شينواري
په هغی الکترونکی وسيله کې چې معلومات او پروګرامونه زيرمه يا ساتل کيږی د کمپيوټر حافظی په نامه ياديږی.
د کمپويټر حافظه د انسان د حافظې په څير ده خو توپير يې دا دی چې د کمپيوټر حافظه په زياته اندازه معلومات خوندی او ساتلی شي. بی له دينه چې په هغې کې کوچنی بدلون راشی او يا هغه هير او له ياده وباسي.
د کمپيوټر حافظه په کوچنيو او زياتو حجرو (Cell) ويشل شوی او هره حجره يو ټاکلی ادرس لری. په کمپيوټری حافظه کې زيرمه شوی معلومات د حافظی منځ پانګه (Contents) په نامه ياديږي.
د حافظی منځ پانګه توري، شمېری، نښی او نور دی په عمومی توګه ويلی شو، هر هغه څه چې په (٠) او (١) باندې د خونديتوب وړتيا ولری، هغه په کمپيوټری حافظه کې زيرمه کيدای شی.
په دی توګه ويلی شو:
د حافظی منځپانګه هر څه چې وی (توری، شميری، نښی، شکلونه، تصويرونه، غږونه...) په حافظه کې په کود شوی (Coded) بڼه ځای نيسي. دغو کوډونه يوازې د صفر او يو نه جوړوی.
کله چې د حافظی په يوه حجره کې، معلومات ځای په ځای شی نو پخوانی معلومات له منځه ځی او ځای يې نوی معلومات نيسي. حافظه د پراسيسر يوه بيله او ځانګړی برخه ده خو له هغه سره نږدی اړيکی لري.
کله چې معلومات (Data) کمپيوټر داخل شی نو د کنټرول برخی په مرسته حافظی ته ليږل کيږی. دکنټرول برخه (control Unite) د اړيتا په وخت کې، هغه له حافظی نه اخلی او دحساب او منطق برخی ( ) ته ليږدوی. حافظه د هغه پروګرام معلومات او د ستو رونه خوندی کوی چې هغه د کار لاندې وي.
په عمومی توګه د کمپيوتر حافظه په دوه ډوله ده: اصلی او ثانوی.
١. اصلی حافظه (Main Memory ): دا هم په دوه ډوله ده.
الف: ( ROM (Read Only Memory ):
دا د کمپيوټر هغه اصلی حافظه ده چې يوازې لوستل کيږی. کله چې بريښنا قطع کيږی، محتوی يا منځپانګه يې له منځه نه ځی. اصلی دنده يې د کارن (User) له دستورونو د مخه، دکمپيوټر لارښوونه ده.