دشيدوغذائي ارزښت
دشيدوغذائي ارزښت په دي کي دي چي شيدي په خپل ترکيب کې ډيري ضرورې غذائي اجزاوي لري لکه :پروتين ،شحميات،شکراو ويتامينونه اومعدني مواد چي ډيرمناسب توازن لري دشيدوپروتيني موادخصوصاً امينواسيدونه دداسي موادوڅخه جوړشوي دي چي دانسان ددي لپاره ډيرضروري دي داديوڅخه علاوه ټولي اجزاوي دشيدوپه مجموعي ډول سره دTotatl solids په نوم ياديږي داوبواوشحمياتوڅخه علاوه باقي ټولي اجزاوي غذائي دشيدودCsolidsnot fat په نوم ياديږي دشيدوضرورې غذائي په لاندي ډول دي .
شيدي : Millk
لومړي غذاچي اسان دپيدايښت سره سم ورسره مخ کيږي هغه شيدي نوځکه خاص غذايي ارزښت لري .هيڅ يوغذاپه يواځي ډول سره دانسان دبدن اړتياوي نشي پوره کولي( هيځ يوه غذانشته چي په يواځي ډول سره دانسان ضرورت وړضروري غذايي موادپه خپل ترکيب کي ولري)لکه .
- غوښه . ښه کيفيت لرونکي غذاده خويواځي دپروتين ښه منبع ده نورغذايي ضروري مواديانلري اوياکه لري نودانسان اړتيانشي پوره کولاي .
- ميوجات . که څه هم بعضي ميوي ويټامينونه زيات لري بعضي قندونه زيات لري بعضي معدني موادزيات لري خويواځي يوه ميوه داټول غذايي موادپه خپل ترکيب نلري يواځني غذاچي هغه په خپل ترکيب کي ټول ضروري غذايي موادلري هغه شيدي دي .چي دانسانانودبدن اړتياوي پوره کولي شي .نوشکاره خبره ده چي شيدي په تنها ډول سره دانسانانودبدن ټولي اړتياوي پوره کولي شي خصوصاًدماشومانونوځکه ورته مکمله غذاويل شوي ده مثلاً هغه ماشومان چي د ١.٥ -٢ کلونوپوري عمرلري يواځي دشيدوڅخه استفاده کولاي شي دنوروکيفيتي غذاگانوڅخه محروم پاتي دى .
دشيدولاسته راوړل :
په سلوکي %٤٠ شيدي دغواګانودبچوڅخه اضافه کيږي داشيدي دکورونواوفارمونوڅخه مارکيټونوته ته لاره پيداکول خود%١٦ فيصده څخه زياتي شيدي د(يخچالونو) دنه لرلوله امله ضايع کيږي داسي ويل کيږي چي دشيدو%٨٠ دلبنياتوپروژولاسته ورځي او%٢٠ شيدي دخالي شيدوخرڅونکوپواسطه په غيري عادي توګه خرڅيږي .
دشيدوعمومي خواص :
دشيدوظاهيري خواص درنګ ،بوي ،خونداوداسي نوروله کبله تغيرکوي چي دشيدوپه پروسئس کي کوم کومک نه کوي .
١ : رنګ: شيدي خالص شفاف اوسپين رنګ لرونکي دي کچيري اوبه ورعلاوه شي نوابي رنګ غوره کوي .اودحيوان دخرابي تغذيي په نتيجه کي دشيدورنګ تغير کوي اوهمدارنګه دشيدوپه کيمياوي ترکيب کي هم تغيرراځي .ځکه چي دژمي کوچ اوداوړي کوچوپه نسبت ډيرژړرنګ لري دتودوخي ورکول اودمايکرواورګانيزمونوانکشاف دشيدودرنګ دتغيرسبب ګرځي .هغه بکترياوي چي دشيدودرنګ دتغيرسبب ګرځي لکه Bacillus cynogeus دابي رنګ ورکوونکي بکترياوي دي اوB. Prodigiasus دسره رنګ اوB. synxanthns بکترياوي شيدوته ژيړرنګ ورکوي په لهذا دويني غورځيدلوشيدوته ګلابي رنګ ورکوي.
٢ : بوي :شيدي مخصوص بوي لري مګردځيني فکتورنوپواسطه دشيدوبوي تغيرکوي لکه دحيوان تغذيه دبوي داره نباتاتو څخه او دبوي داره شيانوپه څنګ کي دشيدوايښودلوپه واسطه دشيدوبوي تغيرکوي اوهمدارنګه کله چي شيدي ترشې شي نودشيدوبوي تغيرکوي مګرپه پرمختللوفابريکوکي دشيدوبدبوئي دخلاپه واسطه ورکوي
.٣ : خوند: په شيدوکي ګلوکوزموجوديت دى اودشيدودخونددزياتوالي سبب ګرځي بعضي وخت دغولانځي خرابوالي اودکلورددرلودلوپه اساس شيدي ترشي خوندلري اواکسيديشن دعمل په واسطه دشيدوشحمي موادهايدروليزکيږي اودشيدوخوند تغيرکوي مګريوتعدادنورميکروبونه دشيدوپروتين اوشحم هايدروليزکوي اودشيدوخوند تريخوي.
دشيدوفزيکي خواص :
دشيدومخصوص وزن عموماً ٠،٢٨ تر٠،٣٨ کيلوګرامه ده يعني يوليترشيدي په
° c ١٥کي د١٠٢٨ــــــ١٠٣٨ ګرامووزن لري دشيدوPH :دتازه شيدو PH د٦،٦ تر٦،٤ پوري ده اوهرڅومره چي شيدي ترشيږي دصفرطرف ته تقرب کوي اوکه څلوي شي نود٧ څخه ترپورته طرف ته ځي البته دشيدودتخمربکترياوي ميکروبونه دشيدوPH دڅلويت ياتيزابيت طرف ته وړل .
دشيدوکيمياوى ترکيب
دانسان اوځينى نوروحيواناتودشيدوکيمياوى ترکيب په لاندى ډول سره دى
قسم |
اوبه |
ليپيدونه |
کازين |
پروتين |
لکتوز |
معدنى مواد |
انسان |
٨٨،٣ |
٣،٤ |
٠،٧ |
٠،٩ |
٦،٤ |
٠،٣ |
غواګانى |
٨٧،٤ |
٣،٨ |
٢،٨ |
٠،٧ |
٤،٦ |
٠،٧ |
اوښان |
٨٧،١ |
٢،٧ |
٠،٤ |
٣،٥ |
٥،٦ |
٠،٧ |
اوزى |
٨٦،٨ |
٤،١ |
٣،٢ |
IU |
٤،٦ |
٠،٨ |
يادونه پورته ارقام په ملى ګرام فى ليتر کى موجوددى
دشيدوترکيبى مواد
· اوبه : دشيدو٨٧ % تشکيلوي ددي څخه پرته دشيدومهم جذتشکيلوي له همدي کبله دشيدوچاپيريال داکتره بکترياودانکشاف اوژوندي پاتي کيدولپاره مناسب چاپيريال ده داوبوبرعلاوه په شيدوکي پروتين مواد ،ويټامينونه معدني موادهم موجوددي .اوهمدارنګه يوه اندازه نوردفاسفورس لرونکي شحموله جملي څخه لري لکه ليستين چي په يوليتر شيدوکي يوګرام پيداکيږي همدارنګه په شيدوکي استريک اسيد،کروتين اوهايبواکزانتين هم موجوددي .
· لکتوز:
لکتوز دوزن له نظره دشيدويوه برخه تشکيلوي دلکتوزاندازه دغواګانوپه شيدوکي په اوسطه ډول ٤٧ـــ٥٢ ګرامه په يوليترشيدوکي موجوددي .اودانسانانوپه شيدوکي ٦٤ ګرامه په يوليترشيدوکي موجوددي
له همدي کبله دغواګانوشيدي چي دماشومانودغذاپه حيث استعماليږي بايدپه اوبوکي يواندازه شکره علاوه شې.دشيدولکتوزدمزمانت لکتوزپواسطه په لکتيک اسيدبدليږي چي په نتيجه کي مستي لاس ته راځي اودوخت په تيريدوسره داقندپه الکول تبديليږي .
- شحم :
له حياتي اواقتصادي نقطي نظره دشيدوشحم ډيرزيات ارزښت لري په اوسط ډول دغواشيدي ٤ فيصده شحم لري يا٤٠ ګرامه په يوليترشيدوکي چي هغوي زياته برخه دولتين ګلسيرين تشکيلوي .
- پروتين :
پروتين دشيدوپه ترکيب کي ٣٥ ګرامه په يوليترکي موجوددي چي دهغوي ٣٠ ګرامه کازين تشکيلوي .ګازين په شيدوکي په ازادشکل سره موجوده نه وي
بلکه دګازينت کلسيم يافاسفوګازينت په شکل پيداکيږي چي دشيدودرنګ سپين والي ددي موضوع مربوط ده يعني دشيدوسپين والي دکازئين پوري اړه لري .
دشيدوپروتين ٢٠ فيصده مختلط امينواسيدونه لري اومختلف تيزابونه په کازئين اچوي اوهغوي لخته کوي .علاولدي شيدي يوه اندازه البومين اوګلوبولين هم لرې .
کازتين يوپرانوکيلوالبومين pranuecleo Allbumin ده داموادديوالبومين اوبوپرانوکليوين څخه جوړيږي شوي دي .
ويټامينونه :
- ويتامين A
داويتامين دشيدوپه شحم کي پيداکيږي په شيدوکي داويتامين دحيواناتودخوراک څخه منځته راځي په بدن کي داويتامين جمله کيږي اودضرورت په وخت کي تراستفادي لاندي راځي په خوراکه کي ددي ويتامين موجوديت دناروغيوپه مقابل کي مقاومت پيداکوي ددي ويتامين دکمبودپه صورت کي په وزن کي کموالي راځي دپوستکي ناروغي اوعصبي اختلالات هم منځته راځي په شيدوکي دويټامين A اوکروتين موجوديت دودي په موسم اوفصل اودتغذئي په نوعي پوري اړه لري A ويټامين له کروتين څخه ددهيدروجن دعملي پواسطه حاصليږي د A ويټامين کمبودپه ژمي کي دسبزي جاتودنشتوالي له امله ليدل کيږي مګرپه اوړي کي په شيدوکي د A ويټامين زيات وي د A ويټامين دحرارت په مقابل کي مقاومت لري حتي دتقسيم کولودپاسPتوريزيشن دعملي په مقابيل کي هم مقاومت لري يعني له منځه نه ځي .مګرددووجفتورابطوپه درلودلوسره داکسيديشن دعمل په مقابل کي ډيرحساس د ي د A ويټامين موجوديت په شيدوکي د٠،٠٧ ملي ګرامه في ليترشيدوکي موجوددي .د A ويټامين ورځني ضرورت ١ـــ٢ ملي ګرامه پوري رسيږي شيدي ديومقدارويټامين D لرونکي هم دي دانسانانو په شيدو کي د ويټامين D اندازه په سيدو کي ٤٠- ٦٨
) IU (په يو ليتر شيدو کي ده او د D ويټامين ورځيني ضرورت ٠،٠١ ګرامه ده دپاستورايزييشن عمليه پدي ويټامين خاص تاثير نکوي
- .ويټامين (E)
داويټامين دالفاً ( ∞ ) په شکل په شيدوکي موجود ده او داکسديشن دعملي ممانعت کونکي خواص لري ددي ويټامين اندازه دغواګانو په شيدوکي ٠،١ ملي ګرامه په ١٠٠ ګرامه شيدوکي او دانسان په شيدوکي ٠،٥ ملي ګرامه په ١٠٠ ګرامه شيدوکي دي ددي ويټامين ورځيني ضرورت ١٠-٣٠ ملي ګرامه په ورځ کي ده .
- ويټامين ( K )
ددي ويټامين مقدار دانسان اوغواګانو په شيدوکي ډيرکم ده او ورځيني ضرورت ئي ٤ ملي ګرامه په ورځ کي ده .
ويټامين ( B2 )
دادشيدو ډيرمهم ويټامين ده او په ١٠٠ ګرامه شيدوکي ٠،٢ ملي ګرامه البته دغواګانو په شيدوکي دانسان په شيدوکي ٠،٠٤ ملي ګرامه موجوددي داويټامين درڼاپه مقابل کي حساس ده او دحرارت په مقابيل کي مقاوم ده
- ويټامين ( B6 ) دا ويټامين دغواګانو په شيدوکي په ١٠٠ ګرامه شيدوکي ٠،٠١ ګرامه دي او دانسانانو په شيدوکي ٠،٠٢ ملي ګرامه موجوددي .
- ويتامين B12 Vitamin
داويتامين هم په شيدوکي پيداکيږي دکموالي په صورت کي ئي کم خوني په خوله کي زخمونه اسهال اوداسي نوري ناروغي رامنځته کيږي .
- ويټامين ( C ) داويټامين په ١٠٠ ګرامه دغوا په شيدوکي ١،٥ ملي ګرامه او دانسان په شيدوکي ٤ ملي ګرامه موجود دي .
داويټامين داکسديشن او رڼاپه مقابل کي په اساني سره له منځه ځي . [1]
- ويتامين D Vitamin داويتامين هم دشيدوپه شحم ياکوچوي موجوددي ددي ويتامين وظيفه دهډوکومظبوتولودي دويتامين ډي دکموالي په صورت کي په هډوکوکي بعضي امراض رامنځته کيږي اوهمدارنګه داوتيامين دښځولپاره دlactation (حاملګي )په دوره کي ډير ضروري دي دماشومانولپاره هم ضروري ده .
دشيدودصنعت دپرمختګ سببونه
١ : دشيدوغواګانودنسل اصلاح ٢ : دتغذئي اومنجمنت دعلم پرمختګ
٣ : دکيميادعلم پرمختګ ٤ : دمايکروبيولوژي دعلم پرمختګ
٥ : دمارکيټونواوکوپراتيفونوجوړول
: دشيدودغواګانودنسل اصلاح :
دجنيتک دعلم دپرمختګ سره سم دسيدوغواګانوداسي نسلونه رامنځته شوي چي دشيدودتوليد اندازه نسبت پخواته ډيره زياته شوي دي .
دتغذئي اومنجمينت دعلم پرمختګ :
يواځي دنسلګير په واسطه نشي کيداي چي دحيواني څخه مطلوب حاصل لاس ته راشي بلکه ښه تغذئي اومنجمينت ته ضرورت لري .
دمايکروبيولوژي دعلم پرمختګ :
دمايکروبيولوژي دعلم پرمختګ سره سم دشيدوپه صنعت کي په زړه پوري تحولات مينځ ته راوړل چي ددي معلوماتوپه مينځ ته راتګ سره دشيدواودهغه دمعمولاتودخرابيدومخنيوي وشوه .
دکيميادعلم پرمختګ :
دلمړ ځل لپاره دBab cock لخواپه ١٨٩٠ ميلادي کال کي معلومات وړاندي شول اوس دشيدودغوړومعلومول په شيدوکي ترسره کيږي چي پخوادامکانات موجود نه وه
دمارکيټونواوکوپراتيفونوجوړول :
دمالدارانوتشويق اوځيني سهولتوداسانتياوبرابرولولپاره دښي محصولاتوپه خرڅلاوکي مارکيټونه اوکوپراتيفونه خاص رول لري ترڅومالداران وکړاي شي دخپلواړتياواوضرورت وړموادپه مناسب وخت کي ترلاسه کړي اوخپل توليدي کارته په راتلونکي کي په ښه اطمنان سره ادامه ورکړي ده
دشيدوپرسئس Milkc procese
شيدي دغواګانوپه واسطه توليديږي همداعلت دي چي داغواګاني ددي ظرفيت لري چي غذائي موادپه شيدوباندي تبديل کړي شيدي هم دغوشي په شان کافي اندازه غذائي موادلري په شيدوکي پروتين په کافي اندازه موجوددي پروتين ئي بهترين دي په شيدوکي شکري موجودي دي لکه (دکتوز)چي دميکروبونو دژوندلپاره بهترين محيطه جوړول لکه څرنګه چي په غوښه کي ميکروبونه په اساني سره وده کوي نوپه شيدوکي هم په اساني سره وده کوي ځکه ټول هغه غذائي موادپه کي شاميل دي کوم چي ميکروبونه ورڅخه استفاده کوي .په مخکي زمانوکي به يواځي ددهقانانوپه واسطه شيدي توليدي دي چي تجارتي بڼه ئي نه درلوده اوشيدي به ئي په خام شکل بازارته عرضه کيدلي چي Row Milk په نوم ياديږئ اوخلکوبه ورڅخه استفاده کوله په خاموشيدوکي ميکروبونه په اساني سره وده کوي اوانسانان ئي دمرض سره مخ کولوکله چي انسانان پوه شول نوشيدي ئي په دوه قيسمه وويشلي دي .
١ : خامي شيدي ٢ : پخي شيدي
١ : خامي شيدي :
خامي شيدي به هغودهقانانوتوليده ولي چي دويترنري سندبي درلوده اوخپلي شيدي به يي بازار ته عرضه کولي ځکه دهغوي په څارويوکي ساري مرضونه موجودنه دوه اوندي ميکروبونه درلودل اوهغه امراض حيواناتونه درلودل کوم چي انسانان پري اخته کيږي په نړي کي اوس هم داسي فارمونه شته چي هغوي خامي شيدي بازارنوته عرضه کوي ځکه دهغوي حيوانات دويترنري معاينات لري .هغه فارمونه چي دحيواناتوشمير ئي زيات وي بايدهغي شيدي بازارته عرضه کړي اودشيدوکي ميکروبونه ئي بايد وزل شوي دي اوپروسئس دشيدودادي چي شيدي بايد د pasturization ته عملي لاندي تيري شي چه ټول مکروبونه ئي ووژل شي او بيا بازار ته دعرضه کولو اجازه ورکول کيږي . د pasteurization په دوه طريقو سره صورت نيسي
Holding process :په دي طريقه کي شيدي په يو لوښي کي اچول کيږي او سرئي ټرلي او بيا ورته 145 – 140 F کي حرارت ورکول کيږي او بيائي بازارته عرضه کوي پدي طريقه کي يواندازه غذائي مواد ضايع کيږي او ټول مذير ه مکروبونه ئي له منځه وړل کيږي .او کوم چه باقي پاته کيږي هغه مضيره نه وي او انسان ته ضررنه رسوي .
Flashining processe پدي طرقه کي خامي شيدي د يو پايپ څخه تيرول کيږي او د پايپ دحرارت درجه د 180 – 175 F وي پدي درجه کي مذيره مکروبونه وژل کيږي او بعضي چه پاته هغه ضررنه لري .داطريقه په اساني سره سرته رسيږي چه نه ئي مکروبونه ژوندي پاته کيږي او نه ئي غذائي مواد ضايع کيږي .دا دوه طريقي په جهان کي ډيري مروجي دي پدي طريقه باندي هغه شيدي چه مايع وي پروسس کيږي تجربو ښودلي ده چه دمايع شيدو خرڅول په مارکيټ کي ددهقانانولپاره اقتصادي دي اوخلک هم کوشش کوي چي تازه تازه شيدي واخلي چي ميکروب ونلري اوس په جهان کي يع تازه شيدي په زياته اندازه په مصرف رسيږي.
١ : وچي (پوډري شيدي ):
وچي پوډري شيدي له ډيره پخواپه شريقي مملکتونو کي جوړيدي دلمړي ځل لپاره په ١٨٠٥ م کال کي Parmentier پوډري شيدي جوړي کړي مګرپه ١٨٥٥ م کي Grunwald پوډري شيدي په صنعتي شکل سره جوړي کړي .
دپوډري شيدو جوړيدل په هغه ممالکو کي زيات صورت نيسي کوم چي هغوي زياتي شيدي توليدول او هغه ملکونه کولي شي چه پوډري شيدي ډيري تهيه او ذخيره کړي پوډري شيدي په دري ډوله دي .
◙ کاملي شيدي.
◙ نيم شحمي شيدي .
◙ بي شحمي شيدي .
دکيمياوي ترکيب له مخي پوډري شيدي مختلفي دي
نن ورځ په تجارتي ډول سره مختلف ډولونه په مختلفوترکيباتوپوډري شيدي په بازارونوکي موجودي دسادماشومانواوزړوخلکودتغذئي لپاره موجوددي .هغه خلک چي په غوړولرونکوشيدوڅخه استفاده نشي کولي هغه پوډري شيدي چي دماشومانودتغذئي لپاره په مصرف رسيږي په هغه کي دودي اونمولپاره يوه اندازه نورموادهم علاوکيږي پوډري شيدي عموماً په فلزي قطيواوپلاستکي خريطوکي بازارونوته عرضه کيږي .بي غوړوپوډري شيدي دهغوشيدوڅخه عبارت دي چي په مکمل ډول سره غوړي وستل شوي وي اوهغه کسان چي دځګرتکليف لري اودغوړوسره اساسيت لري ورڅخه استفاده کوي .
مستې:
مستي دشيدودمحصولا تودجملي څخه دي چي مستي دبعضي خصوصي مايکرواورګانيزدانکشاف څخه چي دشيدوپه طبعي ترکيب کي تغيرات راولي جوړيږي له مستوڅخه ډيرپخواني شرقي هيوادونوکي تري استفاده کيده .مستي عموماً له خالصوشيدونيمه روغني شيدواوبي غوړه شيدوڅخه جوړيږي هغه مستي چي په تجارتي بازارونوکي موجودي دي عموماً نيمه غوړلرونکوشيدوڅخه جوړي شوي دي . امادکورنومستي دغوړلرونکوشيدوڅخه جوړيږي .
دمستوجوړول :
لمړي شيدي جوش کيږي ترڅوبکترياوي له منځه لاړي شي اووروسته باسيل لکتيک چي ددوه فوق العاده بکترياوو څخه منځته راغلي علاوه کوه چي نوموړي موادددواخانوڅخه لاس ته راوړواويا يوه اندازه پخواني مستي په شيدوکي علاوکوه يعني يوه چمچه ترشي مستي يوليتر شيدي په مستوبدلولي شي باسيل لکتيک دحرارت په واسطه تخريب کيږي له همدي کبله دمستومايعه په نيمه ګرموشيدوکي چي حرارت ئي ° c ٥٠ وي علاوه کوه اودشيدولوښي ته د٣٠ـــــ٤٠ درجي دسانتي ګراد دحرارت ورکوه ترڅوتخمرصورت نيسې .
دمستوغذا ئي برخه :
مستي دشيدوپه شان غذائي ارزښت لري مګرپه مستوکي لکتوزپه لکتيک اسيدبدليږي چي کلمي ضدعفوني کوي اودهغي سيستم لپاره اسانتياوي رامنځته کوي .مستي عموماً په خپل طبعي حالت اويادبعضي ميوه جاتوپه کډولوسره په مصرف رسيږي يعني دشربت په شکل سره خوړل کيږي په اروپاکي يوسړي په ورځ کي ٢ـــ٣ قطي مستي په مصرف رسوي
دشيدوپيروي (کريم)
که چيري شيدي ديوڅه وخت لپاره په خپل حالت پاتي شي نودشيدوغوړدشيدوسطحي ته راپورته اوجمع کيږي دايوه پخواني طريقي ده مګرنن ورځ دشيدودپيروي کريمودلاسته راوړلولپاره دسانتري پوژڅخه استفاده کيږي .دشيدوکريم دشيدودهغه برخي څخه عبارت ده چي په هغه کي دشيدوشحمي موادراجمه شوي وي دامواددشيدوپه خپل حال پاتي کيدواويادسانترپوژپه واسطه لاسته راځي .
ساده کريم :
داډول کريم دشيدوپخپل حال پاته کيدوڅخه لاسته راځي چي رقيق وي دکريموترکيب عيني دشيدوپه شان دي مګردکريموشحموموادنظرشيدوته زيات وي .په کريموکي ځني تقلباتي صورت نيسې ددي په ځاي چي پيردي غليظ کړي پيروي دقيق (ابي )کوي دپيروي دکريمودټينګ والي لپاره يوه اندازه نشايسته اوداسي نورموادعلاوکيږي دودپيروي دکريمودحفاظت لپاره يوه اندازه انتي سپتيک له Borax اوداکسيجن اوبه ورعلاوه کيږې .
کوچ Butter :
دکوچوجهاني توليدزيات ده اودکوچوتوليدپه فرانسه کي ٤٠٠٠٠٠ ټنوته رسيږي په کال کى .
دکوچوجوړول لاندي طريقى لري
١ : دشيدوڅخه دغوړواخستلوطريقه
٢ : دکريموپاستوريزاشن طريقه
٣ : دتخمرطريقه
٤: له کريمو څخه دکوچولاسته راوړل .
دکوچوترکيبي مواد:
ý اوبه :
کوچ په خپل ترکيب کي ١٦%اوبه لري
ý قندي مواد:
کوچ په خپل ترکيب کي قندي موادنلري برعکس دقندونوموجوديت په کوچوکي دکوچودناصحيح جوړيدودلا لت ورکوي چي دکوچودخرابيدوسبب ګرځي .
ý يسپيدونه :
دکوچوپه ترکيب کي ٨٢ــ٨٤ فيصده يسپيدي موادوموجودي دي چي دامواددکلسيرينونوڅخه جوړشوي وي چي دهغوي ٣ /١ برخي ولتين تشکيلوي .
ý ويټامينونه :
کوچ په خپل ترکيب کي زيات ويټامين A اوويټامين D لري کوچ دماهي دجګرڅخه وروسته دويټامين D غني ترين منبع ګڼل کيږي .
کوچ چي په اوړي کي جوړيږي زياته اندازه ويټامين لري دژمي په نسبت ځکه چي په اوړي کي دحيوان غذاتازه غله جات اوواښه وي ١٠٠ ګراموکوچ ٧٦٠ کالوري انرژي توليدوي .
دکوچوخرابيدل :
دکوچوخرابيدل يابکتريايى منشالري ياکيمياوى منشالرى بکتريايى تخريب ډيرزيات انکشاف کوي دهغوي لويه نشانه دکوچوستوخ کيدل دي په اساني سره دکوچوبوي اوخوندخراب احساس کيږي هغه کوچ چي په کليوکي جوړيږي ٢٤ ساعتونوبه موده کي اوهغه کوچ چي په فابريکوکي جوړيږي د٣ ورځوپه موده کي ترخ خوندورکوي .هغه کوچ چي دپاستورايزشن څخه لاسته راځي تر ٣ مياشتوتريخوالي نه کوي .
دکوچ دخرابوالي يواځي داوبوموجوديت اودهواجريان په واسطه صورت نيسي له همدي کبله په المونيمي ضرپوکي کوچ تاوشوي وي البته تجارتي )اودهواڅخه خوندي پاته کيږي .
کوچ مونږ په دوه طريقودخرابيدوڅخه ساتلي شو
١ : ديخني په واسطه
٢ : دهوااورڼاڅخه دمحافظت په واسطه
پنيرChaesse :
پنيردشيدودمهمومحصولا تودجملي څخه دي اوپه مختلفوډولونوسره موجودي دي پنير دشيدود لخته کيدوپه صورت کي دPresure دمائي په موجوديت کي لاسته راځي دغوړلرونکوکم غوړلرونکوشيدوڅخه پنيرخوندوراومغزي مواددي فرانسه چي دپنيردتوليد ونکوهيوادونوجملي څخه دي زياته اندازه پنيرمصرفوي په فرانسه کي يوسړي په کال کي ١٠ کيلوګرامه څخه زيات پنيرمصرفوي .
- دپنيرترکيبى مواد:
- داوبومقدارپه مختلفوپنيرنوکي فرق کوې
- شکري :دلکتوزاندازه په پنيرکي ډيره کمه وي اوپه ځني وختوکي په عمومي صورت سره داوبو پواسطه خارجيږي .
- شحمي مواد: په مختلفواندازوپه مختلفوپنيرونوکي موجوددي دشحمي موادواندازه په نرموپنيرونوکي ٢٣ %اوپه کلکوپنيرونوکي ٣٠%ته رسيږي .
- پروتين :دشيدوپروتين ياکازين چي دpresure مايع پواسطه لخته کيږي اودپنيراساسي ماده تشکيلوي دااندازه په مختلفوپنيرونوکي فرق کوي دپروتين اندازه په نرم پنيرکي ١٨%په سپينواوروغني پنيرونوکي ١٩%اوپه کلکوپنيرونوکي ٢٤%پروتين ياکازين موجوددي .
- معدني مواد :دپينرپه ترکيب کي زياته اندازه کلسيم اوفاسفورس موجودوي خصوصاً په کلکوپنيرونوکي يواندازه کلورپور اوسوديم چي پنيرپه ترشوالي ورکوي موجوددي .
- ويټامينونه ويټامين B په تخمرشويوپنيرونوکي خصوصاً ابي رنګه پنيرونوکي اوويټامين A په روغني پنيرونوکي پيداکيږي
انرژي :انرژي دپنيرونودشحمي موادوپه موجوديت پوري اړه لري
١ : ١٠٠ ګرامه سپين پنير ١٠٠ کالوري انرژي توليدوي
٢ : ١٠٠ ګرامه نرم پنير ٢٨٠ کالوري انرژي توليدوي
٣ : ١٠٠ ګرامه سخت پنير ٣٨٠ کالوري انرژي توليدوي
په نړى کى دپنيراوشيدومصرف
په اروپايى اوامريکايى هيوادونوکى دپنيرمصرف په کال کى دسړى سر په حساب سره
شماره |
دهيوادونو نومونه |
دپنير اندازه |
دشيدواندازه |
١ |
کاناډا |
٢،٧ |
١٨٠ |
٢ |
نوى زيلاند |
٣،٦ |
٢٤٠ |
٣ |
سويس |
٨،٤ |
١٨٧ |
٤ |
سويډن |
٧،٧ |
١٦٠ |
٥ |
المان |
٧ |
١٤٧ |
٦ |
فرانسه |
٨،٨ |
١٢٠ |
٧ |
بلژيک |
٥،٨ |
١١٢ |
٨ |
ايټاليا |
٧،٧ |
٩٩ |
٩ |
هسپانيه |
١،٥ |
٦٣ |
١٠ |
پرتګال |
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more
|