ميدان وردګ: دڅلور ملکي وګړو جسدونه پیداشول
د میدان وردګو ولایت د میدان - جلریز په لویه لاره د مرکز اړونده د سلمان فارس په سیمه کې څلورتنه ملکي وګړي دوسلوالو مخالفینو لخوا لومړي اختطاف شوي او بیا وژلي دي.
د مطبوعاتي دفتر خبر پاڼې له مخې پرون مازیکر پنځه بچې څلور تنه ملکي کسان د ملاخیلو په سیمه کې د وسلوالو مخالفینو لخوا دیوې سراچې موټر چې کوز کړې وو او نامعلوم لورې یې ته یې بیولې وو او بیا وروسته دهمدغو وسلوالو مخالفینو لخوا په بې رحمانه ډول پداسې حال کې چې دنوموړو ملکي کسانو روژه په خوله وه په مرمیو ویشتلي او په شهادت یې رسولي دي، وسلوالو مخالفینو ددغو څلورو تنو جسدونه دمیدانښآر دسلمان فارس په سیمه کې اچولي وو چې وروسته دملي امنیتي ځواکونو لخوا میدانښآر ته انتقال او خپلور کورنیو ته وسپارل شول.
دغه څلورتنه دکابل ولایت د چهادهي اوسیدنکي وو او کوم غیر رسمي او یاهم دولتي نهاد پورې تړلې نه وو بلکي بې ګناه ملکي افغانان وو چې وسلوالو په شهادت ورسول.
تراوسه دپیښې په اړه څوک ندي نیول شوي خو دامنیتي ارګانونو لخوا یې دنیولو هڅې پيل شوي دي.
د ولایت والي محمد حلیم فدایي د وسلوال مخالفینو دغه ناوړه ، غیر اسلامي آو غیر افغاني عمل هغه هم د روژې په مبارکه میاشت کې بې ګناه ملکي کسان پداسې حال کې چې روژه یې په خوله وه د دوی وژنه په کلکه غندي او امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کوي چې عاملین یې ژر تر ژره ونیسي او دقانون منګولو ته یې وسپآري.
له بینوا څخه