صحرايي محكمې تر كومه

زموږ په هېواد كې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالۍ هغه څه دي چې تل يې د ښځو د ملاتړ د بنسټونو اندېښنه راپارولې ده.
د بشر د حقونو د خپلواك كميسيون د شمېرنو پر بنسټ د روان كال په ترڅ كې له ۷۵ څخه زيات د خپل سر قتلونو پېښې ثبتې شوې چې علت يې صحرايي محكمې وې.


په داسې حال كې چې د هېواد عدلي او قضايي سيستم فعال دى، نه ښايي چې د قضايي دستګاه په موجوديت كې هغه كسان چې كوم جرم سر ته رسوي پخپل سر او د هېواد د جاري قوانينو په نظر كې نيولو پرته د غير مسوولو كسانو له خوا په علني توګه په درو ووهل شي او يا محاكمه شي.
دا په داسې حال كې ده چې څه موده دمخه
شفيقه د صابره خور وايي، چې د هغې پر خور او كورنۍ يې ظلم شوى. د هغې په وينا، سره له دې چې څوك د درو وهلو ته نه حاضرېدو خو د باشي حبيب په نامه د محلي پوليسو قوماندان ټولو ته اعلام وكړ چې صابره دې په درې ووهې او مسووليت يې هغه پخپله غاړه اخلي او په همدې خاطر د دې قوماندان يوه وسله وال صابره په درو ووهله
د خواشينۍ وړ خبره خو دا ده چې هغه هلك چې له صابرې سره د اړيكو د درلودو په تور نيول شوى د ۸۰ زره افغانيو په وركولو سره ازاد ګرځي
د شفيقې په وينا، هڅه يې كړې تر څو قانوني بنسټونه دې ستونزې ته پاملرنه وكړي، خو په لويه څارنوالي كې راته وويل شول چې په ټول افغانستان كې د چا حق اخيستل شوى چې ستاسو واخستل شي.
څو ورځې مخكې د مدني ټولنو ځينو غړو او محصلينو د ملايانو له خوا د صحرايي محكمو د مخنيوي لپاره لاريون وكړ او له افغان دولت څخه يې وغوښتل چې د دې ډول خپلسريو مخه ونيسي او عاملينو ته يې سزا وركړي.
لاريون كوونكي د بشر د حقونو د خپلواك كميسيون او دهېواد د پارلمان په مخ كې راغونډ شول او له دې بنسټونو څخه يې غوښتنه وكړه چې د ښځو په وړاندې د ظلم او بې عدالتۍ په بدل كې چوپتيا غوره نه كړي
په هېواد كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي يو علت په غير رسمي توګه محكمه او سزا وركول دي، چې يوازې د روان كال په دريو مياشتو كې د تاوتريخوالي ۱۰۰۰ پېښې د ښځو چارو په وزارت كې ثبت شوې چې په دې پېښو كې ځان وژنه او قتل هم شامل دي
د صحرايي محكمو دقيقه شمېره معلومه نه ده خو دا ډول محكمې محدودې او ډېرې سختې دي.
د هېواد په لرو پرتو سيمو كې د دې ډول محكمو اجرا كېدل د دولت كمزوري څرګندوي. د خلكو په اند د حكومت نه پاملرنه او په هېواد كې د قانون حاكميت نه پلي كېدل د دې سبب ګرځي چې دا ډول محكمې تر سره شي.
د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د كچې د لوړوالي  عوامل د امنيت نشتوالى، په امنيتي دستګاه كې د فساد موجوديت، په زيات شمېر محاكمو كې د قاطعيت نشتوالى، لوږه او بېكاري او د زورواكو خپلسري دي
كه چېرې عدلي-قضايي ادارې د ښځو په اړه بې طرفانه قضاوت ولري او څرنګه چې ښايي د هغوى حقونه ورته ورسوي نو هېڅكله به د ښځو پر حقونو تېرۍ ونه شي خو ډېر ځله زموږ قضايي دستګاه په دې باور ده چې په هر غير اخلاقي عمل كې ښځې ملامتې وي په همدې خاطر هم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دى
په امنيتي، عدلي او قضايي دستګاه كې د فساد موجوديت پخپله عدالت ته رسېدل ستونزمنوي او د ښځو وضعيت لاپسې خرابوي. كله چې يوې ښځې باندې تېرۍ كېږي او وروسته بيا تېري كوونكي د پيسو په وركولو ځان د قانون له منګولو خلاصوي، نو حق تر پښو لاندې كيږي او په داسې شرايطو كې به د ښځو په وړاندې د روان تاوتريخوالي د كمولو څه تمه وشي.
لنډه دا، كه د صحرايي محكمو مخه ونه نيول شي، دا حالت به د غير مسووله افرادو له خوا ورځ تر بلې زيات شي او ښايي چې په راتلونكي كې د شخصي رقابتونو په خاطر هم كوم چا ته د اعدام سزا وركړل شي

 له خدمتګار ورځپاڼې څخه