Bovine ephemeral fever
مترادف نومونه :
Three day sickness,Bovine epizootic fever ,three day stiff sickness
تعريف:(Defination)
دغه ناروغى دغواګانو غير مستقيم سارى non contagious))ناروغى ده چى په ناڅاپى ډول دتبى مايوسى ستړتيا ،ګوډوالى او د ګيډى دپړسيدنى سبب کيږى .
ددى ناروغى کلينيکى منظره سره اختلاف لرى چى په زياتو ناروغو څارويو کى تکرارى او زر ښه کيدونکى وى همدارنګه دغه ناروغى په بلاربو غواګانو کى ،وچو غواګانو او ميښو کى ليدل کيږى چى د ارتروپودا په واسطه دناروغو څارويو څخه سالمو څارويو ته انتقاليږى په دى ناروغى کى دحرارت درجه لوړه وى ناروغ حيوان دفشار لاندى وى ګوډوالى هم پکښى ليدل کيږى دسترګو نه اوښکى ځى ګيډه ئى پړسيدلى وى ،حيوان چنګ وى چى بعضى وخت ډير سخت حالت ته ځى او درى ورځى وروسته ښه کيږى .
تلفات ددى ناروغى ډير کم دى خو ځينى وخت ناروغى سخته کيږى او حيوان دناروغى په مقابل کى معافيت نه شى حاصلولاى نو ددى لپاره مخکښى دمخکښى حيوان واکسين شى او په شيدو ورکونکو غوګانوکى نسبت وچو غواګانو ته خساره زياته ليدل کيږى .
تاريخچه:
Ephemeral fever ناروغى د لمړى ځل لپاره په جنوبى افريقا کى په ١٩٠٦م کال کى تشريح شوه دغه ناروغى د مخکښى وقوعاتو له مخى Schweinfurtپه واسطه په ١٨٦٧م کال کى وپيژندل شوه او همدارنګه دغه ناروغى په١٨٩٥او ١٩٢٤م کلونو کى په مصر کى تشريح شوه.
اوسنى مطالعات وائى چى دغه ناروغى په زياته پيمانه په ګرمو ممالکو کى او همدارنګه په هغه ممالکو کى چى د استوا کرښى په دواړو خواو کى واقع و ىچى په دى کى دافريقا ټول هيوادونه او جنوبى اسيا هيوادونه لکه اسرائيل ،سوريه ،عراق ،ايران ،پاکستان،هند افغانستان(ننګرهار ،قندهار ،لغمان ،جوزجان،کندز ،بادغيس)بنګلديش ،جنوبى او مرکزى چين او جنوبى جاپان تر جنوبى اسيا او بيا د هغى څخه استرليا پورى رسيږى .
ځينى سيرولوژيکى شواهد داسى ښائى چى دغه ناروغى په پيپانيوګينا کى اسلينډ نيوزلاند امريکا متحده ايالات کى د ١٩٥٦م کال راهسى وجود لرى .
په اروپا او جنوبى امريکا کى ددى ناروغى کوم راپور نشته .
اقتصادى زيانونه : (Economical less)
ستر اقتصادى زيان په غواګانو کى دشيدو کموالى چى تقريباً٧٠%ته رسيږى او په بلاربو غواګانو کى سقط يا Abortionدى .
په نارينه غوايانو کى چى د سپرم توليد د ځنډ سره مخامخ کيږى او همدارنګه سپرم دتخمى القاح قابليت دمنځه ځى او بلاخره دغواګانو القاح د ځنډ سره مخامخ کيږى که چيرته دغه قسم غوايان وساتل شى ٣څخه تر ٦مياشتو پورى وخت نيسى.
١- په شيدو ورکونکو غواګانو کى ٧٠%په شيدو کى کموالى راځى .
٢- که چيرته حيوان ددى ناروغى څخه روغ شوى وى نو ١٥% په شيدو کى کموالى راځى .
٣- په بلاربو غواګانوکى په اولو پنځو مياشتو کى او يا په اخيرو مياشتو کى سقط واقع کيږى .
څرنګه چى د يو ليتر شيدو بيه ٦٠سينټه دى او تلفات ئى ٣%دى حال داچى دتداوى مصارف ئى ډير کم دى مثال که د يو دوز واکسين بيه ١،٧٠ډالره وى په يوه رمه کى چى ١٠٠غواګانى ٣٠نران غوايان ٢٥ غوناجى ٤٠ خوسکى وى حال داچى خوسکو ته دوه دوزه واکسين ته ضرورت لرى په دى صورت کى ٢٠٨دوزه واکسين ته ضرورت دى چى په ١،٧ کى ضرب کړو ٣٥٥ ډالره راځى او چى د کال په ورځو ئى تقسيم کړو هغومره ډالر درى کالو لپاره ددى حيواناتو لپاره ذخيره کيږى چى دغه مصارف نسبت تلفاتو ته ډير کم دى .
د ناروغى اسباب Etiology):)
Ephemeral fever ويروس يوRNA لرونکى ويروس دى چى د ربډو ويروسس په فاميلى پورى مربوط دى چى په ١٨٦٧م کال کى په افريقا کى وپيژندل شو .
ددى ويروس انتيجينک ساختمان دغواګانو ددرى نورو غير مريضى مينځته راوړونکو يا non pathogenic ويروسونو سره مشابه جوړښت لرى چى هغه عبارت دى له
Kimberley virus,Berrimah virus ,Adelaid river ويروسونو څخه .
دوه نور داسى ويروسونه چى ephemeral feve ويروس سره مشابه ناروغى مينځته راوړى هغه ويروسونه عبارت دى له kotonkan virus,pachong virus څخه چى دا ويروسونه په افريقا کى پيداکيږى.
انتيجينک ارتباط د نورو ويروسونو يعنى ربډو ويروسس سره چى په غواګانو کى ناروغى مينځته راوړى ډير زيات علمى يا academic ارزښت لرى ځکه چى د انتانى ويروسونو واقع کيدونکى انتاناتو مخنيوى د محافظوى ميکانيزم په واسطه نه کيږى چى نوموړى ويروس کولائى شى چى د غواګانو د انتى بادى په عکس العمل کى مداخله وکړى او ددى ناروغى د تکرار سبب ګرځى .
نوموړى ويروس د ربډو ويروس د ګروپ پورى اړه لرى او ٧٠×١٧٥نانو متر اندازه شوى دى دغه ويروس د کيمياوى او فزيکى خصوصياتو د نظره ويزيکولر سټوماټيټس ويروس سره شباهت لرى دغه ويروس دوينى د leukocyte او platlates طبقاتو کى په متحد شکل ليدل کيږى .
دغه ويروس bullet يا مردکى ډوله شکل لرى چى په ٣٧ درجى د سانتى ګريد تر ١٧ساعتونو کى بى تاثيره کيږى يا ٢٥درجو کى تر ١٢٠ساعتو پورى تاثيرات د منځه ځى او همدارنګه دغه ويروس په ٢،٥PH کى ١٩دقيقو پورى او ٩،١PHکى تر ٦٠ دقيقو پورى غير فعاليږى او همدارنګه دغه ويرس ډير حساس هم دى.
څرنګه چى دغه ويروس ربډو ويريډاى او اربو ويروډاى پورى اړه لرى نو په لنډ ډول ئى د مطالعى لاندى نيسو.
Rhabdo viridae:
په دى فاميلى کى DNAلرونکى ويروسونه شامل دىچى عبارت دى له vesiculo virus او lyssa virus ويروسونو څخه دا ويروسونه دايروى دى چى د ديپرون اندازه ئى ٧٠(٢٢٠-١٣٠)١٧٥نانو متر دى ددى ويروسونو يو شکل د ويزيکولر سټو ماټيټس دى دا ويروسونه لرونکى د ٢% RNA ويروسونو دى چى ماليکولى وزن ئى ٤ ميلون دالتون ته رسيږى او اوږدوالى ١٠ نانو متر دى دغه ويروسونه د ګروپ شکل لرى چى يو طرف ئىپراخه او بل طرف ئى محدود وى او په ليپو پروتين پوښل شوى دى .
Diseases caused by rhabdo viridae
Lyssa virus |
Vesiculo virus |
Rabies virus Logos bot virus Nigrian shrew virus Kern canyon virus Bats
|
Vesicular stomatitis virus Bovine ephemeral fever (cattle ,sheep, depteria ) haemorrhagic septicemia virus (trout) (cocal virus brids ) flades hart park virus (birds and depteia) MT-Elgon bat virus Buts and dipteria Sigma virus (dreso phila ) Potato yello dwar f vitud plants |
Arbo virus :
دغه ګروپ ويروسونه لرونکى د RNA ويروسونو دى چى د بند لرونکو لکه مچ کورنى مچ کنو کى تکثر کوى چى د ناروغ حيوان څخه عامل اخلى او روغو حيواناتو ته انتقالوى او اندازه ئى ٣څخه تر ١٠٠ ملى مايکرون دى چى دغه ويروسونه په فلاوډ ويروس او بوتيا ويروسونو تقسيم شوى دى .
تفريحى دوره:(incubation period)
تفريحى دوره ددى ناروغى په تجربوى ډول ٢او ٤ ورځو ترميځ ده او په ځينو تجاربو کى ښودل شوى ده چى ٩ ورځو ته رسيږى چى دغه وخت دويروس سټراين ځنځير او دوز يا مقدار پورى اړه لرى چى دوز ئى زيات او ځنځير ئى قوى اوسى دغه موده به لنډه وى .
داقليم تاثيرات :
څرنګه چى په ګرمه هوا کى حشرات زيات وى او دغه حشرات د ايفيميرال فيور ناروغى په انتقال کى رول لرى نو په لحاظه په ګرمو او وچو منطقو کى ددى ناروغى موجوديت زيات دى.
د ناروغى انتقال:mod of transmission))
يو قسم ويروس چى په نوم د ربډو ويروس ياديږى د ايفيميرال فيور د ناروغى سبب ګرځى د ويروس انتقال او خپريدل ددى ناروغى سره مشابهت لرى څرنګه چى نوموړى ويروس د حشراتو په واسطه انتقاليږى نو دغه ناروغى هم د حشراتو په واسطه انتقاليږى او دغه حشرات د ماشو د کورنى پورى مربوط دى او عبارت دى له culex annulirostris څخه ددى ماشو دچيچلو څخه د ناروغ حيوان څخه روغ حيوان ته ناروغى انتقاليږى .
همدارنګه دغه ناروغىدculicine او Anophelin غوماشو په واسطه انتقاليږى او نوموړى ناروغى د غواګانو دنژدى تماس قطروى انتانات اطراحيه مواد يا ايګزودات د زرق له کبله نه خپريږى او هم داسى شواهد شته چى نوموړى ناروغى دمنى يا semen په واسطه نه خپريږى .
غوښه هم ددى ناروغى د انتقال لامل نه دى ځکه چى دغه ويروس د ٥ څخه ښکته PH کى تخريبيږى ځينى اسيدى محيطونه د غواګانو مرګ څخه وروسته په عضلاتو کى ميځته راځى .
دغه ناروغى په اوړى کى په استرليا جنوبى افريقا چين جاپان کى دګرم اقليم له کبله زيات واقعات ليدل کيږى .
کله چى د نوموړو غوماشو په واسطه حيوان وچيچل شى او ويروس وريدى سيستم ته داخل شى ويريميا مينځته راوړى او مخکښى له دى نه چى ناروغى مينځته راوړى دا ضرورى ده چى لمف سيستم ته داخل شى چى دغه عمليه د غوماشو په واسطه تقويه کيږى چى د رګونو څخه تغذيه کوونکى دى .
Pathogenesis:
په يو کوربه يا مزبان کى لاندى داخلى تغيرات منځته راځى :_
معموﻻً د تفريحى دورى دتېريدو وروسته د وينى څخه دغه ويروس mesodermal انساجو کى localizes کيږى لکه په مفاصلو کى ،عضلاتو کى لمفاوى عقداتو کى وى نو په دى اساس ځينى کلينيکى تظاهرات لکه تنفس کموالى يا ډاسپينا او ستړتيا مينځته راځى .
Burgess او spradbrow دوه عالمانو په ١٩٧٧م کال کى داسى نظريه درلوده چى دغه ويروس په ريټيکولر انډوتيليل حجراتو کىکرل کيږى يا وده کوى بى غير د لمفاوى حجراتو يا(cells vesicular endothelium)څخه .
کلينيکى نښى:(clinical findings)
ناروغ حيوان خوراک او څښاک نه کوى د خولى نه ئى لاړى بهيږى د سترګو نه ئى اوښکى ځى او سترګى يى لمدى وى حيوان چنګ وى او ګوډوالى ليدل کيږى او حيوان دوه طرفه حرکت لرى بندونه يى پړسيدلى وى او ورميږ يى څو ځلى زيات پړسيدلۍ وى او غير ارادى ناڅاپه په ځمکه لوئيږى او په دريمه ورځ ناروغه غوا جګيږى او خوراک او اوبه څکى اکثره وخت سير د ناروغى لنډ وى چى حتْى ٢٤ ساعته دوام کوى خو بعضى غواګانو کى درى هفتى دوام کوى خو دا حالت ډير کم واقع کيږى .
ناروغ حيوان بى اشتها وى anorexia )) د ليرى پړسوب حيوان فشار ﻻندى وى د پوزى او خولى څخه دمخاطى او سيروزى مايع ځى عمومى خستګى او ګوډوالى سبب کيږى چى دغه ګوډوالى کيدائى شى په څو ساعتونو کى د يوى پښى څخه بلى پښى ته انتقال شى .
کيدائى شى sub mandibularis oedema او pathy oedema د سر په ټوله ساحه کى پيداکيږى زياتره حيوانات په دى ناروغى کى ١٢څخه تر ٢٤ ساعتونو پورى پراته وى او سرئى د فلنک طرفته تاو کړى وى چى د قوى تنبع په واسطه پورته کيدائى شى .
په شيدو ورکوونکو غواګانوپه شيدوکى تقريباً٧٠%کموالى راځى چى د ناروغى ١٠ ورځى د تيريدو وروسته نورمال حالت ته راځى چى دغه اندازه مساوى ده دهغى اندازى سره چى ددى ناروغى نه ئى مخکښى درلوده خودا حالت په هغو غواګانو کى چى سقط ئى کړى و ى شيدو نورمال حالت ته نه راځى اويا bacterial mastits ولرى او په دى ناروغى اخته شوى وى نو په دى وخت کى د تيونو ناروغى انکشاف کوى او تيونو حجرات وخت په وخت ضعيفه کيږى او شيدى ورکى کيږى .
په نارينه چاغ غوايانو کى ددى ناروغى نښى دادى چى وزن دلاسه ورکوى خو دا وزن په ډير مشکل سره بيرته پوره کوى يعنى ډير وخت بعد چى ٣څخه تر ٦ مياشتو پورى خپل اولنى حالت ته راځى ځکه چى په دى حالت کى د حرارت درجه لوړه وى نورمال حالت ته نه راځى او په نارينه غوايانو کى ځينى ولادى معيوبيتونه مينځته راځى لکه قسمى عقامت چى سپرماتوزئيدو د جوړښت له کبله وى يعنى سپرماتوزئېدونه په صحيح ډول نه جوړيږى او دغه عقامت ٦ مياشتى دوام کوى خو مګرم عقامت په دى ناروغى کى يو غيرى وصفى effect دى ځکه چى په نارينه غوايانو کى عقامت د تداوى په واسطه وقوعات کميږى.
او په غواګانو کى د عقامت يا infertility کوم effect نه ليدل کيږى خو که چيرى په اتمه يا نهمه مياشت د بلاربوالى کى دغه ناروغى واقع شى سقط سبب کيږى.
په استرليا کى مخکښى راپورونو دا ښودلى ده چى Bovine ephemeral fever ناروغى ولادى تشوشات په هغه صورت کى مينځته راوړى چى simbu group ويروسونه( akabana , aino)ورسره مداخله وکړى .
د مرګ څخه وروسته تغيرات :post mortem))
کوم معلومات چى د مرګ څخه وروسته معايناتو څخه لاسته راغلى په لاندى ډول دى poly serositis ,sero fibrinous په سينويال پريکارډ او پريټونېم کى موجود وى دغه مايع د انساجو په اطرافو کى هم ليدل کيږى .
د مفصل شکل تغير کوى او سينويال مايع زياتيږى لمفاوى عقدات غټيږى سيروزى غشا باندى زخمونه ليدل کيږى په ناروغ حيوان کى پلمونارميزم په وضاحت ليدل کيږى په سپينال کارد کى هم تغيرات ليدل کيږى څرنګه چى ښکارى چى په کى کوم فزيکى فشار وارد شوى اويا که ضربه د زړه دپاسه مينځته راغلى ده .
Acut حالت کى ليکوسايت ډيريږى نتروفيل هم ليدل کيږى چپ طرفته د بدن تغيرات ليدل کيږى د لمف کمبود په وجود کى راځى فبرونوجن اندازه لوړيږى حتىْ ٣ څخه تر ٧ چنده هم زياتيږى
تشخيص: (Diagnosis)
يواځى د يو حالت په نظر کى نيولو سره تشخيص مشکل دى ددى ناروغى تشخيص په دوه طريقو کيږى :
دﻻبراتوار لپاره مواد تهيه کو داسى چى د وينى يو سمپل د تبى په جريان کى اخلو او ددوهم ځل لپاره ١-٢ هفتى وروسته اخلو .
وينى د لمړنى سمپل يوه برخه پريږدو چى علقه شى او بلى برخى سره ئى Anti coagulant مواد مخلوطو نو ددغه un coagulant وينى څخه يو smear جوړوپه دى ډول چى وينه د سلايد د پاسه اچو او پريږدو چى د هوا په واسطه وچه شى دغه طريقه د ويروس دتهيه کولو لپاره (جداکولولپاره)استعماليږى .
خو کله چى وينه دناروغى په جريان کىاخستل کيږى او پريږدو چى علقه وکړى او Anticougulant پکښى وانه چول شى نو په دى طريقى سره ويروس ښه نه تهيه کيږىځکه چى ويروس د فايبرين په واسطه پوښ کيږى که دا کار زياتى ورځى تکرار هم شى .
ﻻبراتوارى تشخيص:(laboratory diagnosis)
ددى لپاره چى مونږ ددى ناروغى موجوديت ثبوت کړو نو لاندى لابراتوارى تستونه اجرا کو:
١-virus isolation test: د ويروس دجداکولو تست
دغه ويروس جداکول په لابراتوارى معايناتو کى دموږکانو او hamster په داخل د مغز کى د زرق له مخى کيږى او همدارنګه نوموړى ويروس د همسټر او بيزو په پښتورګو کى د زرق له مخى هم جدا کيدائى شى .
نوموړى ويروس په سينويال او سينويال ممبران او ميزوتيليل حجراتو کى ليدل کيږى .
٢- complement fixation test:
د حيواناتو د جوړيدو د ښوونى لپاره دغه تست اجراکيږى چى په سيروم کى complement fixation Ab ليدل کيږى دغه تست په ١٩٨٢م کال کى ماريتين په واسطه عملى شو .
٣- fluorescent antibody test:
دغه تست ددى لپاره اجرا کيږى چى virus antigen د سپينو حجراتو په سايتوپلازم کى چى د ککړى وينى څخه نمونه اخستل کيږى وګورو چى داسى فکر کيږى چى دغه تست دحساسيت په خاطر او دقيق او درست تشخيص په خاطر اجراکيږى .
٤- Agargal immuno diffusion:
دغه تست په دى خاطر اجراکيږى چى دويروس موجوديت وليدل شى .
٥- Enzyme linked immuo sorbent assay tesr (ELISA):
دغه تست داسى فکر کيږىچى يو ډېر ساده او مناسب تست ددى ناروغى د تشخيص لپاره دى .
٦- Blood count test:
ليکوسايت او نيوتروفيلونو زياتوالى ددى ناروغى په لمړى مرحله کى ياداشت کيږى .
٧- plasma fibrinogen test:
د پلازما او فايبرونوجن زياتوالى په دى ناروغى کى ليدل کيږى .
٨-serum calcium level:-
د وينى د کلسيم داندازى کموالى اهميت چى په ځينو حالاتو کى ليدل کيږى.
تفريقى تشخيص:(Defferentiol diagnosis)
زيات ويروسى ناروغى شته چى Bovine ephemeral fever سره مغالته کيږى چى عبارت دى له Babesiasis,botulism,bluetongue, heart water, بليک ليګ او early rift vally fever څخه.
Salivation ممکن په FMD کى وليدل شى مګر په دى ناروغى کى په خوله vesiculas lesion نه ليدل کيږى.
لابراتوارى معاينات او بلخصوص د نيوتروفيلونو د مشخص اوصاف معاينه د قناعت بښونکى نتيجى د لاسته راوړلو لپاره اجرا کيږىخو مګرم داکارونه د ويروسى ناروغى د تفريقى تشخيص لپاره نه وضع کيږى .
د تفريقى تشخيص د کلينيکى نښو په واسطه کيږى.
Post disease complication
د ناروغى شديد کيدل يا بيرته راګرځيدل:
د ناروغى په مغلق او شديد حالت کى لاندى تغيرات په غواګانو کى ليدل کيږى-
١-د شيدو اندازه ښکته راتلل حتىْ ٨٠% د يادونى وړ ده.
٢-mastitis سبب کيږى.
٣-د غويمتوب په مرحله کى تاخير راځى.
٤-pneumonia ليدل کيږى او حيوان خسته کيږى.
٥-د آينده انتخاب لپاره حيوان د انتخاب چانس دلاسه ورکوى.
٦-حيوان خسته او خواريږى.
تداوي :(treatment)
څرنګه چى په دى ناروغى کى التهاب ليدل کيږى نو لمړى بايد د التهاب ضد دواګانى استعماليږى لکه فنيل بوتازون ٨ملى ګرامه په هر کيلو ګرام وزن ٨ ساعته وروسته ددى تر څنګ فيلونيکين او ميګلومين ٢،٢ملى ګرامه په هر کيلو ګرام وزن باندى او يا ورسره 8mg/kg په هر حال ښه نتيجه ورکونکى دى .
د تبى په جريان کى بى حسى يا فلج مينځته راځى چى کلسيم بوروګلوکونت سره ځواب ورکو دا فلج عيناً parturient paresis په شان دى چى په هايپو کلسيميا يا milk fever کى هم مينځته راځى .
په لمړى وخت کى تداوى د وروستنى وخت په نسبت زياته مؤثره ده همدارنګه دغه ناروغى بيرته راګرځيدل هم مينځته راوړائى شى په هغه وخت کى چى د التهاب ضد دواګانى تر معين وخته پورى دوام ونه کړى .
د التهاب ضد دواګانى لکه sodium salicylate,phenyl butazone ,navalgin analgin ,diclofenic sodium, او flunixing meglamine شامل دى .
دscandary infection لپاره انتى بيوتيک استعمالولکه تتراسکلين...................
وقايه او کنترول:(controll and prevention)
د عامل له منځه وړل او کنترولول د ناروغى د انتقال مخنيوى کوى اما دغه اجرايات مکمل مشکلات نه شى د منځه وړلاى دد ىتر څنګ بايد واکسين وشى اما دغه تجارتى واکسينونه اطمنانى نتيجه نه ورکوى ولى هغه غير فعال شوى واکسينونه چى د المونيم هايدرواکسايد په واسطه جوړيږى ښه قناعت بخشه نتيجه ورکوى بايد يادونه وکړم چى واکسين شوى حيوانات يواځى د BEFناروغى په مقابل کى معافيت حاصلوى نه د بلى ناروغى په مقابل کى.
دغه واکسينونه دهغو ويروسونو څخه چى غير فعال شوى وى په فنى ډول جوړشوى دى او سره له دى چى نوموړى ويروس ئى د موږک په مغز کى زرق کړى او ورسره ئى هم د ويروس ضد دواګانى استعمال کړى او په دىقسم ئى د ويروس تاثيرات ئى ضعيفه کړى دغه واکسين په استرليا ،جاپان ،تايوان او جنوبى افريقا کى مروج دى دغه واکسين په ډبل يا وړوکى دوز دوه ځل تطبيق ئى ضرورت دى ترڅو د ناروغى په مقابل کى معافيت حاصل کړى د معافيت موده ئى ١٢څخه تر ٢٠ مياشتو پورى ده او په جاپان کى تطبيق شوى کوم حيوانات ئى چى واکسين کړى بيا په ناروغى نه دى اخته شوى خو دغه واکسينونه ډير قيمت دى .
اوبل ډول واکسين په نوم د short sherf life ياديږى هم شته خو د تطبيق ساحه ئى محدوده ده ځکه چى د تطبيق نه وروسته out break ليدل کيږى په همدى ترتيب هغه واکسينونه چى کرل کيږى د فورمالين په واسطه دومره مؤثريت نه لرى.
حاضر واکسينونه په نوم د G-prolein جوړ شوى دى چى نوموړى د ناروغى په مقابل کى پراخه تاثير لرى چى په تجربوى ډول څو ځل استعمال شوى او چلينج ئى ورکړى چى بيا به ناروغى مينځته نه راځى او واکسين شوى حيوانات به په ناروغى نه اخته کيږىاو حيوانات معافيت حاصلوى د هغه مخصوصو انتىباډى ګانو په واسطه چى دنوموړى ويروس په مقابل کى جوړيږى او ويروس خنثىْ کوى .
Vaccination:
ټول حيوانات په نوبت نوبت په دى ناروغى اخته کيږى خو په طبيعى يا کسبى ډول حيوان معافيت حاصلوى همدارنګه دغه معافيت د BEF په هر سټراين او تايپ په مختلفو انتيجينونو په نوعو سره دى يعنى چى غواګانى ددى ناروغى څخه صحت وموند دوهم ځل پرى نه اخته کيږى او دوهم ځل لپاره په دى حيواناتوکى پايدارى تاثير نه لرى اما غواګانى تر کومه وخته پورى چى ويروس ځان کى لرى په قسم د cariar يا انتقالونکى دى روغو حيواناتو ته ئى انتقالولاى شى او هم ددى ناروغى په خپرولو کى رول لرى .
تر اوسه پورى داسى واقعه نه ده ليدل شوى چى حيوان د معافيت د حاصلولو نه وروسته په ناروغى اخته شوى وى اما ککړيدل د حيواناتو د وخت په تيريدو سره او مختلفو موسمونو راتلل ممکن دى حال داچى واکسينونه په جاپان جنوبى افريقا او استرليا کى موجوددى په جاپان کى دغه واکسينونه په لابرتوار کى تسټ کيږى او چلينج ورکوى د فارم په حيواناتو او نورو حيواناتو باندى بى شانه تاثير لرى يعنى د ژوند تر اخيره پورى په دى ناروغى نه اخته کيږى.
يو بل ډول واکسين په نوم د sub unit موجود دى چى مکمل واکسين په نوم ياديږى چىپه تجربوى حيواناتو او فارم حيواناتو ته چلينج ورکوى چى ددى واکسين په تطبيق سره حيوان په دى ناروغى نه اخته کيږى ولى دغه واکسينونه په بازار کى نه پيداکيږى.
خو څرنکه چى جنس او نوع دهغه حشراتو چى ددى ناروغى خپروى او عامل انتقالوى په مکمل ډول نه دى پيژندل شوى په همدى ترتيب ددى ناروغى کنترول سل په سلو کى نه دى تضمين شوى خو د حيواناتو ساتل د حشراتو څخه يو حفظ لصحوى لاره ده ددى ناروغى په جلوګيرى کى.
تجربو ښودلى ده چى دغواګانو ککړيدل او نه ککړيدل په دى ناروغى په کوم بيولوژيکى عامل پورى اړه لرى اما دغه نظر په ټول جهان کى داسى نه دى واکسين کول حيواناتو ته يواځنى د ناروغى څخه د خلاصى لاره ده.
د واکسين د تطبيق په وخت کى بايد څو نقطى په نظر کى ونيول شى چى واکسين څه رقم ساتل شوى دى چى په فنى ډول معين دوز او مکملو هداياتو سره تطبيق شى که په غير فنى ډول تطبيق شى نو ښه نتيجه نه ورکوى په عوض ددى چى حيوان معافيت حاصل کړى حيوان به ناروغه شى په اوس وخت کى فعال واکسين (ژوندى واکسين )او نيمه فعال واکسين شته دى چى دواړه قسمه ئى مونږ ددى ناروغى لپاره په غواګانوکى تطبيقو .
ژوندى واکسين د وترنر دهدايت سره سم بايد تطبيق شى چى معافيت موده ئى ١٢ مياشتى ده خو په دى شرط چى دوه ځل تطبيق شى .
کرل شوى واکسينونه د غير فعال واکسينونو په شکل تطبيق کيږى او نوموړى واکسينونه ارزانه او تطبيق يى هم اسانه دى .
د ذکر شوو واکسينونو څخه هر يو واکسين غواګانو ته تطبيق کيږى دوهم دوز د يوى مياشتى د تيريدو وروسته تطبيق کيږى حيوان هم د معافيت د حاصلولو لپاره هم يوى مياشتى ته ضرورت لرى ترڅو د اخيرى وخت د معافيت ته ورسيږى.
خوسکى چى د ٦مياشتو شى بايد واکسين ورته تطبيق شى په دوى کى بايد هر کال واکسين تطبيق شى ترڅو پورى چى صحيح معافيت حاصل کړى او دوهم دوز په خوسکو کى دوه هفتى وروسته د اول دوز څخه تطبيق کيږى په هغه صورت کى چى عاجل معافيت ته ضرورت وى کوم واکسين چى خوسکى ته کيږى ١٠ هفتى ئى معافيت دوام کوى ولى ټول حيوانات په دى قسم نه وى بلکى ټول حيوانات عاجل معافيت ته ضرورت نه لرى ځکه چى دغه ناروغى ډير وخت دوام کوى.
که چيرى وغواړو چى حيوانات مو دوامدار معافيت حاصل کړى بهتره داده چى دوهم دوز واکسين دوه هفتى وروسته د اول دوز څخه او دريم دوز واکسين ١٠ هفتى وروسته ددوهم دوز څخه بايد تطبيق شى.
که چيرى په يوه سيمه کىدغه ناروغى وليدل شى نو وړانګوئينه ئى داسى ده چى شاوخوا سيمو حيوانات هم ددى ناروغى د خطر سره مخامخ کيږى نو مخکښى د مخکښى د شاوخوا سيمو قيمتى حيوانات واکسين کړى لکه شيدو غواګانى نران وزن لرونکى غوايان ....
څرنګه چى نوموړى ناروغى په بلاربو غواګانو کى سقط سبب ګرځى او وزن لرونکو غوايانو د وزن د کموالى سبب ګرځى او همدارنګه په لنګو غواګانو کى د شيدو د کموالى سبب کيږى نو دغه زيات اقتصادى زيانونه دى بايد حيوانات مخکښى د مخکښى واکسين شى .
حيوانات بايد په مناسب ځاى کى وساتل شى حيواناتو د وينى سمپل واخستل شى او تست شى د قرنطين موضوعات تقويه شى د ناروغى دانتقال دمخنيوى نورى لارى چارى ولټول شى او داچى د ناروغى انتقال کم کړى کوم حيوانات چى د خارج څخه وارد کيږى قرنطين او کنترول لاندى ونيول شى قرنطين بايد ترهغه وخته پورى دوام وکړى ترڅو يو کيس د ناروغى ونه ليدل شى او تشخيصات منفى وى .
خلاصه:(summary )
پروګرام د واکسينشن ډير ارزښت مند دى په هغه صورت کى چى صحيح واکسين څخه استفاده وشى سامان اوهغه وسايل چى دضرورت وړوى بايد پاک او تهيه شوى وى ترڅو ددى ناروغى مخنيوى وشى او زمونږ قيمتى حيوانات ددى ناروغى څخه خلاص شى .
ناروغى څه وخت او کوم ډول ځاى کى غواګانى ناروغه کوى
په ١٩٧٥م کال کى نوموړى ناروغى ايپډيميک شکل درلوده او زياتره وخت به دغه ناروغى د استرليا په شمال ،جنوب ،او شرقى برخو کى ليدل کيده او بعضى وخت به په عارى (وچو)ځايونو کى هم ليدل کيده .
په غواګانو کى څو واقعات يو ناڅاپه وليدل شو يعنى په يو وخت کى څو غواګانى په ناروغى اخته شوى او دغه کيسونه په ١٠-١٥ کلونو په انتروال کى عمده کيسونه وه .
په تيرو کلونو کى دغى ناروغى ايپډيميک ډول يى سير کاوه نو دومره خلکو نه پيژانده اوس وخت کى دغه ناروغى داسترليا د شرقى برخى څخه شروع ده او نوروبرخو ددنيا ته سرايت کوى په پراخه درو (شمال، جنوب ،او غرب)دمملکت کى ليدل کيږى او هم په هغه درو کى چى د ددوه غرونو په مينځ کى واقع وى هم ليدل کيږى په کومو ځايونو کى چى دغه ناروغى ليدل کيږى د موسم تاثيرات هم ډير رول لرى اوددى ځاى څخه نوروځايونوته سرايت کوى .
په عمومى ډول دغه کيسونه ١-٢ کالونو پورى په سپوراډيک ډول تکرار کيدل او نوموړى کيسونه NSW سيمو کى ډير کم عموميت درلوده او بعضى وخت په شمال غرب سيمه کى ليدل کيده چى د نوروسيمو لپاره د سرايت لاره وه .
دغه ناروغى په سټمبر په مياشت کى شروع کيږى او تر جون مياشتى پورى دوام کوى او په جنورى او اپريل مياشت کى هم ليدل شوى خو په مارچ مياشت کى ډېره ليدل کيږى .
د ژمى او پسرلى کى دغه ناروغى ډير په کثرت سره ليدل کيږى په خلاصه ډول وايو چى نوموړى ناروغى په درو کى او هغه سيمو کى چى روانى اوبه لرى ډيره ليدل کيږى .
د ناروغى د منځه وړل :
تر اوسه پورى څو طريقى په کار واچولى خو ددى ناروغى د منځه وړل ممکن نه د ىاما ځينى په جدا ډول کله کله امکان لرى هغه هم په هغو ځايونو کى چى تازه قرنطين وضع شوى وى .
دا بهتره ده چى هغوځايونو ته چى حشرات کم وى يا هيڅ نه وى حيوانات انتقال کړو او يا هغه ځايونو ته چى دوا پاشى شوى وى .
تر اوسه پورى معلومه نه ده چى په کوم هيواد کى دغه ناروغى د منځه تللى ده په همدى اساس پراخه تدابير ددى ناروغى دمخنيوى لپاره نيول شوى اما د مرګ واقعات هم ليدل شوى څرنګه چى دغه ناروغى ويروسى ده په تيزى سره خپريږى د حشراتو ،ماشو ،او کورنى ماشو او کنو په واسطه انتقاليږى نو ددى ناروغى دمنځه وړل ناممکن دى .
Epidemiology :
BEF ناروغى په اينزوتيک شکل په افريقا او اکثره حصه د اسيا او شرق ميانه ،شرقى هند ،استرليا کى ليدل شوى او موربيليټى ٣٥%ده .
که چيرى زياتى غواګانى ددىناروغى په مقابل کى حساسيت وښائى او محيطى شرايط هم خراب وى د ناروغى په سرايت او مساعد کولو کى رول لرى .
منبع دناروغى :(source of infection)
د ناروغى مهمه منبع ناروغۍ غواګانى دى چى د ناروغى ټولى کلينيکى نښى پکښى ليدل کيږى او د ناروغى انتقالونکى هم دى يعنى هر څومره چى په محيط کى حشرات ،ماشى ،کنى ،او ناروغه حيوانات موجود وى دغه د ناروغى مهمى منابع دى .
صحت عامه:(PHV)
تر اوسه پورى داسى کوم شواهد نشته دى چى انسان به هم په دى ناروغى اخته شوى وى سره له دى چى په زرګونه خلک د ناروغو غواګانو سره په تماس کى دى او هم هغه محيط سره مخامخ کيدونکى دى کوم چى حشروى عاملين ددى ناروغى پکښى موجود دى .