ورځ تر بله خرابیږي دا وطن
په نفاق کې نه جوړیږي داوطن
د بې رحمه او مکار دښمن دلاسه
هره خوا په اور سوزیږي دا وطن
په قومونو او خیلونو یو بیل شوی
جنګ،جګړوسره ورانیږي دا وطن
د دالرو او کالداروپه حساب کې
په پردو باندې خرڅیږي دا وطن
په هر لوري بې وسي ده مایوسي ده
ټول په وینو کې لمبیږي دا وطن
د وطن ټوله هستي یې رانه لوټ کړه
کار زحمت باندې جوړیږي دا وطن
لا ترڅو به مونږ په خپلو کې جنګیږو
ځان ،ځاني کې تباه کیږي دا وطن
افغاني مینه، احساس که مو نصیب شي
سر منزل ته به رسیږی دا وطن
--------------------------------
سمیع الدین افغاني
۴- ۹ – ۲۰۱۸
م ۰ کال
03.09.2018
- خوشحال صافی
د یوې استرالیايي ورځپاڼې د ریپوټ په اساس، استرالیا ته رسیدلي ویتنامي کډوال ممکن ډیر ژر بیرته ویتنام ته واستول شي.
دغه کډوال چې شمیر یې ۱۷ تنه ښودل شوې تیره اوونۍ په یوه کښتۍ کې د استرالیا د کوینزلینډ ایالت په شمال کې د کایرنس په نوم سیمې ته ورسیدل.
د ریپوټ په حواله، اوس یاد کډوال د استرالیا د سرحدي ځواکونو لخوا د کریسمس ټاپو ته وړل شوي ترڅو د استرالیا د مهاجرت چارواکو لخوا هلته د هغوی د پناه غوښتنې وارزول شي.
خو ریپوټ دا لیکي چې د دغه کډوالو د پناه غوښتنې ښايي د رد ځوا...
04.09.2018
- ډاکتر محمد نواب ویساند
ژباړه :
۱ ــ جغرافیائي فکتورونه : اومه مواد او د خاورې موسمي حالت؛ ۲ ــ د تولیدونکو ځواکونو وده : چې په پراختیا کې یې د بېلابېلو هیوادونو د تولیدي شرکتونو همکاری رول لوبوي . ترټولو د صنایع په هغه سکتورونو کې پراخه شوې ، په کومو کې چې د لوړې کچې ځانګړتیاوې (تخصص ) شتون لري : د موټرو، الوتکو ، راکټونو او دې ته ورته د نوروشیانو جوړونه ؛ ۳ ــ علمي ـــ تخنیکي پرمختګ : د علم او تکنالوژۍ ( scientific and technological progress ) خورا چټک پرمختګ د هېوادونو ترمنځ د علمي او تخنیکي...