ليكوال: پوهاند دوکتور حبيب الله تږی

کله چې سړی هغه روايات او نظريات راسپړي چې دپښتو داصل او ريښې په باره کې په مختلفو آثارو کې راغلي دي، نو له راورټی سره دا خبره هرو مرو منی چې (دپښتنو دژبې داصل او ريښې په باره کې هم دنظر اختلاف تر هغه نه کم نه دی، لکه خپله دپښتنو داصل او نسب په باره کې چې دی.) (۱)
پښتو چا ددېوانو ژبه بللې ده، چا سامی طبو ته ورکش کړې ده او چا په هندوايرانی طبو پورې تړلې ده. چا دهندو ايرانی ژبو دسترې ونې په ندي څانګه پورې مربوط ګڼلې ده او چا يې په ايرانی څانګه پورې. چا بيا پښتو اصلاً، دساکانو پاسيتيانو ژبه بللې ده او چا دهندو ايرانی ژبو تر منځ يوه متقله ژبه او د اتصال کړۍ ګڼلې ده.
د تذکرةالملوک (۲) مؤلف وايی چې ځينې روايتونه پشتو ددېوانو ژبه بولي. دی ليکي:
(ځينې روايتونه وايی چې افغانانو خپله ژبه له دېوانو زده کړه ، ځينې نور بيا وايی دا دکسی د غره داوسېدونکو ژبه ده ، دافغانانو دا عادت ؤ چي ددغو خلکو ښځې او لوڼې به يې ترې بوولې او ودونه به يې ورسره کول او ځکه یې نو پښتو طبه ورنه زده کړه او خپله طبه يې چې ابراهيمی (عبری) وه، هېره کړه.) (۳)
کوم مطالب چې دپښتو داصالت په باره کې ځينې غربی مؤلفينو ليکلي دي، په هغو کې هم بعصی دتذکرةالملوک له افسانوی روايت نه وروسته نه پاتې کيږي. هنري راورټي ليکي:(دپښتو ژبې اافعالو او صماير له خصوصياتو او ځينو نورو مشخصاتو نه داسې ښکاري چې دا يوه عجيبه او لرغونې ژبه او له هرې معلومې طبې نه متفاوته ده.) (۴)
راورټی وايي ددې خبرې دليل دادی چې پښتانه اصلاً ديهودو دلسو ورکو شوو قبېلو بقايا دي. دی وايی کوم وخت چې دا قبيلې دفلسطين په يهوديه کې اوسدې هلته يې ژبه ديو شمېر نورو قبايلو له لهجو سره ګډه شوه.
کله چې دا قبيلې له خپل اصلی ملکه دهغوی دا اوسنی ملک،افغانستان ته روانې وې، په لاره کې يې زبه دډېرو نورو ملکونو له ژبو سره هم ګډه شوه.څرنګه چې پدأسې وړو وړو قومونو وېل شوي وو چې له بهر سره يې رابطه او مخابره نه لرله. ځکه يې نو دهر قوم زبې له نورو طبو سره بېخی توپير لاره.راورټی په پای کې ليکی څرنګه چې دپښتو ژبې اساس همدغه ګډه وډه ژبه جوړوي نوله دې امله دا يوه عجيبه او له نورو نه متفاوته زبه ده. (۵)
کله چې راورټی دخپل ګرامر په مقدمه کې دپښتو او نورو ژبو په ارتباط غږيږي، دهغو کسانو نظريات ردوي چې وايی پشتو يوه آريايی ژبه ده او وايی چې (پشتو زما په خيال دسامی ژبو په کورنۍ پورې اړه لری.) پدې پسې راورټی کوشش کوي دا وښيی چې پښتو هم په صوتی، هم په صرفی او هم په نحوی لحاظ له له عربی او عبرانی ژبو سره تؤلې ده. (۶)
راورټی يو ځيرک او دډېرې وسيعې مطالعې خاوند محقق و او له زړه ايرانی ژبو په تېره بيا زند سره يې دپښتو نژدې ارتباط درک کړی و.مثلاً يو ځای ليکی:
(نن له اباسيند نه سمدستی لويديځ پلوته داسې يوه ژبه ويل کيږی چې دعباراتو او ساختمان په لحاظ له هرې معاصرې ژبې نه بېخي فرق لري او په غالب ګومن له زند، پهلوی او عبري نه راوتې ده او دا ژبه پښتو......ده) (۷)
خو څرنګه چې دراورټی مطالعه په زړو فارسی او پښتو آثارو کې ډېره پراخه وه او پدغو آثارو کي، چې راورټی په ډېر زيات اهميت ورته قايل و، پشتانه په مکرر او متواتر ډول بني اسرائيل بلل وي وو او خپله پشتنو هم دا روايت تائيداوه، نو له دې امله دی ترپايه له سامی ژبو په تېره بيا عبري سره دپشتو داصل اوريښې په نږدې ارتباط کلک ودريد او ورنه تېرنه شو.سرويليم جونز، دبنګال د شاهنشاهي آسيايی ټلنې دمؤسسې رئيس، له راورټی نه پخوا پشتو له سامي ژیو سره ورته بللې وه. جونز دبنګال دآسيايی ټولنې په مجله کې په هغې يوې لنډکۍ اوبې درنګه تبصره کې چې ديوې تاريخي ليکنې په ارتباط يې وکړه، وويل چې (پښتو کلدانی ژبې ته ډېره زياته ورته ده) (۸)
مګر دپښتنو دتاريخ او ژبې يو شمېر څيړونکو او دژبنيو مطالعاتو مقتدرو پوهانو له کلدانی او نورو سامی زبو سره دپښتو ارتباط په قاطعيت رد کړ او وې ويل چې پښتو له اصله يوه آريايی ژبه ده.
کلاپروت لومړنی وتلی مستشرق ؤ چې په کال. ۱۸۱۰ کې يې دآسيايی ادبیاتو دآرشيف په اول ټوک کې دا نظريه په صراحت رد کړه چې ګوندې پښتو له سامی ژبو سره تړلې ده . ده وليکل چې ( دپښتو او سامی ژبو ترمنځ نه په کلماتو کې اندکترين شباهت شته اونه په ګرامري جوړښت کې.) (۹)
منستو ارټ الفنسټن، چې دپشتنو دټلنې او تاريخ د مطالعې په برخه کې دډېرو وچ صلاحيت خاوند و،په کال ۱۸۱۴ کې دپښتو او کلدانی ژبې دورته والی په باره کې دويليم جونز خبره رد کړه او ويې ليکل چې ده دوه سوه او اتلس پښتو کلمې ديو شمېر نورو ژبو له معادلو کلمو سره مقايسه کړې. خو :( له دې وونه يوې هم له عبراني او يا کلداني سره اندکترين شباهت نه لاره.) (۱۰)
يو بل انګريز مولف، جان ملکم، هم دفارس په تاريخ کې الفنسټن ته ورته نظر څرګند کړ او ويې ليکل چې(د عبري او پښتو يا دافغانانو د معاصرې ژبی تر منځ دنژديوالي هيڅ څرک نه لګيږی). (۱۱)
۱۲ ۱۳؟؟؟؟؟؟
په يو بل اثر کې هم چې دهرې مځکې انجيل نوميږي او په کال ۱۸۴۸ کې بېګسټر خپور کړی دی، دپښتو دساميت نظريه په قاطع ډول رد شوې او ليکل شوي دي چې پښتو (دسامی ژبو هيڅ خصوصيات نه لری.) (۱۴)
البته يو زيات شمېر غرتی مؤلفينو او دژبنيو مطالعاتو پوهانو نه يوازې دا چې له ډېر پخوانه دپشتو دساميت نظريه ردکړې،بلکه دايې هم په ډاکه کړې ده چې پښتو يوه هندو اروپا يی ژبه ده.
بيا هم کلاپروت لومړنی غربی محقق دی چې پښتو يې يوه آريايی ژبه وبلله او دا عقيده يې په ډېره کلکه په ډاکه کړه چې(پښتو بې شکه دهندو، جرمانيک طبو دسترې ډلې يوه څانګه ده.) (۱۵)
دژبنيو مطالعاتو ډېر لوی عالم پاټ هم پشتو په قاطع ډول آريايی ژبه وبلله . لوونتال پدې ارتباط داسې ليکی:
پاټ چې بل دده په سويه ستر دفق اللغه عالم نه دی تېر شوی، يوه شيبه هم پدې صرفه نه کوي چې پشتو دهندو اروپايی ژبو په کتار کې ودروی.) (۱۶)
ډورن هم دپښتو منتخباتو په مقدمه کې پښتو يوه سوچه آريايی ژبه وبلله او ويې ليکل چې (پښتو دهندو فارسی ژبو په لويه کورنۍ پورې مربوطه ده.) (۱۷)
اما هر څومره چې دژبې تاريخي مقايسوي څېړنې زياتره دعلم حيثيت غوره کاوه، دژبو په باره کې مطالعه هم هغومره دقيقه کېدله. دپشتو په برخه کې هم پوهانو يوازې پدې قناعت ونه کړ چې دهندو- ايرانی ژبو په کورنۍ پورې مربوطه آريايی ژبه يې وبولی، بلکه غوښتل يې دا هم معلومه کړي چې ددغې لويې کورنۍ له کومې څانګې سره خاص ارتباط لري.
څرنګه چې په پښتو کې دهندو ايرانی ژبې دلويې کورنۍ ددواړو ډلو خصوصيات دورايه او په وفرت موجود دي، نو په اول کې چا پښتو په هندی ډله پورې وتړله او چا په ايرانی ډله پورې.
کوم غربی لیکوال چې پښتو يې لومړی ځل دهندو ايرانی ژبو له هندی ډلي سره مربوطه وګڼله هغه رابرت ليچ دی.ليچ په کال ۱۸۳۹ کې دبنګال دآسيايی ټولنی په مجله کې دپښتو ګرامر په باره کې يو مضمون، چې په حقيقت کې په لويديځ کې دپښتو ګرامر لومړنۍ ېرحه ده. خپور کړ او دهغه په مقدمه کې يې دپښتو او سنسکرت داصواتو ښيي چې پښتو په قاطع ډول دسنسکرت بڼه لری. (۱۸)
اما چا چې پښتو دهندی ژبو ديوې ښايسته وسيعې تاريخی-مقايسوی مطالعې په نتيجه کې دهندو ايرانی ژبو له هندې څانګې سره مربوط وګڼله هغه رودولف هورنل دی. هورنل په خپل هغه اثر کې چې دګادي ژبو مقايسوی ګرامر نوميږي، ليکی چې د هندشمال غربی سرحد ترنهايی حدودو پورې پراکرت ژبې ويل کېږي. (خوله دې ځای نه ها خوا پښتو او کافري ژبې پرتې دي.) دی خبرې ته دوام ورکوي اوليکي: (ترومپ په خپلو هغو مقالو کې چې دپښتو او کافري ژبو په باره کې يې ليکلې دي، له ګادي سره ددغو دوو ژبو نژدې والی ته توجه ور اړولې ده........مګر خبره له دې نه وړاندې ځی او (دغه ژبې) خصوصاً پښتو دمګادي پراکرت ژبې مسلم خصوصيات لری.) (۱۹)
هورنل پدې پسې له ځينو ګادي ژبو سره دپښتو او نورستانی ژبو يو شمېر ګډ خصوصات او مميزات په ګوته کوي او په پای کې ليکي چې (له دې نه څرګنديږي چې مګادي پراکرت او پښتو او کافري ژبې په لرغونې زمانه کې بېخی سره نژدې وې او حتی يوه ژبه يې جوړوله.وروسته سور اسينی ژبې دمګادي او دغو ژبو تر منځ واقع شوې او مګادي ژبه يې ورو ورو د شرق په لور بيخي لرې ټېل وهله .) (۲۰)
په پښتو کې دهندی آريايی ژبو خصوصيات دومره بارز وو چې حتی فرانسوي لوی ختيځ پوه جېمز ډار مستتر هم په اول سرکې په خپل هغه اثر کې چې هند ته دفلالوجيکو مطالعاتو دسفررپوټ نومېږي او په کال ۱۸۸۷م کې خپور شوی دی، دهندو ايرانی طبو په هندي ډله پورې مربوط وګڼله. (۲۱)
اما چاچې پښتو اول وار دهندو ايرانی ژبو دونې له ايرانی څانګی سره دوتړله هغه شيلې ډيور دی.ده په خپل هغه اثر کې چې (دمقايسوی فلالوژی اجمال) نومېږی او په کال ۱۸۵۳ کې خپور شوی دی، پښتو، اساساً، دایرانی ژبو په کتار کې ودرو له خو په عين وخت کې يې وويل چې پښتو څانته خاص موقعيت لری.دی دايرانی ژبو په بحث کې ليکي چې دافغانستان ژبه يهنې پښتو هم په همدې څانګه پورې ارتباط لري خو (ځانته يې په يوه خاصه او ابتکاري طريقه انګشاف ورکړی دی.) (۲۲)
دژبنيو مطالعاتو لوی عالم ماکس ميولر هم پښتو له ايرانی ژبو سره مربوطه وګڼله. ده په خپل هغه اثر کې چې عنوان يې ( په شرق کې د جګړې دمرکز ژبې) دي اوپه کال ۱۸۵۵م کې خپور شو،وليکل: (افغانی ياد پښتنو ژبه.......د خپل ګرامر په لحاظ دفارس دژبو له ډلې سره تړلې ده. (۲۳)
ميو لروروسته په خپل يوه بل اثر (دافغانانو زبه) کې چې په کال ۱۸۶۲م کې خپور شو، خپله خبره نوره هم تصريح کړه او پښتو يې دايرانی ژبو په شرقی ډله پورې مربوطه وګڼله اوپدې ترتيب يې له (زند) سره ونښلوله. (۲۴)
پاټ په کال ۱۸۳۳م کې اروپايی ژبې په پنځو کورنيو وېی او پښتو او فارسی دواړه يې په دوهمه کورنۍ پورې مربوطې ګڼي. (۲۵)
اما ځينو پوهانو بيا پښتو دهندي او ايرانی ژبنيو ډلو ترمنځ يوه څانته او مستقله ژبه بللې ده.
ډاکتر ارنست ترومپ چې دخپلو ډېرو وسيعو ژبنيو مطالعاتو او څېړنو په لړکې يې پښتو ګرامر هم ليکلی دی،پښتو دهندي او ايراني ژبو ترمنځ يوه اتصال کړۍ بولي او ليکي: ( پښتو کلمات مستقيماً له ګاونډيو پراکرت لهجو،په تېره بيا پنجابی او سندهي نه مشتق شوي دي، دصرف او ترکيب دعمليې دساختمان له نظره سندهی ته بېخی زياته ورته ده: پښتو په تېره زمانه کې دمتعدی افعالو له نظره له سندهي سره کامل مطابقت لري او يوازې دسندهي ژبې پر اساس تشريح کيدلی شی.مګر پښتو په هيڅ صورت کومه دپراکرت لهجه نه ده ، بلکه یوه زړه مستقله ژبه ده چې له هندی آريايی ژبو نه دايرانی ژبو کورنۍ ته دبدلون لومړنۍ مرحله ښيی او ځکه نو ددواړو خصوصيات او مميزات پکښې څرګند دي، خو بيا هم دپراکرت خصوصيات زياتره پکې بارز دي. دپښتو دا خصوصيت دهغې له جغرافيايی موقعيت سره هم اړخ لګوي.) (۲۶)
پروفيسور اډيلنګ Adelung هم پښتو يوه ځانته مستقله او خاصه ژبه وبلله. (۲۷) او شيلی ډيور هم، لکه څنګه چې وړاندې وويل شول، وايي چې (پښتو ځانته په يوه خاصه او ابتکاري طريقه انکشاف ورکړی دی.) (۲۸)
ډورن خپله دپښتنو په باره کې هم همدا نظر لري او وايی چې پښتانه، نه د ايرانيانو له پښته دي او نه دهندیانو، بلکه داددغو دواړو سترو ولسونو تر منځ يو مستقل قوم دی. (۲۹)
جان ملکم هم پدې برخه کې ډورن ته ورته نظر لري او ليکي چې (پښتانه له فارسيانو او هنديانو نه متفاوت خلک دي.) (۳۰)
اما دچا خبره چې دپښتنو دژبې ديښې او اصالت دټاکلو په برخه کې د کاڼي کرښه شوه،هغه فرانسوي لوی عالم او ستر مستشرق جېمز ډار مټټر ؤ. ده دخپل هغه درانه او ستر اثر په اوله برخه کې چې دافغانانو ولسی سندرې نومېږي تو پشتو او زند په پوره تفصيل اوډېر دقت سره مقايسه کړې اوپه پای کې دې نتيجې ته ورسېد چې پشتو له زند سره دومره نژدې ارتباط لري، لکه نوې فارسي يې چې له زړې فارسی سره لري. پدې ډول ډار مټټر ديوه واقعي طالب العلم په حيث پخوانۍ نظريه دنويو حقايقو په رڼا کې بدله کړه او پښو يې په قاطع ډول دهندو ايرانی ژبود لويې ډلې دايرانی ډلې په شرقی ډلګۍ پورې مربوطه وګڼله او په ډاګه يې کړه چې پښتو زند ته بېخی نژدې يوه بله ژبه ده. خو پښتو دشمالی هندي ژبو عناصر هم په بېخی خلاص لاس او پراخه پيمانه کسب کړي دي. (۳۱)
جورج مارګنسټرن چې دپښتو ژبې په تېره بيا دهغې دتاريخی-مقايسوي څېړنې په برخه کې له ډار مټټر نه راوروسته دډير اوچت صلاحيت خاوند دی، دډار مټټر نظر کاملاً تائيدوی. خو په عين وخت کې پښتو په شرقی ايرانی ژبو کې دساکانو لرغونې ژبې ته دومره ورنږدې بولی چې وايی پښتو له اصله، غالباً، يوه دساکا لهجه ده. دی خبرې ته دوام ورکوي او وايي البته ددې امکان نشته چې سړی دې ددغو دوو ژبو ډيرې نږدې اړيکی تثبيت کړي. (۳۲)
دمار ګنسټرن خبره ځينې نور مؤلفين هم، اساساً، تائيدوي. (۳۳)
که سړی دمارګنسټرن نظريه منی اوپښتو دساکايوه لهجه ګڼی، نو معنا به يې داوي چې پښتو لږ ر لږه دوه زره کاله پخوا معموله وه. ځکه د ساکانو مشران ل ميلاد نه تخمين سل کاله دمخه يعنې د (۹۷ ق.م.) په شاوخوا کې، په نننۍ پښتونخوا کې مسلط شول اوپه پنځم ميلادي کال کې يې سلطه پای ه ورسېده اوپدې پسې يې ژبه هم لادر که شوه.
اوس سوال دادی چې پښتو او ساکاخو، اساساً دايرانی ژبو په شرقی ډله پورې مربوطې ژبې دي،نو پښتو دا دومره قوي دهندي ژبو خصوصيات له کومه کړل؟ داسوال دوه احتمالی ځوابونه لرلی شی. يو دا چې پښتو له اصله يوه ايرانی ژبه وه او هندي ژبو ډېر زيات عناصر، لکه څنګه چې ډار مسټټر او نور وايی، وروسته ور داخل شوي دي. بل دا چې پشتو له اول سرنه داسې يوه ژبه وه چې هم يې دهندي ژبو خصوصيات لرل او هم دايرانی ژبو. راځئ چې لومړی دا اول احتمال وڅېړو.
ديوه قوم ژبې ته ديوه بل قوم دژبې په ډېره وسيعه پيمانه خصوصيات، معمولاً، هغه وخت ور داخلېدلی شی چې لومړی قوم ددوهم قوم تر ډېرې قوي او اوږدې سياسی او ثقافتی سلطې لاندې راغلی وي. خو تاريخ شاهددی چې دپښتو ملک په اسلامی عصر کې هيڅکله هم دهندوستان تر دغه راز سلطې لاندې نه دی راغلی، بلکه پدې دوره کې ډېر ځله هندوستان دافغانانو او پښتنو تر سياسی سلطې لاندې راغلی او اساساً همدا کار په هند کې داسلام او اسلامی ثقافت د خپريدو سبب ګرځېدلی دی. اما له اسلام نه وړاندې داسې يوه دوره تېره شوې چې په هغې کې دپښتنو ملک دهندوستان تر يوې قوي او طولانی سياسی او ثقافتی سلطې لاندې راغلی و. دا دوره دموريا دکورنۍ دواکدارۍ عصر دی چې دچندراګوپتا دواکدارۍ له سرنه (۳۲۳ق.م.) پيل شوې او دآشوکا په مرګ (۲۲۷ق.م.) پای ته رسېدلې ده او نږدې سل کاله يې دوام کړی دی. په واقعيت کې همدا يوازينۍ دوره ده چې کېدی شی پښتو ته دندي ژبو خصوصيات په دومره وسعت او قوت ور ننوتی وي او که دا خبره داسې وي نو پښتو به لږ تر لږه يوه دوه نيم زره کلنه او حتی تر هغه نه هم زړه ءبه وي. اما کله که سړی هغه اول احتمال وني او داسې وګڼی چې په پښتو کې دهندی او ايرانی ژبو خصوصيات ان دوال سرنه موجود وو، هلته نو بيا دترومپ نظيه تقويه کېږي اوپښتو دندي او ايرانی ژبو تر منځ يوه ډېره لرغونې داتصال کړۍ يا په بل عبارت ددغو دوو کورنيو ديو شمېر ژبو دانشعاب منشأ ګرځی. ددوهم فصل يادداشتونه:
۱) راورټی،هنری،پښتوګرامر،مخ۱۷.
۲) تذکرةالملوک دپښتنو تاريخ دی او راورټی دخپل ګرامر په مقدمه کې معرفی کړی دی.
۳)راورټی،پښتو ګرامر،مخ ۸.
۴)راورټی، پښتوډکشنري،مقدمه،مخ ۱۲.
۵) همدا اثر ، همدا مخ
۶)راورټی،پښتو ګرامر،مقدمه،مخ ۲۲-۲۳.
۷)همدا اثر،مخ ۴.
۸)جونز ويليم، آسيايی مطالعات،ټوک۲،مخ ۱۷۶.
۹) راورټی، پشتو ګرامر، مقدمه،مخ ۱۷.
۱۰)الفنسټن،منستورات،دکابل سلطنت،مخ ۱۹۰-۱۹۱
۱۱)ملکم،جان،دفارس تاريخ،ټوک ۲ ، مخ ۵۹۷.
۱۲)ډورن،برنارد،دافغانانو تاريخ ، يادداشتونه، مخ ۶۵.
۱۳) ډورن،پښتو منتخبات، مقدمه،مخ ۲.
۱۴)لونتال،ايسيدور،دبنګال دآسيايی ټولنې مجله،ټوک ۲۹،کال ۱۶۰م مخ ۳۲۵
۱۵)راورټی، پښتو ګرامر،مقدمه ، مخ ،۱۷.
۱۶)لوونتال، مخکې ياده شوې خپرونه،مخ ۳۲۵.
۱۷)ډورن،پښتو منتخبات، مقدمه،مخ ۲.
۱۸) ليچ رابرت، دبنګال دآسيايی ټولنې مجله،ټوک۸،مخ۱،کال۱۸۳۸.
۱۹)هورنل،رو دولف دګادي ژبو مقايسوی ګرامر ، مقدمه،مخ ۳۳.
۲۰)همدا اثر،مقدمه،مخ ۳۴
۲۱)ګريرسن،جورج،دهند دژبو سروې ،ټوک۱۰ ،مخ ۹.
۲۲)دبورشيلی،دمقايسوی فلالوجی اجمال،مخ ۲۹۹.
۲۳)ميولرمکس، په شرق کې دجګړې دمرکز ژبې،مخ ۳۲.
۲۴)ګريرسن،جورج،دهنددژبو سروې،ټوک۱۰مخ۹.
۲۵) لونتال، مخکې،ياده شوې خپرونه،مخ ۳۲۵
۲۶)ټرومپ،ارنست،پښتو ګرامر،مقدمه،مخ ۱۲.
۲۷) راورټی، پښتو ګرامر،مقدمه،مخ ۱۸
۲۸) شيلی ډېر،مخکی ياد وی اثر،مخ ۲۲۹.
۲۹) ډورن،دافغانانو تاريخ،يادداشتونه، مخ ۷۲ (انګريزی)
۳۰) ملکم،جان،دفارس تاريخ،ټوک۱،مخ ۵۹۷.
۳۱) ګريرسن، دهند دژبو سروې، ټوک۱۰،مخ ۹.
۳۲) مارګنسټرن، جورج،اسلامی دايرةالمعارف ،ټوک۱،مخ.۲۲.
۳۳) اولاف کرو، دي پټانز،مخ ۶۶-۶۸