غزل


شـپـه مـې دچـایــادکـــې ســباکــیـږي نـه
یادیـې لــــه زړه  باســم خـو هـېـريـږي نـه

تېرې شـوې په مـنده دخـونـدونـو شـپـې
دا دغـم اوږدې شپـې اوس تـېـریـږي نـه

څنګه یې په سود اوپه زیان  پوه کړمه
زړه مــې لـــیـونــی پـه څـــه پـوهـیـږي نـه

جــام دې دسـروشـونــډوچې ونه څـښمه
تـــــــنــــده په نـظــــــــــرزمــا مــاتـیـږي نـه

کـــــړم دې د الــفــت لاروی څـه وکـــــــړم
ګــــــرمه  د زړه مـیـنـه مــې ســړیــږي نـه

ابوظبی