نعمت الله حميدي

د اروپايي هېواد رومانيې، د انويسټي Investi كلي يوه ۲۳ كلنه مېرمن، ريفكا ستانيسكو Rifca Stanescu په  نړۍ كې د ډېر كم عمر نيا وګڼل شوه.

نوموړې مېرمن ادعا كړې چې په ۱۱ كلنۍ كې يې له يوه زرګر سره چې ۱۳ كلن وو واده وكړ او په ۱۲ كلنۍ كې يې بچى  راوړ.

د نوموړې په وينا،پلار يې غوښتل د كلي يو بل ځوان ته يې واده كړي چې له همدې ډاره له خپل ملګري سره و تښتېده.

د سن نيوز درپوټ له مخې چې كله د ريفكا له ۱۳ كلن زرګر Ionel Stanescu څخه لور وشوه نو پلار يې وبښله .

نوموړې مېرمن اوس دوه اولادونه  لري چې يوه يې لور او يو يې زوى دى.

 اوس  يې لور ماريا Maria هم په ۱۱ كلنۍ كې زوى زوكړ،  چې په دې سره مېرمن ريفكا د نړۍ تر ټولو كم عمره نيا وګڼل شوه.

مېرمن ريفكا په داسې حال كې چې خپل لمسۍ يې په غېږ كې نيولى وو، ويل يې چې نه يې غوښتل( ماريا) دې، دهغې په  ورته سرنوشت اخته شي.

نوموړې ويلي، هيله يې درلوده چې  ماريا ښوونځى ووايي.

درپوټ له مخې ماريا په ۱۰ كلنۍ كې كور پرېښود او شپږ مياشتې وروسته يې يو زوى راوړ چې په دې سره مېرمن ريفكا د نړۍ تر ټولو كم عمره نيا وګڼل شوه.

له دې وړاندې د نړۍ ډېره كمه عمره نيا د بريتانيې، دياركس Yorks سيمې يوه ۲۶ كلنه مېرمن ګڼل شوې وه. د هغې لور په ۱۹۹۹ زيږدي كال كې په ۱۲ كلنۍ كې زوى زېږولى وو. (پاى)