سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی پــه شریعت کی ددوی حق څومره ده اوددی خلګوحکم څه ده ؟

 

ځواب :-دی خوراولورحق په میراث کـی شتـــه اوپـــه شریعت کی معلوم ده چی خوردې ورورپه مقابـــل کی یوچــــندحصه ده اودی وروردوه چـــــنده او کومه چی لورده که يي وروڼه نه وی اولوریوه وی نودپلاریامورپه مـــیراث کی حق نصف ده (نیمي)مال اوکه دوه اویاتردووزیاتی وی بیايي په میـراث کی حق اوحصه ثلثین ده . ددی په هکله الله تعالی  فرمايي یوصیکم الله فـــــــــــی او لادکم للذکر مـــــــثل حظ الانثیین فان کـــن نساء فوق اثنتین فلهـــــن ثلثا ماترک والکانت واحدة فلها النصـــــف سورة النسا حکــــــــم کوی الله تعالی  تــــــــاسوته دی تاسودی اولادوپــــــه حــــق کی چی دسړی حصــــــه ده دووښــــځو دی حصی برابره ده اوکه صـرف ښځی وی اوتر دووزیاتی وی نوددوی حـــــــصه ثلثین ده اوکــــه یوه وی بیانصـــــــف ده یعنی نیــمايـــــــي اوکوم چی ددی خلګوحکم ده چی خورلــورته په میراث کی حـــق نه ورکوی ددوی حـــکم ډیر خطرنــــاک ده الله تعالی  دی میراث بیـــان کوی دهغه نـه ورسته بیان کوی من یعص الله ورسوله و یتعدحدوده یدخله نارا حالداًفیهاوله عــــذاب مهین سورة النساء ایــــــات ۱۴څوک چی نافرمانی کوی دی الله تعالی اودی رسول دی الله تعالی اوتجاوزکوی له قوانینو دی الله تعالی داخل به شی اوورته همیشه به وی کی اودده دپــــــــــــاره بـه دزلت عــــــذاب وی

دیادونـــی وړده چـــی په ایات مـــذکورکی دی خــالدلفظ راغلی چه همیشه معنی يي کیږی اودا حکم دی کافرده لهذادادی هغوخلــــګوپه بـــاره کی ده چی داتجاوزونه جائزبولې اویاپه داسی ځایودی امام صاحب (رح)په نـــــــزد ډیر ځنډمــرادده خــــلاصه داده چی څوک دخوریا لورپه حق تیری کوی هغه دجهنم مستحق ده اوهمدارنګه په حدیث کی دی چی مشکوة ذکرکړی چی کوم واریث له میراث نه محروم کړل شی نوهغه خلګ چی وارث يي محروم کړی په ورځ دقیامت به له جنته محروم کړل شی رواه ابن ماجه بالاخیره دلوریا خورحق نه ورکول ډیرخــطرناک عمل ده اوکبیره ګنــاه ده په داسی عمل کوونکی دی خداي  دسخت غذاب ویـــره ده الله دی مونـــږور څخه وساتې

له هډهوال ویب څخه مننه