Histology

هستالوژي هغه علم دي چه په هر سيسټم كي د نارمل حجراتو، نسجو او مايكروسكوبيك اعضاو خصوصيات البته نسنجي خصوصيات، اوصاف مطالعه كوي. 

Morphology

مورفولوژي هغه علم دي چه دیوی عضوی دشکل اوساختمان مطالعه کوی . پر دوه قسم ددی .

 

1- Embryonlogy         

2- Anatomy

1-               امبريولوژي هغه علم دي چه د امبريون يعني د رشيم يا جنين مطالعه كوي.

2-               اناتومي: هغه علم دي چه د يوي عضوي د ساختمان او يا جوړښت څخه بحث كوي چه پر دوه ډوله ده.

 

a- Abnormal Anatomy: هغه اناټومي ده چه كم تغيرات په جريان كي د مرض په يوه حجره، نسج يا عضوه، كي پيدا كيږي مطالعه كوي.

b- Normal Anatomy: هغه اناتومي چه د نارمل اجسامو د ساختمان څخه بحث كوي پر دوه قسم دي.

 

الف: Macroscopic Anatomy: هغه ساختمانونه چه په سترګو ليدل كيږي مطالعه كوي.

ب: Microscopic Anatomy: هغه حجرات او انساج چه د مايكروسكوپ په ذريعه ليدل كيږي.

پر دوه ډوله دي:

1- Cytology: د حجري څخه بحث كوي.

2- Histology: د نسجو څخه بحث كوي پر 2 قسمه ده.

a- General Histology: پيژندل د قسم قسم انساجو او دهغوی دخصوصیاتو.

b- Systemic Histology: خصوصي هستالوژي:- د مختلف اعضاو نسجي ساختمان تشريح كوي په عمده ډول د Microscopic Anatomy دوه هدف لری.

a- د نارمل حجراتو او انساجو د ساختمان او وظايفو تشريح.

b- او ليدنه د جسمونو د حجراتو او انساجو البته په دوه بعدي شكل.

Histology په دي خاطر و نصاب ته داخل سويده چه تر څو يو شخص حجره او يا انساج په صحيح ډول و نه پيژني نو هغه د امراضو سره به ډير مشكل ولري ولي چه هر مرض منشاء د حجري څخه اخستل كيږي او بالاخره نسج ته ځي او وروسته غړي ته ځي او بيا سيسټم ته نو پدي خاطر د Histology زده كړه ډيره مهمه ده.

 

Cell

د تي لرونكي حيواناتو بدن د درو برخو څخه جوړ شويدي چي حجره (ژوند برخه)، بين الحجروي ماده (غير حيه موجوديت دي چي په ځينو انساجو كي د جوړشت له پلوه رول لري)، نسجي مايع (خارج حجروي مسافه اشغالوي چي د حجري لپاره ضروري مواد برابروي).

1- حجره يا Cell:

د ژونديو موجوداتو وظيفوي واحدونه، تكثري واحدونه او ساختماني واحدونه دي. جسامتونه د مختلفو حجراتو مختلف دي مګر د ساختمان له نظره يو له بله مشابه جوړښت لري.

په عمومي ډول د زوحياتینو حجرات غټ مګر د انسانانو حجرات كوچني دي. غټ حيوانات زياتي حجري لري مګر كوچني حيوانات لږ حجري لري. هغه حجرات چي لوي جسامت لري Gaint Cell بلل كيږي.

حجره مختلف شكلونه لري لكه كروي، بيضوي،چهار ضلعي او داسي نور. عموما حجرات د ځينو تنبهاتو په مقابل كي خپل شكلونه بدلوي. لكه:

- عمليه تفريق پذيري د حجراتو پر سطح فشار – يو تعداد حجرات د وظيفي د تر سره كولو په وخت كي خپل شكل بدلوي – حجره حركي فعاليت كوي او هسته پكي 27 دوران په يوه دقيقه كي تر سره كوي.

2- د حجري لپاره شرايط:

حجره د ژوند لپاره لازمو شرايطوته ضرورت لري چي دا شرايط د حجري په داخلي او خارجي فكتورونو اړه لري. د حجري د حيات لپاره لاندي شرايط د يادولو وړ دي.

a حرارت:- د حجري د حيات او د هغه د نارمل فعاليت لپاره د حرارت درجه (38-37-36) درجي سانتي ګريد تعين شويده. كه د حرات درجه تر دي لوړه يا كمه شی نو د حجري فعاليت خصوصا حجروي انقسام توقف كوي. حجره د (50-45) درجي پوري په لوړ حرارت كي ژوندي پاته كيداي شي او تر (13-10) درجی پوري په كښته حرارت كي ژوند دی  پاته كيداي شي.

b محيط: د حجراتو لپاره محيط Isotanic دي.

c PH: د حجراتو د وظايفو د سالم فعاليت لپاره PH 6-8 تعين شويدي.

d د ضرورت وړ مواد:- د حجري د ضرورت وړ مواد اكسيجن او نور غذائي مواد دي چي خپل فعاليتونه تر سره كړي.

3- د حجري كيمياوي تركيب:-

د حجري په كيمياوي تركيب كي 99% هايدروجن، اكسيجن، كاربن او نايتروجن شامل دي. چي دا عناصر د سلفر او فاسفورس سره (اوبه، پروتئين، كاربوهايدريټ، ليپيډ او Nucleic اسيدونه) جوړوي. د ځينو موادو فيصدي په حجره كي:

a اوبه: 85% د حجري جوړوي چي د غذائي موادو سره يو ځاي او يا د حجري د كيمياوي فعاليت په نتيجه كي توليديږي دا اوبه په دوه شكله په حجره كي شته: آزادي اوبه چي د ميتابوليك په عمليه كي هم رول لري او پروتئين سره يو ځاي تركيب وی اوبه چي د حجري د ساختمان يوه برخه جوړوي.

b پروتئين: 10% حجره جوړه وي پروتئين هغه مايركوماليكولونه دي چي د آمينو، اسيدو، پولي ليپيد د ځنځيرونو څخه تشكيل شويدي. لكه: نوكليو پروتئين، ګلايكوپروتئين، هيموګلوبين و ليپو پروتئين.

دا پروتئينونه د Nucleic Acid سره د يو ځاي كيدو په ترڅ  كي كاربوهايدريتو اوسپنه او شحم جوړوي.

پروتئينونه په حجره كي دوه ډوله دي:

1- ساختماني پروتئينونه:- د حجري په جوړښت كي برخه اخلي لكه د Collagen او Karattn

2- وظيفوي پروتئينونه:- د حجري ځيني وظايف سرته رسوي لكه آنزايمونه او هورمونه.

c- Lipids: 2% حجره جوړوي، او په درو شكلو پيدا كيږي.

- شحميات = شحمي اسيدونه + ګلسيرين، - Phospholipids او Cholesterol

- Glycolipid = Lipids + Carbohydrates

Lipid د انرژي منبع ده او د غشاء په جوړښت كي برخه اخلي.

d- Carbohydrate: 1% د حجري جوړوي دري شكله لري: پولي سكرايد، ډاي سكرايد، مونو سكرايډ، پولي سكرايدونه په نباتاتو كي نشايسته، په حيواناتو كي ګلايكوجن – دا قندونه، د ذخيري په حيث سلولوز په نباتاتو كي او د Glycosaminoglycan په حيواناتو د ساختمان په حيث:

e- Nucliec Acid: 1% حجره جوړوي په دوه ډوله دي: D.N.A او R.N.A

 

طول زيات - D.N.A = Nitrogen Bases + Dexyribose + Phospate.

طول كم دي- R.N.A = Nitrogen Bases + Ribose + Phospate

m. R.N.A

انتقالول د جنټيك كوډ سايتلازم ته د پروتئين د تركيب لپاره                                  r. R.N.A

50     % - 40% رايبوزم تشكيلوي

t. R.N.A

د پروتئين په جوړولو كي رول لري مختلف آمينو اسيدونه د پروتئين ماليكول ته انتقالوي د باربر عمل سرته رسوي

 

4- د حجري فعاليت Cell Activity:

 

- Absorption:- د موادو داخلول او جذبونه د غشاء په واسطه.

- Synthesis: داخل شوي مواد حجري ته د مختلفو كارونو د سرته رسولو لپاره په حجره كي تركيب كيږي.

ترتيب شوي موادو دوه ډوله دي: يو ډول موادو څخه خپل نمو، انكشاف، تجديد او د وظايفو اجرا تر سره كوي. بل ډول مواد تهيه كوي چه په حجره كي ضرور نه دي بلكه د حجري خارج ته استول كيږي لكه: آنزايمونه، آنتي بادي.

لمړي ډول مواد په آزادو رايبوزومو كي جوړيږي او دوهم ډول مواد په RER كي جوړيږي.

Storage: ځني مواد په حجره كي ذخيره كيږي لكه شحم، قندونه او رنګونه.

Excretion: د فعاليت په نتيجه كي فاضله مواد اطراح كوي.

Energy Production: په حجره كي انرژي د A.T.P په شكل ذخيره كيږي. چي داد انساجو په وظيفو پوري اړه لري. عموما په سايتوپلازم كي 20% په رايبوزم كي د Glycolysis په اثر او 80% د مايتو كاندريا په اثر توليدوي.

Motility and Mobility:- د حركت او تغير قدرت په حجراتو كي فرق لري مثلا عضلي حجره خپل طول ته تغير وركوي تقلص او استرخا كوي WBC كاذبي پښي جوړوي – سپرماتوزو او فلاجیل په واسطه حركت كوي.

Phygocytosis: ځني حجرات لكه WBC او Macrophage داجنبي موادو د تخريب او محاصري قدرت لري او د كازبو پښو په واسطه سايتو پلازم ته داخلوي دا كار په دوه عمليو صورت نيسي.

Phygocytosis: د جامد موادو داخليدي حجراتوته.

Pinocytosis: د مايع قطراتو داخليدل حجري ته.

Irritability: تخريش: حجره د انګيزو په مقابل حساسيت ښيي.

Conductivity: قابليت انتقال: حجره انګيزه د حجري ټولو برخو يا نورو مجاورو ته حجراتو ته انتقالوي.

يادونه: قابليت تخريش، د قابليت انتقال په عص حجرو كي په لوړه سويه دی.

Aduptation:- د محيط سره توافق كوي او خپل شکل ته تر معين اندازي تغير وركوي.

Growth and Reproduction:- حجرات د جذب او تركيب موادو په نتيجه كي نمو او تكثر كوي.

5- ارتباطات حجره:-

حجرات مستقل عناصر نه دي، بلكه دا واحدونه يو ل بله بيالوژيكي  ارتباط لري، د دوي په منځ كي ايونونه تبادله، د ماليكولونو تبادله صورت نيسي. دا كار د لاندي تخنيكو په واسطه كوي.

الف: Microinjection: كه په بين الحجروي مسافوکي زرق شی نو موادو مجاور و حجراتو او بيا ليري ناحيو ته انتقاليږي.

ب: Micro electrode: د حجراتو په منځ كي مايكرو الكترودونه داخلوي او د برق په تغيراتو سره ئي د برق د جريان تغيرات مجاورو حجراتو كي مطالعه كوي.

ج: د حجراتو كښت:

كه څو مختلفو حجراتو اسناج په يوه ځاي كي كښت شي نو دا حجرات په جلا جلا ګروپو سره يو له بله را چاپير كيږي د حجراتو دا پيژندنه او يو ځاي كيدل. د حجراتو د خارجي سطحي د Glycoprotein په واسطه صورت نيسي.

4- Cytomorphosis يا د حجري د ژوند مراحل:

هغه پر له پسي تغيرات چي د حجراتو د ژوند په اوږدو كي په طبعي ډول صورت نيسي عبارت دی له Cytomorphosis څخه دي.

د حجري د ژوند مراحل په لاندي ډول دي:

ابتدائي مرحله: په دي مرحله كي حجرات لاندي خصوصيات ښكاره كوي.

1-               د هستي جسامت نسبت د حجري د سايتوپلازم حجم ته لويږي.

2-               د تفريق پذيري علايم پكښي نه ښكاريږي.

3-               نظر نورو ته انقسام زيات ليدل كيږي.

4-               د سايپتوپلازم رنګ آبي كيږي.

5-               د حجري ګڼ فعاليتونه ناقص اجرا كيږي.

 

د حجري تفريق پذيري او پختګي مرحله: په دي مرحله كي لاندي خصوصيات ليدل كيږي د بلوغ مرحله ئي مشابه وي.

1- د حجري شكل: شكل ئي د ابتدائي مرحلي څخه تغير كوي. ځكه په ابتدائي مرحله كي ټول حجرات يو ډول شكل لري.

2- ساختمان: د حجري د هستي جسامت كميږي او د سايتوپلازم مقدارئي زياتيږي اور ګانيلونه ئي ډير او انكشاف يا فته وی.

3- وظيفه: حجري د وظايفو د تر سره كولو قابليت لري.

4- په دي مرحله كي دو صفته د تولد قابليت او د تفریق پذيري استعداد له لاسه وركوي.

د حجري د زوړوالي مرحله: په دي مرحله كي .

1- د حجري هسته او سايتوپلازم يو له بله ګډيږي او د حجري وظايف تدريجا كميږي.

او كله چي د حجري حياتي وظايف متوقف شي نو حجره مري.

د حجري د مرګ علايم:

الف:- Pycnosis: هسته كوچنۍ متراكم او تيره رنګ كيږي.

ب:- Karyrrhexis: هسته په څو ټوټو ويشل كيږي.

ج Karyolysis: هسته خپل رنګ پذيري له لاسه وركوي، او داسي ښكاري لكه چي هسته حل شووی.

- كله چي حجره مره شي نو د سالمو او ژونديو حجراتو د ځنډو څخه په درو عمليو محوه كيږي.

الف- Shedding:  مره حجره د بدن داخلي اجوافو ته او يا د بدن څخه خارج دفع كيږي.

ب- Dissolution انحلال او تجزيه: حجره د آنزايمو په واسطه تجزيه كيږي.

ج- Phagocytosis خوړل: مړه حجره د macrophage په واسطه خوړل كيږي.

 

Cytoplasm

 

د حجري او هستي تر منځ مسافه اشغالوي، چي په ځينو حجراتو كم او په ځينو كي زيات مقدار لري، د سايتوپلازم په داخل كي مختلف فعاليتونه لكه د پروتئين جوړول او Phagocytosis جريان لري دا فعاليتونه د انرژي په كمك سرته رسيږي كوم چي د غذائي موادو د اكسيديشن څخه لاس ته راځي.

په عمومي ډول سايتوپلازم د درو برخو څخه جوړ شويدي:

1- Organelles:- كوچني عضوي دي چي لاندي خصوصيات لري.

- ژوندي واحدونه دي – په حجره كي حتمي او دايمي سته – وصفي ساختمان لري – په معينو وظيفو ګمارل شويدي – د فعاليت په نتيجه كي انرژي مصرفوي – د حجري وظيفوي فعاليتونه سرته رسوي – جسامت، موقعيت او تعدادیی په مختلفو حجراتو كي فرق كوي. دوه ډوله دي:-

الف : Membarancous Organelles: حجروي غشاء، مايتوكاندريا، RER،SER ګلجي جهاز، لايزوزم، پوش دار ویزیکلونه او Piroxlum.

ب : Nonmembaranous Organelloes: - رايبوزوم، مايركو تيوبل سنتریول، فيلامنټ Microtubulos او Phemlament د حجري اسكليټ جوړوي او حجري ته استناد وركوي. Cytoskelet.

2- Inclusions:- دا ساختمانونه لاندي خواص لري.

- د سايتوپلازم حياتي جزنه دي – غير فعال او غير ثابت عناصر دي- د حجراتو عمومي محصولات او ميتابولايتونه دي.

- په حجره كي موقتي ډول وي – دا موادو په دوه ډوله دي:-

الف- (Stored): ذخيروي مواددي چي بدن د لوږي په حالت كي ځيني انرژي برابروي. لكه كاربوهايدريت، پروتئين، ليپيد.

ب- Pigments:- رنګين او د نور جذبونكي مواد دي. Exogen او Endogen بلل كيږي.

Exogen  هغه مواددی چه دخارج څخه حجری ته داخل شی لکه کاربن او ځینی منرالونه.  

Endogen هغه مواد دي چي په خاصو شرايطو كي په حجره كي جوړيږي لكه هيموګلوبين ميلانين.

3- Cytoplasmic Matrix = Cytosol:

هغه مواد دي چي د Organelles او Inclusion تر منځ مسافه اشغالوي او اورګانيل اوانګلوژن به دي مايع كي لامبي، دا متركس، پروتئين، آنزايم، ماليكولو او آيونو څخه تركيب ده.