ځـکه یـې سپین رنـګ اوس په تور بدل دی
چـې ګــــران وطـن یـې پـه سوراور  بدل دی

پـه کـــــــــــې لــمــده او وچ سـوزیـږي دواړه
خــــودبـــه ســــوزیــږي پـه تـنـور  بــــدل دی

دمـــــــــــخ رڼــابـه یـې بـیـا څــه پـــاتــې شــي
پـه جــــهــنـم ورتـه خــپـل کــــــــور بـــدل دی

داســــــــې غــمـونـه انــدېـښـنـې یـې پـه زړه
چـې روغ صــورت یـې پـه رنـځــور بـدل دی

پـه کـــې خــامـوشـه خــامـوشي ښـکــاریږي
نـن یـې دمـستې ځــــوانــــــی شـور بــدل دی

ورانــو کـــــوڅــوکـــــې خــړه پـــړه ګـــــرځــي
خــدایـه دا څــــنګـه یــې غـــــــرور  بـــدل دی

د(لاروي) زړه ډېــــــــــــر ژور زخـــــمـــي دی
اوس نــه جـــوړیــږي پـه نـاسـور بـــــــدل دی

محمدجهان لاروی