نجونو د انسانانو په متیازو چلیدونکی جینراتور اختراع کړ. دغه نجونې د الجیریا د هیواد اوسیدونکي دي او د ټولو عمر تر 15 کلونو ټیټ دی.
 
ښه، دا جینراتور څنګه کار کوي؟
  • لمړی د انسان رڼې بولې یا متیازې په ټانکۍ کې اچوي. دغه ټانکۍ الکترولیت (electrolytic cell ) دي. د الکترولیت پوسیله د متیازو څخه هایدروجن بیلیږي.
  • جلا شوی هایدروجن له یوې اوبیز فلتر څخه تیریږي، ترڅو سوچه هایدروجن ترلاسه شي. وروسته هغه بیا د ګاز کپسول ته استول کیږي.
  • له ګازي کپسول څخه هایدروجن یو بل کپسول ته چې بوراکس (Na2B4O7 ·10H2O, borax) پکې دې، استول کیږي. بوراکس کیمیاوي مواد دي چې د هایدروجن څخه لندبل (رطوبت) ایسته کوي.
  • چڼ شوی هایدروجن لدې وروسته د جینراتور  ماشین ته د سون لپاره پمپ کیږي.
د افریقا په لویه وچه کې د (Maker Faire ) کمپنۍ، افریقایان هڅوي چې د خپل ژوند د لنډمهال او اوږدمهال ستونزو د حل لپاره خپل نوښتونه او اختراعات وکړي، او لدې لارې په دوی کې د علم، تخنیک، او هوشيار اوسیدنې مورال پیاوړی او ژوندی کړي.
 
د (Maker Faire ) کمپنۍ غواړي چې پورته یاد اختراع شوی جینراتور د پرمختیا او پراختیا لپاره به زیاتې هڅې وکړي.