دوهابيانو سياست

 

دمحمد بن عبدالوهاب نجدي دلارښووني سره سم وهابيانو له پخوا څخه داسي فكركاوه چي زموږ عقيده به په اطرافي سيمو كي ښه وچليږي،ځكه چي هغه خلك دشرعي مسايلو سره ښه بلديتا نلري، بله خبره داده چي اطرافي خلك دخپلي ناپوهۍ له امله ددلايلو پرځاي جنګ ته اماده وي او همدارنګه دقوم پربنسټ چي كه چيري په يوه قوم كي په يوه نفركي دوهابي عقيدې پيداسي نو ډير خلك دهمدي قوميت په اساس همدغه دوهابيت عقيده قبلوي.

ددوي دغه سياست په ډيرو سيمو كي تجربه سويدى او په ډيربرياليتوب سره دوي خپلي موخي ته رسيدلي.

دوهم سياست يي دادى چي دوي خپلو پيروانو ته وايي چي زموږ څخه پرته نور ټول خلك مشركان دي، د دوي وينه تويول رواه ده او مالونه يې غنيمت دي او ډيره هڅه كوي چي ديني عالمان ، مشايخ او روحانيون دوي ته په غټو مشركانو سره ورپيژني ترڅو له هغوي څخه فاصله ونيسي او دوهابيت عقېدي دحق يا ناحق دمعلومولولپاره مراجعه ورته ونكړي.

ديني عالمان تردي اندازي پوري ورته مشرك معرفي كوي چي په هغوي پسې لمونځ كول روا نه بولي.

په دي اساس وايي چي زموږ څخه پرته نورټول مشركان دي او جهاد ورسره روا دى، هرډول ازار رسول ورته عباد ت بولي له دي كبله كله چي د وهابيانو ډله قوت پيداكړي نو مسلمانان لكه كفار داسي وژني، ښځي او هلكان غلامان كوي اومالونه يي غنيمت ګڼي.

دمثال په ډول: كله چي محمد بن عبدالوهاب دسعوديانو درعيت اميرته لاره پيداكړه ، اميردخپلي پاچاهي دپراخي او محمد بن عبدالوهاب دخپل مذهب دښكاره كيدو او رواج په خاطر ټول مسلمانان په قتل ورسول او پرعربستا ن باندي يي قبضه وكړه.

ددوي دسياست بل اړخ دادى چي: كله چي دوي له ماتي سره مخامخ سي نو خپله عقيده پريږدي او پرخپلو كړو باندي انكار كوي ، بيرته اسلامي عقيده ښكاره كوي، دغه سياست ته ورته پېښه په ۱۳۹۳ ق كال كي په كندهار كي رامنځ ته سوه ، دكندهار دعلماو، مفتيانواو قاضيانو دوخت دحكومت ترسياست لاندي راوستل او ملامت يي كړل ، دپنځو كالو په بنديي محكوم كړل، دڅه مودي بند تيرولو څخه وروسته يي دپورته ذكر سوي سياست له مخي ځانونه خلاص كړل

دغه سياست دوي ته درسول الله (ص) دوخت دمنافقانو څخه ورپاته دى ځكه هغوي هم چي كله به له كفاروسره يوځاي سول ويل به يي چي موږ په مسلمانانو ملنډي وهو او كله چي به له مسلمانانو سره يوځاي سول نو بيا به يي ويل چي موږ ستاسي سره يو.

وهابيانو دخپلي عقيدي دخپرولو لپاره ځيني كتابونه ليكلي اوچاپ كړيدي چي خلكو ته يي په وړيا ډول وركوي او همدارنګه ځينو خلكوته ددوي دعقيدي په منلو سره نقدي پېسي وركوي چي دغه سياست يي دانګريزانودى.

دهندوستان ځينو علما دابن تيميه پر قول ډيرټينګ ولاړدي او دده اقوالو ته اعتبار وركوي له دي كبله دهندوستان د ديوبند مدرسه په وهابيت سره بدنامه سوه، هغه علما په لاندي ډول دي:

  • اسمعيل شاه
  • احمد ګنګوهي
  • صديق حسن البهوپالي
  • نذيراحسن
  • شهد الحق
  • وحيد الزمان
  • عبدالجبار
  • غلام خان راولپنډي
  • طاهرالپشاوري

 

دوهابيانو غټ مشر  اوپيشوا

محمد بن عبدالوهاب النجدي

 

وهابيان وايي چي موږ په دي خاطر وهابيان يو ځكه چي موږ موحدين يو ( يواځي دخداي (ج) وحدانيت منو) او څرنګه چي دخداي(ج) نوم وهاب دى نوځكه موږ هم پرخپل ځان باندي دغه نوم ايښي دى ، خو د دوي دغه خبره هم درواغ ده ځكه دوي دغه نوم دخپل مشر نوم ته منسوبوي.

مفتي شيخ الاسلام سيداحمد بن زيني دحلان (رح) وايي چي: ما دشيخ محمد بن سليمان الكردي (رح) المدني يوه رساله وليده چي هغه د محمد بن عبدالوهاب استادو هغه په خپله رساله كي محمد بن عبدالوهاب ته وايي چي: سلام پرهغه چا باندي چي هغه دهدايت تابع وي ، وروسته ترسلام زه تاته نصيحت كوم( دخداي (ج) په خاطردمسلمانانو له كفركولو څخه دي خوله بنده كړه، كه چيري نو نفرپرغلطه لار روان وي نو لار ورته وښاياست اوحق دلايل ورته ووايه، داچي ته پرډيرو خلكو باندي دكفرټاپه لګوي نوتاته هم دكفر نسبت كول ډيراسانه كاردى.(درد النسيته صفحه ۳۹ څلرم ټوك)

دپورته ذكر سوي كتاب په ۴۳ مخ كي وايي چي:يوه ورځ محمدبن عبدالوهاب النجدي دجمعي دلمانځه په خطبه كي داسي وويل:هر څو ك چي په نبي كريم (ص) سره توسل كوي هغه كافر دى، دمحمد بن عبدالوهاب النجدي ورور شيخ سليمان (رح) چي ډير لوي عالم او ښه سړى و نوموړي په بدعت كي پرخپل خبيث ورور رد كاوه او په هيڅ بدعت (په دين كي نوي شى پيداكول) كي يي دده متابعت نه دى كړى.

يوه ورځ شيخ سليمان خپل خبيث ورورته وويل چي داسلام اركان څو دي محمد بن عبدالوهاب په ځواب كي ورته وويل پنځه دي ، شيخ سليمان ورته وويل چي ستا په مذهب كي خو شپږ دى، او شپږم يي دادى چي ستا متابعت به كوي او كه ستا متابعت  ونه كړ ي هغه خو ستا په نظر كافردى.

يوچا محمد بن عبدالوهاب ته وويل چي: خداي (ج) دروژي په مياشت كي هره شپه څو ګناهكاران له دوزخ څخه ازادوي؟ ده ورته وويل يولك نفره اودروژي په اخره شپه دومره نفر ازادوي كله په ټوله مياشت كي چي يي ازاد كړي وي چي ټوله شپيته لكه كيږي، نوهغه سړي ورته وويل چي دغه كسان چي خداي (ج) بخښي داخو به مسلمانان وي؟ ابن عبدالوهاب ورته وويل چي هو ، هغه سړي ورته وويل ته هغه څوك مسلمان بولې چي ستا خبره مني او ته خو ددغه شمېرپه اندازه خپل پيروان نه لرې، ستا پيروان تراوسه پوري يو لك هم نه دي نوداخلك به څوك وي چي خداي (ج) يي بخښي؟.

كله چي شيخ سليمان دخپل خبيث ورور څخه وبيريدى چي هسي نه ديوه چا پواسطه زما دمرګ توطيه جوړه كړي نو يي مديني منوري ته هجرت وكړ اوهلته يي  دعقيدي غندني پراساس يوه رساله جوړه كړه اوده ته يي ورليږل ، خو بيا هم مسلمان نه سو اوخپله عقيده يي سمه نه كړه ، دا ډول نورو علماو كرامو هم دده په اړه ډيري رسالي جوړي كړې او ور  ويي ليږلې خو هدايت يي پيدانكړ،لاندي ايت شريف دهدايت دنه پيداكيدو لپاره راغلى دى.

انـك لا تهدي من احببت ولكن الله يهدي من يشاء (سورۀ قصص ۵۶)

ژباړه: ته هغه چاته هدايت نه سى كولاى چي ستا (محمد ص) خوښه وي ، ستا رب  هغه چاته هدايت  كوي چي ستا دخداي (ج) خوښه وي.

يوه ورځ يو سړى چي دخپل قوم مشر وو او واك يي ترمحمد بن عبدالوهاب ډير و ورته راغى او ورته يي وويل: كه تاته يو سړى راسي اودرته وواي چي دفلاني غره شاته ستا دوژلو لپاره يو غټ لښكر ولاړ او راروان دى او بيا ته ددې موضوع دمعلومولو لپاره زركسيزه هيئت هغې سيمي ته واستوې او هغه هيئت دليدني كتني وروسته درته ووايي چي هيڅوك هم نسته نوته دهغه يوه سړي خبره منې او كه د زركسيزه هيئت خبره منې؟

دو ورته وويل چي دزرو كسانو خبره منم او دهغه يو سړي خبره نه منم ، نو هغه سړي ورته وويل چي ټول علما كه ژوندي دي او كه مړه دي ستا عقيده درواغ بولي او يوازي تهه خپله عقيده سمه بولې نو موږ دهغه ډيرو علماو خبره منو او ستا خبره نه منو، په دي وخت كي محمدبن عبدالوهاب ملامت او حيران پاته سو (سنيه صفحه ۴۴)

سيداحمد سامع