‎‎اتمر صیب د افغانستان په روان بحراني حالت کې وکولی شو چې د افغانستان حالت نسبتآ کنتړول کړي، ځکه اتمر صیب هغه پياوړې او کلکه ستنه وه چې د ملي یووالي حکومت ملا پرې تړلې وه ، اتمر صیب په تېرو څلورو کلونو کې وکولی شو د افغانستان بهرنۍ او کورنۍ پالیسي ته یو نوی رنګ ورکړي.
‎اتمر صیب په نړیوال سیاست پوهه شخص دی په تېرو څلورو کلونو کې یې وکولی شو د افغانستان د سولې، په خبرو کې مهم رول ولوبوي، همدا راز کله چې اتمر صیب سعودي عربستان ته یې سفر وکړ د سعودي چارواکو سره د افغانستان په ‌‌‌‌‌‌ډېرو اړینو موضوعاتو بحثونه وکړل چې دې بحثونو د نړیوالو پام افغانستان طرف ته ‌‌‌‌‌‌ډېر کړ .
‎د اتمر صیب په هڅو د نړۍ ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر هېوادونو له افغانستان سره خپلې نظامي مرستې ‌‌‌‌‌‌ډېرې کړې چې عملآ یې شاهدان وو.
‎اتمر صیب بریالی سیاست وکړ ، خاموش سیاست یې د وطندوستۍ نښه بللی شو ، په تېرو څلورو کلونو کې په اتمر صیب باندې زیات سیاسي ګذارونه وشول خو دا چې اتمر صیب یو هوښيار او د لوړې حوصلې لرونکی سیاستمداره وه د افغانستان د ملي ګټو په خاطر، د افغانانو د یووالي د ساتنې په خاطر یې کله هم د خولې داسې لفظ بهر نشو چې د چا زړه د پرې مات شوی وي.
‎اتمر صیب یو ملي شخص دی ،په وطن او خلکو یې زړه خوږېږي، ښه وه چې د ولسمشر تر څنګ پاتې وای په دې سره به د نظام د بقا‌‌‌‌‌‌ء په خاطر هیلۍ زیاتې وای .
‎اتمر صیب بدیل نلري د اتمر صیب د استعفی خبر له درده ‌‌‌‌‌‌ډک وه، چې نن ورځ یې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو افغانانو زړونه دردولي دي، د نظام په داخلي مسایلو نه پوهېږو چې څه روان دي او د کومو مجبوریتونو له مخې به اتمر صیب دنده پرېښې وي، خو دومره ویلی شمه چې دا ښه کار ندی شوی ، او عواقب یې ‌‌‌‌‌‌هم ښه ندي.
‎ځکه ولسمشر په سم حالت کې ندی سیاسي مخالفتونه ورځ تر بلې زیاتېږي، جګړه په افغانستان کې په ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو ده ، دښمن مو د یووالي په له منځه وړلو بوخت دی، ولس مو له اقتصادي بحران سره مخ دی ، ټاکنې په یو نا څرګند لور کې پاتې دي، د سولې خبرۍ بې پایلې دي، په دې اساس وخت کې ولسمشر غني خپل ښی لاس پرې کړ ، ولسمشر به اوس دداسې خاصو حلقاتو په دام کې را ګیر شي چې د خلاصون لاره به یې یواځې تېښته وي.
‎په دې کار سره ولسمشر یو طرف خپل محبوبیت د لاسه ورکړ بل طرف یې پرديپاله کړۍ پر موږ داسې خوشحاله کړلې چې ایله به موږ ورته ګورو او څه به نه وایو .
‎نن ورځ زموږ څخه یو داسې مشر اخیستل کېږي چې ټولې هیلې مو همدې ته وې .
‎زه په ‌‌‌‌‌‌ډاګه وایمه په دې کې له چا څخه وېره هم نه لرمه د اتمر صیب ملاتړې یمه د وجود په وینو ورسره درېږم او زه تاسو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ در کومه چې دا بې بدیله سړی به بیا را ګرځي هغه هم د افغانستان د ولسمشر په توګه بیا به هغه وخت غږېږو .