د پټنې(هندوستان ) د بانكې پور په كوڅو كې به سهار، ماښام په يوه نه يوه ځاى كې ښكاره شوه. ودريداى نه شواى، په ناسته به څكيده. كږه به ناسته وه او يو بل لور ته به ځنګيده او دغسې به ناڅرګند ډول مخ پر وړاندې تله. په دې ستومانه كوونكي خوځښت به يې د ښار كوڅې لټولې. لاروي به يا دې ته په كتو او يا په بې پامۍ ورسره په خوا او شا كې تيريدل. سايكلونه، بګۍ، رکشې او د اسونو ګاډۍ به هم ورسره په خوا كې تله راتله او هغه به د ګړۍ د ستنو په څير لكه روان عمر په كرار خو په باوري تګ مخ پر وړاندې تله. له ځانه سره به يې په ټيټ غږ كومه سندره زمزمه كوله. يا به يې داسې څه ويل، چې څوك نه پرې پوهيدل. خدايزده څه به يې ويل. د غم سندره كه د خوښۍ بدله، دغسې به هغه د سړك يا كوڅې يوې څنډې ته څكيده او څنګ ته به يې د چرۍ اوبو خاورې خځلې په سر اخستي ، له خښتو او تيږو سره په ټكرونو روانې وې. د همدې زړې بدحالې او د زمانې رټلې سوالګرې غوندې.   مجهوله، معذوره، بوډۍ درويزګره شايد ړنده نه وه. خو ما يې سترګې كله هم نه وې ليدلې. سترغلي به يې تل پړسيدلي وو. باڼه به يې له يوه بل سره نښتي وو. هغه زموږ د ټولنې په څير ړنده وه. داسې چې سترګې يې شته خو، بيكارې او بيمارې. د سر وېښته يې خريلي وو او تر پښو به يې ټوكران تاو وو . كالي به يې ډېرى وخت شكيدلي وو، يعني تر ډېره به يې تن لوڅ و، نه! بلكې تر لوڅ هم زيات لوڅ. ځكه په ډېر بد حالت كې به يې د تن هغه برخې هم لوڅې وې، چې بايد په ستر كې واى او هغه برخې به يې ښې كلكې پټې وې، چې د پټولو چندان اړتيا يې نه وه.   چا ته يې د سوال لپاره لاس نه اوږداوه، بس په خپل ځان اخته د يوې غوټې په څېر به په ځنګيده، خوځيده، بونګيده كراره كراره مخ په وړاندې تله. د ورځې په اوږدو كې به يې د شاوخوا كوڅو او مركزي بازار مزل وواهه. خلكو به ډېره لږ درويزه وركوله. د دې حالت داسې يورنګيز شوى و، چې خلكو ډېره توجه هم نه وركوله. د دې په ليدو به مې په زړه كې راتېره شوه، چې د دې په ژوند كې نو داسې كوم څه دي، چې دا ورته عمر تيروي؟   د دې د ژوند تكيه نو پر څه ده؟ بې مقصده ژوند. بلكې رښتيا خو دا وه، چې د دې درويزګرې ژوند هسې د ژوند په نوم يو پيغور و. د دې ژوند نه يوازې بې خونده، بې اسرې، بې مزې، غمجن و بلكې له وير او دردونو هم ډك و. بيا هم دې ژوند تيراوه، هغې د ژوند تيرولو هڅه كوله. د هغې ژوند يو پرله پسې خوځښت و. شايد ژوند پخپله هم يو مقصد دى.   بوډۍ درويزګرې به له سبزي باغ نه خوړين ګوپيان، شلغم، باتينګڼ او داسې نور وراسته شيان راغونډ كړل او په هماغه پرله پسې خوځښت به مخ په وړاندې تله. د ښار محكمې ته څيرمه د هوټل له مخې نه به يې زبېښلي هډوكي او د ډوډۍ ټوټې هم راټولې كړې. وږي كوڅه ډب سپي هم ورسره داسې عادت وو، چې ان ورته غپل يې هم نه. ځكه ممكن هغو ته هم د خپلې برخې يوه حقداره ښكاريده. خو كله ناكله به چې كوم يو نيم نوى سپى په سيمه كې راپيدا شو نو د سوالګرې لاس به په خپړو هرومرو ټپي كيدل او كالي به يې هم شكيدل .   كله ناكله داسې هم ليدل كيده، چې .....سوالګرې به كوم يوه سپين ږيري مزدور يا صفا كارې ته د خپل ژوند كيسه كوله. يو دوه ځله دا كيسه ما هم اوريدلې ده. ډېره لنډه كيسه ده، دا د يوه زاړه فقير لور وه، خپله مور يې نه وه ليدلې. له خپل سپين ږيري پلارسره به يې په همدې ښار كې درويزه كوله. ورځ به يې په درويزه كولو تيريده او شپه به يې د ګمركاتو د دفتر په برنډه كې يا تر كومې زړې ونې لاندې . څوكيدارانو به ډېره تنګوله. د ګرميو شپې خو ترشنه اسمان لاندې هم تيريدې خو د يخ موسم سړې شپې او يا د بارانونو شپې دباندې تيرول ډېر ګران كار و.   د دغسې دښمنو شپو د تيرولو لپاره سرپناه ته اړتيا وه. څوكيدارانو ته په څه ناڅه وركولو به داسې ځاى پيداكيده. هغه نو اوس ځوانه وه او د ژوند ساړه تاوده يې په لازيات شدت محسوسول . كله ناكله به يې د ځوانۍ رنګين خوبونه ليدل او ډېره به ځوريده. له څه ورځو نه يو ځوان ځوكيدار پرې خورا مهربان و. بې له دې، چې پيسې ځينې واخلي د محكمې په برنډه كې به يې د بيده كيدو اجازه وركوله. كله به د شپې راغى خواته به يې كښيناست او د خپل زړورتوب كيسې به يې ورته پيل كړې. د غلو د نيولو كيسې، د لوټ مارانو د وېشتو كيسې او په اړو و دوړ كې د ډزو كولو .   سوالګره كراركرار له څوكيدار سره بلديده، كله به چې هغه د څوكيدارانو د بدلون له وجې رانه غى نو خواشينې به وه، شپه به يې په سخته تيريده. د سخت باران په يوه شپه د سوالګرې د ځوانۍ رنګين خوبونه په يوه بربنډ حقيقت واوښتل. دا شپې په خوند تيريدې. څو مياشتې وروسته څوكيدار چيرى ولاړ، سوالګرې يې ډېر انتظار وكړ تردې، چې هيله يې وخته. اوس نو اميندواره وه، خو په دې شيبو كې يې هم د خواخوږي هيڅوك نه و. نوى څوكيدار له راتګ سره سم سوالګره او پلار يې دواړه د محكمې له برنډې نه وشړل. په سخته يخني كې لور او پلار دواړه تريوې ونې لاندې شپې تيرولو ته اړ شول. څنګه ګنانګار څوكيدار و، سوالګرې ته خپل زړه سواند څوكيدار ورپه ياد شو، خو هغه هم بې وفا وخوت. سخته يخني وه، د سوالګرې پلار ناروغه شو او ومړ. دا يې په دې بې زړه سوي او بې سترګو دنيا كې يوازې پرېښوده. د يخني موسم په وتو و، چې ترهمدغې ونې لاندې د سوالګرې زوى پيدا شو. په دريمه ورځ يې زوى هم مړ شو او په اوونۍ كې دننه د سوالګرې تن له نامه لاندې فلج شو. اوس به د دې كيسې له اورولو وروسته سوالګره په ژړا شوه. د ماتو ستوريو په څير به اوښكې په خاورو كې وركې شوې. اورويدنكو به هم په يوه بې معنا خواخوږي سوالګرې ته يوه شيبه كتل او بيا به تر رهي شول. دا به هم د ماتې هيلې به څير په رپيدو شوه او د لارې وهلو په بې وسه هڅو به يې پيل وكړ .   ما دا سوالګره تل ليده او په زړه كې مې يو تته غوندې وسوسه وه، چې دا به نن سبا چيرې اوسي. يو ماښام، چې بهنور پوكر ته تلم معذوره سوالګره مې وليده، چې له سابو باغ نه راستنيده. د ماښام تياره په شپه اوښته. زما اټكل دا و، چې اوس نو دا خپل ميشت ځاى ته ځي. زه د وحيد خليفه په دكان ودريدم، چې سوالګره مخ ته ولاړه شي. ترډېره مې په دكان كې انتظار وكړ. له دكان نه، چې راووتم ومې ليدل، چې بوډۍ يوازې ترڅلور لاري پورې رسيدلې ده. هغه تر كيشپ هم ورو څكيده. د انتظار د ګړيو په څېر. زه په بله څلورلارې كې يوه درملتون ته ننوتم. ترډيرو له درمل پلورنكي سره له ايسته رايسته غږيدم، د درملو بيعې مې معلومې كړي، د هغو په ګټورتيا مې بحث وكړ، د انګريزي او هندوستاني درملو په توپير مې خبرې وكړي.   د ښار له ډاكټرانو نيولې تر ورځني سياسي مسايلو باندې مې د دې لپاره اوږدې خبرې وكړې، چې وخت تير شي. ما پريكړه كړې وه، چې زه به نن د سوالګرې داوسيدو ځاى هرومرو معلوموم. له درملتون نه، چې راووتم نو ترمخامخ څلورلارې پورې بوډۍ نه ښكاريده. ترڅلورلارې پورې ولاړم، د بهنورپوكرپه سړك هم نه وه. حيران دريان مې يوه بله خوا كتل، چې ديوه كتري غپا مې توجه ځان ته كړه. څه ګورم، چې معذوره سوالګره له يوې ودانۍ سره جوخت څپري ته ننوزي. دې ته په كتو يو كوچنى كوترى لكۍ وهي او سوكه سوكه غاپي. كوترى په څپري كې دننه په موږى پورې تړلى و.   دا ټوټه ټوټه څپرى څلورلارې ته په څيرمه كوڅه كې د بانس له ماتو لرګوجوړ و. هرې خواته د كثافاتو انبارونه پراته وو. له دواړو خواوو نه د كورنو د مردارو اوبو نلونه هم همدې كوڅې ته ور خلاص وو. سوالګره څپري ته ننوته د خپلې ساړۍ په پلو پورې غوټه هډوكي يې د كوتري په وړاندې خلاص كړل. كوتري په غوريدو د بوډۍ له پلو نه د هډوكو په خوراك پيل وكړ، سوالګرې له بلې غوټې نه د ډوډۍ ټوټې هم د كوتري مخ ته واچولې او په مينه منيه ورسره غږيده. زه ولاړ وم او دا هرڅه مې ليدل. د كوتري له مړيدو وروسته سوالګرې هم د ډوډۍ يو څو ټوټې وخوړې او له دې وروسته يې كوترى له موږي نه خلاص كړ، په غيږكې يې ونيو او يوه اړخ ته څملاسته. څه سندره يې ويله، چې ماشومانو ته د خوب په وخت ويل كيږي. كوتري د غيږې د خوند په اخستو بونګيده. زه له دې فكر سره مخ په وړاندې روان شوم، چې شايد همدغه كوترى د بې اسرې سوالګرې د ژوند هيله ده.