ژباړه :رڼا لودین اند
ښايي ځینې خلک ددې پوښتنې په ځواب کله هم پوه نه شي .
وايي چې یوه ورځ یو نجلۍ له خپل میېن څخه په خبرو خبرو کې وپوښتل، ولې له ماسره مینه لرې . او ولې درته ګرانه یم ؟
هلک: زه یې رښتیا په دلیل نه پوهیږم چې ولې خو دومره پوهیږم چې له تاسره بې کچې مینه لرم ...
نجلۍ : ته چې یې په لامل نه پوهیږي نو بیا ولې وايي چې زه درته ګرانه یم او ماسره مینه لري ؟
هلک : هو ، زه یې ريښتیا په لامل نه پوهیږم خو خپله مینه ثابتولی شم چې درسره یې لرم .
نجلۍ : د مینې ثابتول ؟ نه ! زه غواړم چې ته ماته ددې دلیل چې ولې درته ګرانه یم ووايي.
هلک : سمه ده ...سمه ده !!! وایم یې...ددې لپاره چې ته ډیره ښکلې یې ،غږ دې هم ډیره خوږ دی ،تل په ما باندې پام کوې ،نور ه ته مینه وړې یی ، هوښیاره یې ، ستا له مسکا او ستا له حرکاتو سره مینه لرم .
نجلۍ دهغه ددې ځوابونو سره ډیره خوشحاله او قانع شوه .
له بده مرغه څو ورځې وروسته دا نجلۍ د یو بد ټکر سره مخ شوه او د کوما حالت ته ولاړه .
کله چې هلک له دې پېښې خبر شو نو روغتونو ته راغۍ او د تلو په وخت کې یې یو لیک د دې نجلۍ تر څنګ پرېښود.
په لیک کې لیکل شو ې وو :
(( ګرانی ! ما درته ویلي و چې زه ستا پر خواږه غږ مین یم ،خو ته اوس خبرې نه شي کولی . ایا کولی شې ؟ نه !نو نه شم کولی چې درسره مینه ولرم .
درته مې ویلی و چې پر ما پام کوي ځکه درسره مینه لرم،خو ته نور پر ما پام هم نه شې کولی ،نو زه هم باید درسره مینه ونه لرم .
همدا راز مې تاته ویلي و چې ستا موسکا مې خوښیږی او ستا پر حرکاتو مین یم ، خو ته اوس موسیدلی نه شې او د خوځیدلو نه یې .
نه ،نو زه هم درسره مینه نه شم لرلی ...
که مینې کوم دلیل ته اړتیا لرله نو اوس هیڅ داسې دلیل پاتې نه شو چې زه در سره لاهم مینه ولرم .
ایا مینه کوم دلیل ته اړتیا لري ؟
نه! هیڅکله نه ،
زه اوس هم درسره مینه لرم .
رښتینې مینه هیڅکله له منځه نه ځي ،او هغه مینه چې ورځ په ورځ کمیږي او له منځه ځي هغه هوس دی مینه نه ده .
خامه مینه دا ده چې وايي :زه درسره مینه لرم ځکه درته اړتیا لرم په داسې حال چې پخه او کامله مینه وايي : درته اړتیا لرم ځکه چې درسره مینه لرم .))