د طالبانو په حمله کې تر۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
افغان امنیتي چارواکي وايي چې نن په میدان وردک ولایت کې د ناټو او افغان ملي اردو یوې ګډې اډې ته نژدې په دوو ځانمرګو بریدونو کې لږترلږه دوولس تنه وژل شوي دي.
د میدان وردک د والي ویندوی شاهد الله شاهد وویل چې په دغو بریدونو کې ۵۷ تنه نور ژوبل شوي دي.
د شاهد په وینا د دې حملو، چې په سید اباد ولسوالۍ کې وشوه، د قربانیانو لوی اکثریت د ملکیانو دی خو په وژل شویو کې څلور پولیس هم شامل دي.
د وردک ولایت د والي ویندوی وویل، لومړی یوه ځانمرګي، چې پلی و، ځان والوزاوه، ورپسې دوهم ځانمرګی د موټر په وسیله برید وکړ.
په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف ځواکونو یوه ویندوی جګړن اډم وجک په وینا په دې حملو کې نړیوالو ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
له تاند څخه