فكري تمركز - --------------------------------- ژباړن: نذير احمد ولسمل
موږ ټول ځيني وخت د پوره تمركز وړتيا لرو، د مثال په توګه د لوبي كولو، فلم ليدلو او يا موسيقي اورېدلو په وخت كي او يا په خلاصه توګه د خپلي خوښي وړ موضوعاتو كي د پوره فكري تمركز وړتيا لرو او يا په اصطلاح د اجراء په وخت كي په هغې موضوع كي غرق يو.
ولي په نورو حالاتو كي،
ستاسي فكر تل له يوې موضوع نه بلي ته اوړي.
فكري تشوشات ستاسي د توجه د انحراف سبب ګرځي.
مخكي له دې چي متوجه سئ حواس مو ويوې بلي موضوع ته اووښتى وي.
هغه مطالب چي مطالعه كوئ يې بې خونده او سخت درته ښكاري او و مطالعې ته يې زړه نه ښه كوى.
د پورتنيو ستونزو په حلولو كي لاندي ټكي ستاسي سره مرسته كوي:
۱- د مطالعې لپاره بايد لاندي شيان په نظر كي ونيول سي:
Ø زه دلته مطالعه كوم:
د مطالعې لپاره يو مخصوص ځاى او ميز په نظر كي ونيسى.
گرځنده تليفون له ځانه ليري كړى.
له ځان سره وعده وكړئ چي حواس به مو له اصلي موضوع څخه نه اوړي.
كه مو خوښه وي نو د مطالعې په وخت كي موسيقي ته هم غوږ سى، تر هغه بريده چي ستاسي د فكر د اووښتو سبب ونه ګرځي (د مطالعې په څنګ كي د موسيقي د اورېدو د ګټو په اړه څېړنو بې نتيجې پايله لرلې ده)
Ø مطالعه خپل عادت وګرځوى او د مطالعې د يو موثر مهال وېش پابنده اوسئ.
د مطالعې وخت د خپلي خوښي او يا دننۍ انرژي سره سم (د ورځي لخوا، د شپې لخوا) وټاكئ.
- متمركز كېدل:
مخكي له دې چي په مطالعې شروع وكړئ، څو دقيقې د خپلو اهدافو د ټاكلو او د هغه څه لپاره چي و رسېدو ته يې ضرورت لرئ ځانګړي كړئ او د عملي كولو لپاره يې فكر وكړئ.
- تشويقول:
خپل ځان پخپله تشویق کړئ، مثلاً د یوې ښې مطالعې څخه وروسته یوه ښه لویه تفریح وکړئ.
كه چيري لازمه وي نو د لا ښه بريا لپاره يو تشويق په نظر كي ونيسى د مثال په ډول د دوستانو سره تماس، د يو شي خوړل، او يا پياده تګ.
د خاصو پروژو لكه د ډيزاين پروژه او داسي نور... يو خاص تشويق په نظر كي ونيسئ.
- د مطالعې موضوعات بدل كړئ:
په كار كي د تنوع د رامنځته كېدو لپاره د مطالعې موضوع په هر يو او يا دوو ساعتو كي بدله كړئ.
- د مطالعې فعاليت:
خپله مطالعه فعاله وساتئ، هر څومره چي مو مطالعه فعاله وي په هماغه اندازه به د ښې مطالعې خاوندان او مطالعه به مو ښې پايلي ولري.
د خپل ځان سره مشوره وكړئ چي څنګه كولاى سم د مطالعې په وخت كي ښه فعاله اوسم؟
Ø د استراحت (وقفې) لپاره مناسب وخت په نظر كي ونيسى:
د استراحت په وخت كي كوم بل كار تر سره كړئ، د مثال په توګه كه د مطالعې په وخت كي ناست واست نو پلي وګرځئ.
۲- د تمركز د تقويې لپاره تمرينونه:
دا تمرينونه بايد څو ورځي وروسته تر عملي كولو د پام وړ پايلي ولري. مګر د دې تمرين پايلي هم د نورو تمرينونو په شان ښکته او پورته سطحي لري.
دا تمرينونه به ستاسو د نورو فعاليتونو لپاره هم ګټور تمام سي.
اوس همدلته اوسه
دا يوه ډېره ساده اما ډېره موثره لار ده.
هر كله چي متوجه شوئ فكر مو بلي خواته انحراف كړئ نو د ځانه سره وواياست: (اوس همدلته اوسه) او په آرامۍ سره پام و خپل تر لاس لاندي موضوع ته واړوئ.
د مثال په توګه: كله چي مطالعه كوئ نا ببره متوجه كېږئ چي فكر مو له اصلي موضوع نه و ورځني مشكل، د ژوند يوې تېري خاطرې او يا دې ته چي وږي ياست اووښتی دی، نو په دې حالت كي د ځانه سره ووايئ (اوس همدلته اوسه) او په آرامۍ سره خپل فكر و پوښتنو، ليكنو، عنوانونو، مطالبو او نورو ته واړوئ، ښه فكر پكښي متمركزه او د وړتيا تر بريده يې زده او یا حفظ كړى.
كه مو بيا فكر منحرف شو نو بيا د ځانه سره ووايئ (اوس همدلته اوسه) او په ارامۍ سره خپله پاملرنه موضوع ته واړوئ او دا تمرين څو ځلي تكرار كړئ. مطمئنه اوسئ چي پايله به يې ښه وي.
هيڅكله هڅه مه كوئ چي اصلي موضوع د فكر په تيت والي سره له ذهنه ليري كړئ. د مثال په توګه د مطالعې په وخت كي په هيڅ صورت د وظيفې او يا بل شي په اړه فكر مه كوئ.
كېداى سي د دې تمرين (اوس همدلته اوسه) عملي كول په هفتې كي سل وار هم لازم وګرځي. په تدريج سره به د دې تمرين په ګټو وپوهېږئ. نو ځكه بايد له زغم څخه كار واخلئ وروسته له يوڅه مودې به د دې تمرين د ښو پايلو شاهدان اوسئ.