یا په خدای دا ځینې افغانان سم غولان دي
یا په رسول چې دا ځینې افغانان ناروغان دي

سیاف په اشغال کې شخوند په جهاد وهي
په دې اشغال ملک کې لا نارې د سماد وهي
ټول ملک له ظلم څخه ژړا فریاد کوي
دا مداري دنیا غواړي خلکو ته خبره د میعاد کوي
یا په خدای دا ځینې افغانان سم بې عقلان دي
یا په رسول چې دا ځینې افغانان ناروغان دي

نظار د امریکا په زور راغی د جهاد نارې وهي
په حیا او شرم کې په جګوالي د شمشاد نارې وهي
چې کله زور باندې راشي د وطن برباد نارې وهي
چې په کونه کې یې بند سي د ګردباد نارې وهي
یا په خدای دا نظاریان سم غولان دي
یا په رسول چې دا افغانان ناروغان دي