د ډېرو هېوادونو نظامونه په ستونزو جوړ شوي ، او د یوه پیاوړي نظام د جوړښت په خاطر د هغو هېوادونو وګړو هم هڅې کړې دي ، تر څو پیاوړی دولت او نظام ولري ، پياوړي نظامونه د د ولسونو په هڅو جوړیږي ، او د ولس په ګټه وي.
تقریبآ څلویښت کاله په افغانستان کې جګړې تېرې شوي ، او دې جګړې زموږ پیاوړي نظامونه را ړنګ کړل ، ولس يې در په دره کړ ، او چاچې جګړې پرمخ وړلې د خپلو شخصي موخو او ګټو په خاطر يې په دې هېواد زړه ونه خوږوه ، نه يې په ولس ، نه يې په ملي ګټو ، نه يې په ملي شتمنیو ، او نه يې د افغانستان په نوم زړه درد وکړ.
د خپلو بهرنیو بادارانو په فرمایشونو يې هر هغه څه وکړل چې ددوی غوښتنه وه .
هغه وخت ولس هم څه نه شو کولی ځکه چې یو طرف د افغانستان د ولس سیاسي شعور دومره لوړ نه وه چې د وخت د مشرانو پر نیتونو وپوهېږي ، د وخت مشرانو د ولس له پاکو نیتونو څخه داسې استفاده وکړه چې تر ننه زموږ دا ولس د همدې خاصو کړیو په لومو کې ګير دي هغه وخت يې هم ددې ولس څخه ناړوه ګټه پورته کوله اوس هم .
اوس هم کله چې دا ځيني کړۍ خپلې شخصي ګټې په خطر کې ویني د نظام د ړنګولو ګواښونه کوي ، او همدا بېچاره ولس دېته مجبوروي چې ددې اشخاصو په ملاتړ سرکونو ته راووځي او د نظام ضد لاریونونه وکړي او د نظام ضد شعارونه ورکوي .
چې دا لړۍ دا کلونه کېږي روانه ده .
موږ هم قوي نظام غواړو ، هم د دولت څخه د ډېرو کارونو تمه لرو ، او هم د ځینو بې بندباره اشخاصو ملاتړ کوو چې اصلآ ددې هېواد د پاره فکر هم نه کوي .
که غواړو چې موږ یو پیاوړی نظام ولرو اړتیا ده چې د تېرو تجریو څخه ښه ګټه پورته کړو ، څه چې غلط وه ، په هغو فکر وکړو چې غلطو لارو څومره موږ ته او څومره يې زموږ هېواد ته هم په سیاسي لحاظ ، هم يې په نظامي لحاظ ، او هم يې په اقتصادي لحاظ ضرر ورساوه ؟
اوس نو هر څه زموږ په لاس کې دي نظام لرو ، اساسي قانون لرو، پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، ملي سرود لرو، له نړیوالو سره پراخې اړیکي لرو ، څنګه کولی شو له دې هر څه ښه ګټه پورته کړو ؟
که چېري موږ د موجوده نظام څخه په سمه توګه ملاتړ وکړو ، د ټولو ملي پروګرامنو څخه ساتنه وکړو، د دولت په ټولو چارو کې ځانونه مسوول وګڼو او دا مسوولیت په سمه توګه ادا کړو نو څو ګټې به موکړې وي .
لومړی دا چې په هېواد کې مو پردي لاسونه لنډيږي ، دوهم پردي جاسوسان نور ددې هڅه نه شي کولی چې د افغانانو په منځ کې نفوس وکړي .
بل موږ کولی شو چې راتلونکو ټاکنو ته زمنیه سازۍ وکړو .
او کولی شو چې په یوه ښه فضا کې د ټول ټاکنو په ترڅ کې د خپلې خوښې وړ اشخاصو ته رايې ورکړو تر څو مو راتلونکو نسلونو ته د خوشبختۍ لارې هوارې کړې وي .
پای