د شپږ کلو ماشوم وم، د کلي د نورو ماشومانو په لیدو مې زړه هڅیده چې څه وخت به زه خلته په شا تړلې ښونځي ته روان وم. څه وخت به وي چې، له کوره یو بوتل اوبه، تروې، او وچه ډوډۍ د دې نورو هلکانو په څیر چې ښونځي ته ځي له ځانه سره ېې وړي، زه هم یوسم.
فکر کوم عمر مې د ښونځي د شامیلیدو و، خو کاکا مې نه غوښتل چې زه دې ښونځي ته لاړ شم؛ باید د میږو او پسونو څرولو ته لا دوام ورکړم. یو کال وروسته مې د پلار په مرسته وکولی شول د خپل وړوکي کاکا سره یوځای په یو ښونځي کې ځان شامل کړم. هغه مې له پخوا ډیر ملګری و، خو پدې سره مې نور هم کلک ملګری شو.
ښونځي نه تعمیر درلود، نه کتاب او نه نور څه. ښونکو به راته ویل چې له خپله کوره شاخونه او له پټو څخه بوټي راوړئ چې د هر ټولګي لپاره ترې سیوري (څپره) جوړه کړو – موږ به بیا د غریب کروندګرو د ونو شاخونه په غلا ورته را مات کړل، لمر ته به مو کیښودل چې وچ شي، ځکه کچیرې به لانده یا تازه وو، ښونکو به د خوشحالۍ پرځای کلک کلک وهلو.
د اووم ټولګي لپاره مې د سیمې یوې لیسې ته پارچه واخیسته. غریبي وه، بوټان مې نه درلودل، تیر ژمی مې پلار خپلې مور ته پلاستیکي موزې اخیستې وې ترڅو د ژمي او پسرلي په خټو کې د کور کار او مالداري په ښه توګه پکې ترسره کړی شي، خو مور مې د خلکو له شرمه هغه موزې نه په پښو کولې. کله چې لیسې ته تبدیل شوم، نو د کورنۍ څخه مې وغوښتل چې دغه موزې به زه ښونځي ته اغوندم – زما وړاندیز ېې ومانه. ماهم په ګرمیو او ګردونو کې هماغه موزې په پښو کولې.
لیسه زموږ د کوره څو کیلو متره لرې و، دغه وخت زموږ اقتصادي حالت هم د پخوا په پرتله لږ څه ښه شوی و، پلار ته مې ویل چې بایسیکل راته واخلي. هغه هم زما خبره ومنله، خو بایسیکل ېې ډیر ناوخته راته واخیست.
په لیسه کې تعلمي حالت ډیر ښه و، کتاب، تخته، معلم، اداره او هرڅه ډیر منظم او برابر و. په لیسه کې چې د سیمې د ډیرو لمړنیو ښونځیو زده کونکي را ټولیدل ستونزمنه وه چې په هغوی کې هم څوک اول نمره پاته شي. په همدې ترتیب زه هم د خپلې اول نمره ګۍ نه دوهمې نمرې ته را ولویدم.
ولې هغه اول نمره شو او زه دوهم. په لیسه کې اول نمره د یو تجار زوی و، د هغه مشر ورور هم په همدې لیسه کې اول نمره و، دواړه خدای حاضر ډیر تکړه او زیار کښ و. خو د دوی برعکس ما باید خپل زیات وخت په کرونده او مالدارۍ کې تیر کړی وی، د کور مشر زوی وم، هرڅه زما په غاړه و، پلار مساپر و او مور مې ملاتړ. کیدای شي دغه دلیل وي چې ما نشو کولی د لیسې هغه منظم، په مراتبو سخت شوي درسونه او کورنۍ دندې په ښه توګه ترسره کړم – ځکه نو د سیالۍ پاته شوم.
د نهم او لسم ټولګي لپاره کابل ته د خپلې کورنۍ سره راکډه شوم. په کابل کې د پاړسو سره هیڅ نه پوهیدم، کتاب ته په کتو به مې سر په درد شو، او د استاد او زده کونکي سره یوه کلمه پوهاوی هم نه کیده. خو باید ووایم چې ددې سره سره بیا هم په ټولګي دوهم نمره شوم.
د یولسم او دولسم ټولګي لپاره بیا بیرته کلي ته لاړم.
د کاکاګانو سره اوسیدم، هغوی چې دوه ودوونه په ډیر لنډ وخت کې کړي و – اقتصاد ېې ډیر خراب و، سهار بیګا به مو د پرمل په نوم وریجې خوراک و، که کومه ورځ به لوبیا او یا بل داسې څه ورسره مل و نو د کورنۍ د هر غړي تندی به غوړیدلی ښکاریده. په اونۍ کې به مو یو ځل حمام کولی شو او یوځل به مو کالي بدلولی شول – هغه وخت وچکالي هم یو مصیبت و، څو کیلو متره لرې څاګانو او چینو څخه به مو اوبه راوړلې، د خپل اوداسه اوبه به مو حیواناتو ته
ورکولې.
ما او زما کاکا به د شپې لخوا خپل درسونه ویل، هغه وخت به مو د رڼايۍ لپاره د تیلي لاټین (لیکین=چراغ) څخه کار اخیست، یو وخت داسې راغی چې کورنۍ نور چراغ ته تیلو اچولو اجازت نه راکاوه، ځکه زموږ د تیلو لګښت به د ټول کور په پرتله زیات و. د امتحانو شپې ورځې وې، په چراغ کې تیل په ختمیدو شول، شپه لا نیمه پاته وه؛ کاکا مې غوښتل په غلا تیل را پیدا کړي ترڅو د نن شپې درس مو نیمګړی پاته نشي چې د سبا ورځې امتحان رانه خراب نه شي. هغه په تیلو پسې وګرځیده خو پیدا نکړی شوی. پدې وخت ېې چراغ ته د تیلو په ځای تور چای ور واچوه. پدې ترتیب مو وکولی شول تر سهاره خپل درس ووایو. په همدې توګه مو ښونځی ختم کړ، او پوهنتون ته شامل شوو.
پوهنتون ته به مې هره ورځ د ملي بس ترڅنګ نیم ساعت پلی تګ کاوه، چې د غرمې لخوا کور ته تګ د لمر تر وړانګو لاندې ډیر ستونزمن و، په لمړیو کلونو کې د درسي نوټونو پیرل، او کاپي کول راته درانه پریوتل، چې بیا را وروسته هرڅه راته آسانه شول. خو بیا هم زما دغه حالت د زیاتو نورو محصلینو په پرتله ډیر ښه و. له بلې خوا زیات ټولګیوال به مې په شخصي موټرو کې راتلل، کمپیوټرونه به ېې درلودل، او مزې او چړچې به ېې کولې. د هر یوه د اړتیا له مخې د مسلک اړوند کمپیوټري پروګرامونه زده ول، او یا به ېې هم په کورسونو کې دغه پروګرامونه تعقیبول – خو ما په ځان کې ددې وړتیا نه لیدله. پدې ترتیب پوهنتون ختم شو، خارج ته د تحصیل لپاره نوماند شوم.
په خارج کې د لوړو زده کړو لپاره راغلم، پوهیږې دلته څه خبره ده. دلته کور، کالي ډوډۍ، کتاب، کتابچه، کمپیوټر او انټرنیټ، بهر ته علمي سفرونه، سیاحت او نورې زیاتې آسانتیاوې په واک کې راکړل شویدي. زما د خپل کور غریبي هیره نده، بیا هم ترخپله وسه هڅه کوم چې د هرې ممکنې لارې یوه دوه روپۍ د خپلې کورنۍ لپاره غونډې کړم.
نن داسې ژوند په لاس اغلی دی چې په کور او پوهنتون کې د هیڅ شي د کمي احساس چاته نه پیدا کیږي، د نړۍ په کچه ګړندی انټرنیټ، د کال تولید شوی کمپیوټر – د دوه مونیټورونو سره، د ټولو آسانیتاو ډک کور، خلاصه هرڅه او هرڅه زموږ په خدمت کې دي.
ژوند یو خوب دی، دغه کیسه مې ځکه ستاسو سره شریکه کړه چې کیدای شي ځنې لوستونکي نن ډیر غریب وي او د غریبۍ له مخې ښونځی یا پوهنتون نشي تعقیبولی. پیغام مې هغو هیوادوالو ته چې نن ېې غریبۍ پر ستوني پښه ایښې ده دادی چې، د خپلې راتلونکې او یا هم د خپلو بچو د راتلونکې لپاره حوصله مند او صبور اوسئ - په صبر او زحمت هر مشکل له منځه ځي.
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي - چاویل چې په دریاب کې ګوهر نشته