محمدشاه فضل يار


دماغو ته هم دارامتيا ضرورت دى ،خو په يوه نوې څېړنه کې ث ابته شوې ،چې مسلسل کار ،زياته بې خوبي او په خپل وخت ارام نه کول ،دماغي سيستم متاثره کوي ،چې له امله يې ځينې برخې ويدې پاتې کېږي .
په امريکا کې دوسکونسن پوهنتون څېړونکو په يوه څېړنه کې ښودلې ،چې که تاسو کوم شى هېروى او ياکومې غلطيانې درنه کېږي ،نو دا واضحه خبره ده ،چې ستاسو د دماغو ځينې برخې ويدې پاتې دي او همداشان متواتر کارکول د دماغو کړنې متاثره کوي .
دڅېړنوله مخې دماغ مخکې له ستړي کېدو دکاردپرېښودلو سيګنال ورکوي او دنيورونز څه برخې ويدې کېږي،نو ځکه بايد کار تريوه مناسب وخت پورې وشي دا په دې مانا ،چې دماغ هم ارام ته اړتيا لري او په خپل وخت بايد دماغو ته ارام ورکړو.