غزل


دا چـــې دسـتا دومــره  نـازونـه ډېـر دي
ځــکــه زمـا زړه کـــې زخـمـونــه ډېـر دي

کــــــلــه به ســتـرګـــــــې سـره وجــنګــوو
ســتا د ديــدن مــــې ارمـانــونـه دېـر دي

تـه خـو به  خــپل آرام  خـوبـونـه کــــــوې
مـاسره خـوب نـشته فـــکــرونـه ډېـر دي

زمــا شـپه ټــوله پـه شوګــــيـر تــېره شي
دستا په ستـرګــو کـې خوبـونـه ډېـر دي

ستاپه ياري کــې مـې جــنت و نـه مونــد
خـو بـس اشــنا قـــــيــامـــتـو نـه ډېـر دي

چـې هــرڅـه کـيـږي خو ضرور بـه درځـم
که ستا کـوڅه کـې هــم مرګـونه ډېر دي

ته بـې پروا يـې هـېڅ پـوښـتـنـه نه کــړې
سـتا لاروي سـره غـــــــــمـــونـه ډېـر دي

محمدجهان لاروی
ابوظبی/ښار