څلور ماين ښخوونكي ووژل شوه

 په ميدان وردګو ولايت کې څلور تنه ماين خښوونکي وژل شوي او يوتن ټپی شوی.  
د میدان وردګو ولایت دنرخ ولسوالۍ د اخندزاده خیلو په سیمه کې څلور تنه وسلوال هغه مهال و وژل شول او یوتن ټپي شو چې په سیمه کې یې په سړک باندې ماینونه ځای پرځای کول.

ددې ولايت چارواكي وايې چې ،   تېره شپه دنرخ ولسوالۍ  دخالد بن ولید لیسې  ترڅيرمه د اخندزاده  خیلو په سیمه کې پنځو تنو وسلوالو مخالفینو غوښتل چې دنرخ په سړک باندې ماینونه ځای پرځای کړي چې د ایساف لخوا کشف او بیاو روسته په هوايي برید کې څلورتنه  ماين ښخوونكي  ځای پرځای و وژل شول او بل تن یې ټپي شو .

د چارواكو په وينا په وژل شوو کسانو کې  حضرت الله، شکرالله، قام او عین الله شامل  دی چې دابراهیم خیلو اوسیدونکي دي اود یوتن ټپي شوي کس هویت تراوسه معلوم ندی.

د وژل شوو کسانو جسدونه په سیمه کې پاتي شوي  وسلې او مهمات یې په برید کې لمنځه تللي دي او یو موټرسایکل دافغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

دیادونې وړ ده چې تیره  درې ورځې دمخه هم  دمیدانښآر دکوټه عشرو په سیمه  دملي اردو په عملیات درې تنه وسلوال وژل شوي  وو او دوه تنه یې ژوندي نیول شوي وه.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .