د نكاح تړل د ښځې او نارينه ترمنځ شرعي حكم دى.
واده كول؛ د كورنۍ او يوې سالمې ټولنې د جوړولو په خاطر لومړنى ګام دى چې بنسټ يې بايد داسې كېښودل شي چې د دواړو خواوو حرمت، شخصيت، حقوق او رضايت په كې په نظر كې ونيول شي، خو په هېواد كې ځينې ناوړه دودونه د دې سبب ګرځي چې ډېر ځله دا معيارونه په نظر كې نه نيول كېږي. 
افغانستان يو له بې وزلو هېوادونو څخه دى چې ورځ تر بلې په كې د بېكارۍ كچه مخ په زياتېدو ده.
ډېرى ځوانان د كار موندلو په تمه د ښار په هر چوك او سړك كې تر سره لمر لاندې ورځې تېروي او يا هم پرديو هېوادونو ته د كار په لټه پسې ځي .خو پر دې ستونزې سربېره واده كول هم د ځوانانو لپاره يوه لويه ستونزه او اندېښنه ګرځېدلې، ځكه چې زموږ په هېواد كې له اقتصادي لحاظه ملا ماتوونكى او له ټولنيز پلوه له ستونزو او كړكېچونو ډك دود دى.
واده كول نن ورځ د ځوانانو لپاره په يو دروند بار بدل شوى، په تېره بيا چې د واده په مراسمو كې د دواړو خواوو كورنۍ له نورو سره سيالي ولري او يا هم زوم له بهر څخه راغلى وي، نو نجلۍ او كورنۍ يې خپل د زړه ټول ارمانونه پرې پوره كوي.
په واده كې پر زوم د زيات لګښت اېښودل په راتلونكي كې د ګډ ژوند د خرابېدو او تاوتريخوالي سبب ګرځي او ښځه د خپل مېړه په كور كې د خسرګنۍ له پېغورونو سره مخامخ وي. همدا بې ځايه لګښتونه د دې سبب شوي چې زيات شمېر ځوانان مجرد پاتې شي.
د۱۳۹۰ لمريز كال په لومړيو كې د واده او فاتحې په مراسمو كې له بې ځايه لګښت څخه د مخنيوي د قانون مسوده جوړه شوه، خو د يو كال په تېرېدو سره لا هم د دې قانون مسوده د وزيرانو شورا له خوا نه ده تصويب شوې د عدلېې وزارت ادعا لري چې دا موده يې د وزيرانو شورا ته استولی خو د وزيرانو شورا د دې قانون له برخليك څخه بې خبري څرګندوي.
ويل كېږي چې زياتره هغه سرمايه داران چې د هوټلونو په جوړولو كې سيالي لري او په دې كار كې يې مالي ګټې نغښتې دي د دې كار خنډ ګرځي. 
كله چې دا قانون د وزيرانو شورا ته واستول شو، هلته بېلا بېل بحثونه پرې روان وو، يو شمېر ويل چې دا قانون د كورنيو په چارو كې مداخله ده او يوه ډله نورو بيا ویل چې دا قانون د خلكو آزادي محدودوي او كه څوك سرمايه لري كولاى شي په خپله خوښه يې مصرف کړي. 
له بلې خوا ديني عالمان د اسلام د دين له مخې، له بې ځايه اسراف څخه پرهېز كول ډېر غوره بولي او وايي، په دې كې شك نشته چې نكاح په اسلام كې يو اصل دى او رسول اكرم (ص) فرمايي: ( نكاح زما سنت دى او څوك چې زما له سنت څخه سر غړوي هغه زما له امت څخه نه دى.) 
كومې بدمرغۍ چې نن ورځ له كور څخه د تېښتې، ځان وژنې او تاوتريخوالي په نوم په ټولنه كې رامنځته كېږي، يوازنى علت يې د ولور لوړوالى او د واده ملا ماتوونكي لګښتونه دي.
اوسمهال د دې قانون تصويبېدل له زياتو ستونزو سره مخ دي او زيات شمېر ښاريان چې د دې قانون د تصويب غوښتونكي دي، حكومتي چارواكي پړه بولي او وايي چې په حكومتي بنسټونو كې داسې بانفوذه وګړي شته چې د واده مجلل سالونونه په هغوى پورې تړاو لري، نو له همدې كبله دا هڅه كوي چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د دې قانون د تصويب خنډ وګرځي.
د ماليې وزارت په يوه كال په كابل ښار كې د ودونو شمېره ۵۱۵۰ ښودلې، خو باور لري چې د واده د مراسمو دقيقه شمېره له ثبت شويو شمېرو څخه هم ز ياته ده او داسې سالونونه هم شته چې د خوړو پر پيسو سربېره د سالون كرايه، دولتي ماليه او د هرې چوكۍ د پوښ كرايه په جلا ډول له محفل لرونكو كسانو اخلي.
د هغې څېړنې پايلې چې تېر كال سر ته شوې ښيي چې په كابل ښار كې ۴۶ د واده هوټلونه د بېلابېلو سالونونه لري او په ځينو كې يې د ورځې درې محفلونه هم وي.
د څېړنې له مخې، په كابل ښار كې د واده منځنى لګښت له ۱۰۰زره افغانۍ تر ۱۲ مليونه افغانيو پورې دى.
د دې څېړنې پر بنسټ، په منځنۍ توګه د هر يوې ورځې او شپې په ترڅ كې په كابل كې۶۰ ودونه كېږي. 
د وركړل شويو معلوماتو له مخې، تېر كال د وري له مياشتې څخه تر ليندۍ تر مياشتې پورې د كابل په هوټلونو كې له ۱۶زرو څخه زيات ودونه شوي وو چې لګښت يې په ټوليز ډول ۸ مليارده او ۹۲ مليونه افغانۍ وو.
څېړنه ښيي چې تېر كال د ودونو د خوړو مصرف تر ۱۲۰ زره امريكايي ډالرو پورې رسېدلى و.
د نړيوالو بنسټونو شمېرې هم ښيي چې په سلو كې له ۴۰ څخه زيات افغانان په پوره بېوزلۍ كې ژوند تېروي او د ورځې له يوه ډالر څخه كم عايد لري.
له بلې خوا د چارو پوهان په دې باور دي چې د واده د لګښت لوړوالى د دې سبب شوى چې زيات شمېر ځوانان ونه شي كړاى په وخت سره واده وكړي او له همدې كبله د كورني تاوتريخوالي او اخلاقي فساد كچه هم ورځ تر بلې مخ په زياتېدو ده.