د ملي امنیت شورا پخواني سلاکارمحمد حنیف اتمر په داسې حساسو شیبو کې خپله استعفا وړاندې کړه او د ولسمشر له لوري ومنل شوه چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی او راتلونکو ټاکونو ته چې جنجالي او د افغانستان سرنوشت سازه مسله بلل کیږي هم ډیر کم وخت پاته دي .
بل لوري ته د سولې خبرې اترې هم تر بل هر وخت ګرمې او هیله بښونکې شوې دي.
د افغانستان په اوسني ناوړه امنیتي وضعیت کې د اتمر استعفا د هیواد د امنیت او سوکالۍ لپاره ښې پایلې نلري، ځکه چې حکومت ته سوله ، جګړه او ټاکنې درې هغه ستر چلنجونه دي
باورونه دا دی چې ښاغلي اتمر د سیمې د هېوادونو پر سیاست بلد دی او په دې برخه کې ښه لوبغاړی بلل کیږي.
خو دا چې د اتمر پر ځای د حمد الله محب ټاکل به څومره و کولی شي چې په څو میاشتو کې لومړۍ د سیمو هېوادونو سره اړیکې ونیسي او بیا د ګاونډیو هېوادونو پر پېچلي سیاست چې لوی قدرتونه پکې ښکېل دي ځان وپوهوي، دا به وخت ثابته کړي ، خو ویل کیږي چې نوموړی هم یو ستر سټه ده
اتمر په ناڅاپي ډول له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ
د اتمر صیب د استفعا په اړه بیلابیل نظرونه او تحلیل
لوموړی : ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر غني په داسې حال کې چې خپل د ملي امنیت نوی سلاکار یې رسماً د امنیت شورا مسولینو ته ور پېژانده، د ښاغلي اتمر د خدماتو ستاینه وکړه او دا يي ومنله چې د ښاغلي اتمر استعفا منل یوه سخته پرېکړه وه.
خو زما په اند ولسمشر دا پریکړه د دې لپاره وکړه چې یو شمیر کړیو له وړاندې په افغان حکومت تور پورې کړی و چې واک يې انحصار کړی او ټولې چارې د یوې خاصې کړۍ په خوښه مخته بیایی او هڅه کوي چې جګړه د افغانستان شمالي ولایتونو ته وغزوي، آن دا ویل کیدل چې حکومت د اتمر په همکارۍ په شمالي ولایتونو کې وسله وال ترهګر په وسلو سمبالوي. حال دا چې دا خبرې ټولې تشې اعاوې وي ، نو ولسمشر وغوښتل چې ولس ته دا دوي دغه ډول بې ځایه ادعاوي ناسمې ثابتې کړي
دوهم : د ملي امنیت نوي سلاکار حمدالله محب
د ملي امنیت نوي سلاکار حمدالله محب هم ښاغلی اتمر خپل یو نژدی همکار وباله، او ټینګار یې وکړ چې په راتلونکي کې به هم له هغه سره په کاري چارو کې سلا مشوره کوي.
د نوموړی له خبرو داسې څرګنديږې چې د اتمر رول او سلا مشورې خورا ډيرې مهمې دی او باید له حکومت سره په پورته لوموړیو کرښو کې ذکر شو ټولو برخو کې مرسته وکړي ځکه د نوموړی د وړتیا له مخې د نوموړی مرسته خورا مهم او اغیزمن ده .
دریم : عمر زاخېلوال پاکستان کې افغان سفیر
په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال پر خپله ټوېټر پاڼه د ښاغلي اتمر د "سیاسي تدبر، فوق العاده مدیریت، دور اندېشۍ او سالم فکر" ستاینه کړې.
د ښاغلي زاخېلوال په وینا، د حنیف اتمر استعفا د افغان حکومت لپاره یوه لویه تشه رامنځته کړې، خو تمه یې کړې چې د هغه پرېکړه به پر احساساتو نه، بلکې د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو پر بنسټ شوې وي.
د ده په خبرو کې هم پورتنیو ادعاوو په اړه يو څه ښکاري هغه داسې چې يو شمیر خود غرڅ کړیو د يو شمیر بې ځایه ادعاو په ذریعه نه يواځي دا چې حکومت بدنامولو بلکې ملي يوالی ته يي هم صدمه رسوله نو ځکه خو حکومت دا پریکړه کړي .
څلورم : جان باس په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر
په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر جان باس د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار د محمد حنیف اتمر د استعفا په اړه ویلي د افغانستان د ساتنې په برخه کې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ستراتیژیکې ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره د ښاغلي اتمر کار ستایلی دی او ور څخه مننه کړې ده.
له ياد سفیر له څرګندونو هم په ډاګه کیږي چې د اتمر صیب د حکومت يوه پیاوړي ستنه وه ، خو دا چې استفعا يي ورکړه او د ولسمشر له لوري ومنله شوه ، نو پوه شي چې دا کار به د هیواد او ولس په خیر وي .
محمد حنیف اتمرپه تېره څه باندې یوه لسیزه کې د افغان حکومت پر مهمو پوستونو دنده ترسره کړې، او د همدې مودې په مهمو سیاسي پرېکړو او هلو ځلو کې یې مهم رول درلود.
دا به وروسته وکتل شي چې ایا ښاغلی اتمر د ډېرو نورو په څېر د افغانستان له سیاسي صحنې لېرې کېږي، او که په راتلونکي کې په یوه بله بڼه بېرته را څرګندېږي.