دساينس په نړۍ کې ،چې هر څه کېږي ،زياتره يې په حقيقت بدلېږي.دا هم دپخوانيوکيسو په شان ښکاري ،چې پر ملاپسې يو ماشين وتړئ او په هوا شئ،خو د(پرسنل اسپيس اېج ټريول) خوب اوس رښتيا شوى .دا دنړۍ لومړنى کمرشل جېټ پېک دى ،چې خلايي راکټ ته ورته دى او داوو دقيقو له پاره امتحان شو .ددې نوې او حيرانوونکې الې په تيارولو وايي څلوېښت کاله لږېدلي دي او په يو وار پورته کېدو سړى څلوېښت ميله په هوا تللى شي.ددې نوې الې تجربه يو ځل په ٢٠٠٨م کال دامريکا په نندارتون کې وشوه ،چې له شپږو فټه څخه يې جګه الوتنه نشواى کولاى او پرواز يې هم تر ٤٥ ثانيو حساب شوى وو،چې اوس دهغې پرخلاف ١٠٠ فټه جګ حرکت کوي او ٤٠ميله لېرې تګ کوي ،چې دا نوې اله به ددې کال په اواخرو کې په ازاد بازارکې په ٧٥ زره ډاره خرڅلاو ته وړاندې شي ،چې دا دنړۍ تر ټولو ساده طياره بللى شو او په دې کې دوه ليتره ،دوه سوه هارس پاوره ګيسولين انجن نصب شوى .اوس هغه وخت رارسېدونکى دى ،چې دفتري مامورين به الوځي او دفترونو ته به ځانونه پر خپل وخت رسوي ،ځکه چې په اوس وخت ترافيکي ګڼه ګوڼه دومره زياته وي ،چې زياتره وخت مامورين پر خپل وخت دکار ځاى ته نه رسېږي .
څېړونکي وايي،چې زياته ګټه به ترې امريکايي پوځيان واخلي او په نظامي عملياتو کې به ترې ګټه پورته کوي .
په جنګونو کې دجاسوسۍ دالې په توګه ترې هم کار اخيستل کېږي ،په دې کې برېښنايي سټبلايزر او کمپيوټري کنټرولوونکى نظام هم شتون لري .
ددې نوې جوړې شوې الې وزن ٢٥٠ پونډه دى او دالوتنې له پاره يې بايد استعمالوونکى کس تربيه شي او که تاسو غواړئ،چې دغه اله ولرئ ،نو اتلس مياشتې وروسته به مو دا ارمان پوره شي.

له خبريال څخه په منني