تېمورشاه يوسفزی
که څه هم وینډوز ایکس پي په استدلالي ډول دوینډوز له لړۍ څخه ترټولو ډېر د اطمینان وړ او ثابته نسخه ده ؛ خو په دې سربېره بیا هم کامله نه برېښي .
دوخت په اوږدو کي به تاسو ته جوته سوې وي ، چي ددې نسخې په کارولو سره بیا هم دیو لړ ستونزو سره مخ سوي یاست ؛ دې ډول ستونزو دله منځه وړلو او یاهم کمولو لپاره مورچل ویب پاڼه ترخپل وسه کوښښ کوي ، چي تاسو ته یو لړ مطالب پرلیکه کړي .
د نه ځوابورکونکي پروګرام تړل- لومړی
بعضي وختونه داسي وي چي یو پروګرام دکمپيوټر د ضعف والي او یاهم کوم بل لامل په وجه دتړل کېدو څخه انکار کوي ؛ که داسي واقع سي ، تاسو کولای سئ هغه پروګرام په اجباري توګه د Task Manager په کارولو سره وتړئ .
۱:- په یوه وخت د Ctrl، Alt او Delete تڼۍ له کیبورډ څخه کښېکاږئ ، ترڅو تاسو ته د Windows Task Manager کړکۍ خلاصه کړي .
۲:- د Application ټوپ کلیک کړئ .
۳:- د نه ځواب ورکونکي پروګرام پر نوم کلیک وکړئ .
۴:- د Task Manager له لاندنۍ برخي څخه د End Task تڼۍ ته دموږک په ذریعه زور ورکړئ .
۵:- که ستونزمن پروګرام سم دلاسه ونه تړل سو ، د Program Not Responding په نوم پيغام دیوې کړکۍ په څېر درته ښکاره کوي ، له دې کړکۍ څخه د End Now پر تڼۍ ټک وکړئ .
۶:- که په دې سربېره هم پروګرام ونه تړل سو، او یاهم وینډوزپر ځای ولاړ پاته سو، خپل کمپيوټر ګل (مړ) او بیرته چالانه کړئ .
دنه حذفېدونکي فایل حذفول
بعضي اوقات فایلونه خیرن او ککړ په وایروسونو سي ، چي وینډوز ایکس پي ئې له حذفولو څخه مخنیوی کوي ؛ او یو پيغام چي په ترڅ کي ئې لیکل سوي وي ( دغه فایل چي تاسو ئې حذفول غواړئ اوسمهال داستفادې لپاره تري کاراخیستل کیږي ) ښکاره کوي ؛ که څه هم تاسو خپل کمپيوټر ګل او بیا ئې چالانه هم کړئ ، دحذفولو په وخت کي به ورته پيغام درته ښکاره کړي .
ددې لپاره چي وینډوز اړ باسئ چي دغه ډول فایلونه حذف کړای سي ، دغه لاندي ګامونه اوچت کړئ .
دعمومي فایلونو دحذفولو لپاره :
۱:- ټول هغه فایلونه ، پروګرامونه او پوښۍ وتړئ ، چي اوسمهال دکمپيوټر پرصفحه خلاص لیدل کیږي .
۲:- خپل کمپيوټر ګل او بیرته چالانه کړئ .
۳:- وینډوز ته ستون او دفایل دحذفولو کوښښ وکړئ .
۴:- که بیا هم یادسوی فایل حذف (Delete) نه سو ، خپل کمپيوټر ګل کړئ .
۵:- خپل کمپيوټر چالانه او سم دلاسه له کیبورډ څخه د F8 تڼۍ څو ځله کښېکاږئ ترڅو تاسو ته دWindows Advanced Options مېنوراښکاره سي .
۶:- د کیبورډ څخه د پورته او کښته علایم دارو تڼیو (Arrow Keys) په کارولو سره Safe Mode انتخاب او دEnter تڼۍ ته زور ورکړئ .
۷:- بله صفحه کي تاسو ته دغه پيغام ( Please select the Operating System to start) ښکاره کوي ؛ که تاسو خپل سولګر (کمپیوټر) باندي یو وینډوز انسټال کړی وي، نو د Enter تڼۍ ووهئ ؛ که له یو څخه زیات وینډوزونه او یاهم چلیزسیستمونه (Operating Systems) انسټال سوي وه ، نو اړیاست چي د علایم دارو تڼیو په کارولو سره وینډوز ایکس پي انتخاب او د Enter تڼۍ ووهئ .
۸:- وینډوز څو سافټ ویرونه لوډوي (Load) ، چي یوه او یاهم دوې دقیقې وخت نیسي ، داستاسو په سیستم پوري ارتباط پیداکوي ، چي دوینډوز څه ډول نسخې موپه کمپيوټر انسټال کړي دي ، لږ وروسته تاسو ته د ننوتلو یوه کړکۍ ښکاره کوي ، هوري خپل یوزر او ورسره که پسورډ ولري ، ټایپ اوبیا د Enter تڼۍ ووهئ .
۹:- د Safe Mode یو پيغام تاسو ته ښکاره کیږي ، چي پري لیکل سوي وي ، اوسمهال ستاسو سیستم دSafe Mode وینډوز په حالت کي چالانه دئ ، دمخته تګ لپاره د Yes تڼۍ باندي کلیک وکړئ .
۱۰:- تاسو د Safe Mode سبک څخه هم د عام وینډوز په څېر کاراخیستلی سئ ، اوس هغه نه حذفېدونکی فایل انتخاب او د حذفېدو کوښښ ئې وکړئ .
۱۱:- که تاسو په دې کاربریالي سواست ، خپل کمپيوټر ګل او عام وینډوز ته ستون سئ ؛ که بیاهم ستاسو دغه کوښښونه بریالي ونه ختل ، دهغه کس څخه چي دوینډوز په هکله ډېره تجربه لري مرسته وغواړئ .
15.03.2011
- ځوانzawan
راليږونکی : الحاج الهام الدين قيام
افغان وژنيچه انسان خپله ،دښمن دانسان جوړ شيهسې نوم یی دانسان وي،شيطان جوړشيتا اشرف المخلوقات پيدادي خدايهوروسته ولې ترې خونخواره ليوان جوړشي...
15.03.2011
- ځوانzawan
...