لیکونکی حيات الله ګهيځ 

داسې سندرغاړو شمير کم نه دى، چې په خپله به يې کلونه کلونه پښتو موسيقۍ ته خدمت کړى وي، مګر نه غواړي د خپل ځايناستي په توګه په خپل تنکي نسل کې داسې څوک وروزي، چې په راتلونکي کې د دوى  ځاى ونيسي.
دا ډله سندرغاړي په مرکو او خبرو کې د پښتنو چلند ته ګوته نيسي او وايي، دوى ته، چې کلونه کلونه يې خلک په خپلو سندرو خوښ ساتلي څوک په ښه نظر نه ګوري او همدا سبب دى، چې نه غواړي ځوان نسلونه يې د دې هنر زده کړه وکړي.
ګل جان صادق د خپل خواږه غږ له امله ډېر مينه وال لري، هغه وايي، په ټول کور کې يوازې ده د خپل شوق له مخې پښتوموسيقۍ ته مخه کړې ده. نوموړي زياته كړه، په پښتنو کې د سندرو اورېدو مينه ډېره ده، خو ويوونکو ته يې سپک ګوري: (( زما اوس موسيقي په مينه بدله شوې او نه غواړم، چې ورته شا کړم، مګر د پښتنو وضعې ته، چې ګورم، نو په کور کې د موسيقۍ هېڅ اله نه ساتم، وېرېږم، چې په کور کې مې نور څوک له دې هنر سره مينه پيدا نه کړي)) .
خو ځينې نور سندرغاړي موسيقي يو شوق ګڼي. دوى وايي، موسيقي ميراثي نه ده او څوک دې دا هڅه نه کوي، چې  ځوان بچي به د دې هنر زده کړې ته په هڅېدو د دوى ځاى ونيسي.
د سندرغاړي خوشال په وينا، دوى درې وروڼه دي، خو نورو دوو يې په خپله خوښه په نورو برخو کې روزګار پيداکړى او دى، چې د سندرو د اورېدو مينه وال و سندرغاړى شوى.
نوموړى زياتوي، دى د سندرغاړي تاج محمد زوى دى، مګر پلار يې ورسره دې هنر ته په ورګډېدو کې ډېره مرسته نه ده کړې: (( له پلار سره به مې زه مجلسونو ته تللم، خو هغه به ويل دا هنر يوه ځانګړې مينه غواړي او په زور نه کېږي)) .
خوشال وايي، داسې هم نه ده، چې د يو سندرغاړي زوى به د خپل پلار ځاى نيسي، د نوموړي په خبره، د موسيقۍ په ډګر کې د يوځاى ترلاسه کول او خپلو سندرو ته په خلکو کې مينه وال پيداکول ډېره خواري غواړي، دى زياتوي: (( داسې سندرغاړي شته، چې هېڅ يو يې د بل ځاى نه دى نيولى، يا ترې وروسته پاتې شوي او يا ترې هم ډېر پورته تللي دي، ښه مثال يې د غزل پاچا استاد خيال محمد دى، که څه هم زوى يې انور خيال هم سندرې وايي، مګر د پلار ځاى يې خپل نه کړاى شو)) .
خو سندرغاړى کمين، چې خپلو دوه کوچنيو زامنو ته يې د موسيقۍ د هنر په ورزده کولو پيل کړى خدمتګار ته وويل، شونې ده، چې يو څوک به په خپل نسل کې پښتو موسيقۍ ته ځوان غږونه وروزي.
کمين زياتوي، هڅه کوي د خپل ځايناستي او د پښتوموسيقۍ د لاغوړېدا لپاره خپلو تنکيو بچيو ته د ښوونځي د زده کړو ترڅنګ د موسيقۍ د ځينو الاتو غږولو هنر هم ور زده کړي.
د کمين په خبره، دا کار د دې لپاره نه کوي، چې که زامن يې لوى شي بل روزګار به ونه مومي، بلکې وايي، هدف يې دا دى، چې په کور کې يې د موسيقۍ دهنر ډېوه بله پاتې شي.
هغه وايي: (( که موږ منور استاد ته وګورو دوه_  درې زامن يې داسې دي، چې اوس پرې د ډېرو خلکو هغه مينه ماتېږي، چې د خداى بښلي منور استاد له غږ او هنر سره يې درلوده، خو که منور استاد خپل زامن له دې هنر نه لرې ساتلي واى اوس به مو په منځ کې د يو خواږه او اثرناک اواز کمى و)) .
نوموړى زياتوي، که موږ دپښتنو د يوې کمې برخې پېغورونو او خبرو پسې لاړ شو او همداسې د موسيقۍ په هر کاله کې لګېدلې ډېوه مړه شي او پاتې نسلونه يې بله ونه ساتي د هېوادنۍ سوچه موسيقۍ هنر به وده ونه کړي.
د کمين په قول، په ځوانو نسلونو کې د هغوى مينې، علاقي، زړورتيا او د اواز ښکلا ته هم پام پکار ده، که دا هرڅه په يو ماشوم کې وي او د دې هنر له زده کړې لرې ساتل کېږي دا له دې هنر سره زياتى دى، چې کېږي: (( زما د يو تنکي زوى محبوب مينې اړ کړم، چې دى او تر ده مشر زوى ته مې د موسيقۍ ځينې الې غږول ور زده کړم، په دې دواړو کې ما هغه نښې ليدلې، چې يو ښه سندرغاړى يې لري)) .
د پښتو موسيقۍ يو شمېر پخو سندرغاړو دې برخې ته پام کړى او په خپلو نسلونو کې يې د سندرو لپاره ځوان غږونه روزلي دي، په دوى کې خيال محمد، شاولي، ارواښاد منور، تاج محمد او ځينې نور هغه سندرغاړي دي، چې د ډېرو په اند يې تر شا کټ مټ د خپلو خوږو اوازونو په څېر اوازونه پرېيښي دي.
که څه هم دا وخت په کوزه او بره پښتونخوا کې د پښتو موسيقۍ سندرغاړي له ګڼو امنيتي ستونزو سره مخ دي، خو په کوزه پښتونخوا کې د سندرغاړو په ګواښولو او وژلو او دلته په جلال اباد ښار کې د موزيک سنټرونو په له منځه وړلو سره بيا هم پښتو موسيقۍ ته ډېر داسې اوازونه راغلي، چې د دې هنر د مينه والو ذوقونه يې خړوب کړي دي.