په داسې حال کې چې د ويکي ليکس په اړه بېلابېل خبرونه خپاره شوي او پر نوموړي ويبپاڼې بريد د هغې د موافقو او مخالفو هکرانو تر منځ يوه جنجالي موضوع ګرځېدلې د يو نوي وايروس خبر تر لاسه شو.
سيمانټيک امنيتي (Security) شرکت وروسته له هغه چې ګومان کېږي هکران له دې ناکرارۍ څخه د ګټې پورته کولو اراده لري د يو نوي وايروس د خپرېدو خبر ورکړ.
د ويټري د خبر له مخې دغه ويروس هڅه کوي چې د ځينو ټولنيزو او انجينريو تېراېستنو له لارې ځان خپور او زيات شمېر قربانيان په دام کې ښکېل کړي.
د سيمانټيک اداره ليکي: نوموړى وايروس په يوPDF فايل کې ځاى پر ځاى شوى او د برېښناليک له لارې خپرېږي. د دغه برېښناليک په سرليک کې له Wikileaks څخه کار اخيستل شوى او په ظاهري بڼه ډېرى هغه اسناد چې د ويکي ليکس پر پاڼه خپاره شوي له ځان سره لري.
نوموړىPDF فايل تر کښته کولو او پرانيستلو وروسته د کمپيوټر په لړلو لاس پورې کوي.
د دغه وايروس ليکوالان تر اوسه معلوم نه دي، خو داسې ښکاري چې هکران د هغه په خپرولو سره غواړي د يو ګډونوال ګډون نوم او شفر تر لاسه کړي. له همدې امله سيمانټيک په خپلې رسمي ويبپاڼه کې پر ټولو انټرنيټ کاروونکو ږغ کړى: (د ورته برېښناليک د تر لاسه کولو سره سم هغه له منځه يوسئ!)
د يادونې وړ ده ټول هغه کمپيوټرونه چې وايروس ضد پروګرامونه په کې ځاى پر ځاى وي که پر وخت تازه(Update) شي ښايي د ورته حملو مخنيوى وکړي
له افغان سافټ پاني څخه