يو فليپايني وګړي، جونيري بالوينګ  Junrey Balawing دعوه كړې چې دى د نړۍ تر ټولو ټيټ وګړى دى.

جونيري ويلي،په داسې حال كې چې  عمريې ۱۷ كاله دى، خو ټول ټال قد يې د يوه كلن ماشوم هومره دى او اندازه يې يوازې ۲۲ انچه ده.

ده دعوه كړې چې په دې قد سره نوموړى د نړۍ ټيټ ترين وګړى دى او نوم يې بايد  د ريكارډونو په نړيوال كتاب (ګينيز) كې راوستل شي،كه څه هم ده ته به دا وياړ په جون كې په اتلس كلنېدو وركول كيږي.

ديادونې وړده، چې تر اوسه پورې په نړۍ كې ټيټ ترين وګړى دنيپال يو تن، خاګيندره تاپا مګار Khagendra Thapa Magar
ګڼل كيږي، دده قد شپږ ويشت عشاريه څلور انچه دى. (پاى)