ویل کیږي چې طالبانو لومړۍ دا کس تښتولی و او څو ورځې وروسته یې تنه په داسې حال کې وموندل شوه چې سر ترې غوڅ شوی و. دا ځوان احمدظاهر نومیده او د کشم په ولسوالۍ کې یې رمې پیولې خو ویل کیږي چې طالبانو دا کس د جاسوسي په تور وژلی دی. د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر ټينګار کوي چې دا ځوان یوازې یو شپه و. د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر فضل احمد نظري وویل:« د کشم او تګاب په سیمو کې فعالیت کوي او هغه څه کوي لکه څنګه یې چې څو ورځې وړاندې د ګوجرو د قوم یو تن د احمدظاهر په نوم وړی و او سر ېې ترې پرې کړی و.» بدخشان د هیواد په شمال کې یو امن لرونکی ولایت بلل کیږي خو ویل کیږي چې په یو شمېر سیمو کې یې وسله وال شتون لري.
د امنیتي چارواکو په وینا طالبانو د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د یو شپانه څخه سر پرې کړی دی